Badraga. What Is Badraga In Pashtunwali? Pashto Words And Meanings.
ده امن غږ مې بدرګه که
What Does Badraga Mean In Pashto?
ده بدرګه لفظ معنی څه ده ؟
پۀ پښتونولۍ کښې چې به د چا اوجرې ته څوک مېلمه راغے، بېرته ستنېدو وخت کښې به چې ورسره کوربه تر څۀ ځایه تلو یا به یې ورسره څوک لېږل، دې ته به یې بدرګه ویل.
بدرګه به د درناوي او امنیت پۀ دواړو بنیادونه کېدله.
دغسې کله به چې مېلمه ستنېدۀ او بل چا ته به ورتۀ نو کۀ هغۀ سره به د اولني کوربه ورانه هم وه خو تر هغۀ ځایه به یې رساوۀ. دا بدرګه ده
خوشال بابا څۀ ښه ستایلې ده؛
بدرګــــه کـــۀ محبت راســـره نۀ وے
یک تنها به پۀ خونخوارو لارو تلل څوک
Another Explanation and Meaning Of Pashto Word Badraga. Pashto
جرګه - معرکه - بدرګه - ننواتي !!
جرګه ـــ د مخوريزو خلقو هغه ټولګې چې د يوې مسلې د حل د پاره خبره کوي ـ
معرکه ــ معرکه کښې د يو چا سره د هغه په ژوند او فن يا په بله موضوع د سوال جواب په انداز کښې خبرې اترې کول ـ
بدرګه ـــ د پښتنو يو ښه رسم دے د چا سره څو قدمه اخستل ــ دا عموما څوک په حفاظت د خپلې علاقې نه تېرول چې څوک ورته نقصان اونه رسوي ـ
ننواتے ـــ دخپل ظلم اوزياتي د بخښنې د پاره د چا کور ته په دې غرض ورتلل چې ګناه ې معاف کړي ــ
Another Explanation and Meaning Of Pashto Word Badraga. Pashto
بدرګه ملګرتيا مرسته د يو کس سره د هغه د دوشمنۍ په وخت کښې د هغه د حفــاظــت د پـــاره د هـــغـــه سره څــه ځــاٸے پــورې پــه ګــنــړ تــعــداد بــانــدې کــسانــو تـلـلـو تـــه بـــدرګـــه واٸى
Another Explanation and Meaning Of Pashto Word Badraga. Pashto
چا سرہ جلب کؤل
بدرګه .. د یو دشمن دار ملګری سره څنګ په څنګ اودریدو ته بدرګه وی ..
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.