Asteroid Bombardment On Earth Daily. Pashto Info
By Muhib Rahmati
د يوې اندازې له مخي هره ورځ په ځمکه باندي 1.5 کروړه شهابيې راغورځي. د اټکل له مخي دا شهابيې د 15 زره ټنو په اندازه مواد راوړي. ډيري يې د جسامت له امله وړې وي، دا چي د ځمکي فضا ته په ډېر سرعت سره داخلېږي نو له هوا سره د سولېدو په صورت کي په ايرو بدلېږي. خو ځيني چي غټي وي ځانونه تر ځمکي پوري رارسوي.
شهابيه څه شى دى؟
شهابيه يا
Asteroid
د ستورو، سيارو يا سپوږمۍ ټوټي دي، چي زياتره يې د سرو زرو، سپينو زرو يا الماسو دي، يعني د ډېرو په کيمياوي جوړښت کي د فلزاتو عناصر موجود وي. دا فلزونه د ستورو په بټيو کي په پېړيو پېړيو د
Fusion Reaction
له امله جوړېږي.
له ننه څلورنيم بيليونه کاله وړاندي چي کله د ګاز د وريځو او ګرد څخه زموږ شمسي نظام او ځمکه جوړه سوه نو دَ سيارو د جوړېدو په دې عمل کي د ډېرو لويو کاڼو ټوټې په خلا کي د لمر په مدار کي پاته سوې، دا ټوټې ډېرى د مشتري او مريخ په منځ
Asteroid Belt
کي موجودي دي. خو بيا هم دا شهابيې د شمسي نظام نه بهر د نورو کهکشانونو د چاودېدونکو ستورو هم کېدى شي.
دا ټوټې هم د لمريز نظام سره يو ځاى جوړي سوې او هومره ارزښت لري. په هغوى د څېړنو په صورت کي د لمريز نظام او ځمکي د جوړېدو په اړه زيات معلومات تر لاسه کېدى شي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.