Bacha Khan Baba. Da Bacha Khan Baba Da Hajj Safar. Hajj Baitullah
زه چې کله په 1926 کښې حج ته لاړم د مکۍ نه پس په اوښانو مدينې ته د خپل ټبر سره ستون شوم.
په نبوي جومات کښې د لسو ورځو لپاره اعتکاف ته کېناستم په جومات کښې ېو ستن وه هغې سره به ناست ووم
ېو ورځ په جومات کښې د حاجي محمد امين سره ميلاؤ شوم حاجي صېب راته اووئل چې ماته خو دلته د جومات سره ېو کوټه ميلاؤ شوې غواړم چې د ېو کال لپاره اعتکاف ته کېنم ! ما تې پوښتنه اوکړه د څه لپاره ېو کال کېنې ؟ وائل د رسول الله ص د خوشالولو لپاره ، ما ورته اووئل رسول الله ص پدې خبرو نه خوشالېږي ، د شپې استخاره اوکه چې اېا رسول الله ص پدې خبرو خوشالېږي چې ته دلته ېو کال په کوټه کښې ناست ئې او کنه وطن ته لاړ شې د دين خذمت اوکې او د رسول الله ص خبره خلکو ته اورسې ؟
سبائي راسره حاجي صېب بېا ميلاؤ شو وائل ما خو استخاره اوکړه ستا خبره رښتيا ده سبا وطن ته ځم د دين خذمت به هلته کؤم او که ته په خېر سره رالې نو ستا سره به هم کار کؤم ما حاجي صېب له ېو څو روپۍ ورکړې هغه واپس شو او مونږ څو ورځې ايسار شو بیا بېت المقدس ته لاړو .
زما ژوند او جدوجهد .
ص 267.
(مولانا خانزېب)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.