Skip to main content

Da Kaimur Ghar. Kohi E Mor Of Bajour. Kohi Moor Peak Of Bajour. Pashto

Da Kaimur Ghar. Kohi E Mor Of Bajour. Kohi Moor Peak Of Bajour. Pashto 

#کېمور

Koh-i-Mor (Mount Nysa of Greek legend) and Alexander in Bajaur. By Maulana Khan Zeb

ستا د سر درو بادونه ولې په ما نه راځي ؟ 

زه خو هم پاميره !  ستا رور ېمه کېمور ېمه.

پروفېسرلقمان کېمور



ېو ه جرګه دې د باجوړ نه وزيرستان پورې پدې هم اوشي چې ، کېمور ، باټوار ، تير بانډګۍ ، کټ کوټ ، مټاک ناواپاس  باجوړ ، ايلزۍ مومند ، راجګال خېبر ، تيراه اورکزی ، سپين غر کرمه ،  رزمک شمالي وزيرستان ، پريغال سويلي وزيرستان ، د قذرتي ښکلا نه ډک پړسیدلي غرونه دې  نېشنل پارکونه اوګرځول شي 


دا غر د باجوړ په سيمه د ټولو ستره څوکه د سمندر نه 8830, فټه دنګ والې لري په باجوړ کښې ددې غر په اړه وائل شي ، کېمور غر څو مخه لري ، د هر لوري بل بل شان ښکاري د کېمور غر چارچاپېره د اتمانخېلو قبيله پرته ده چې تر مومندو پورې ددې غر لمن خوره ده د کېمور بابا په نامه څوګند ددې غر د تاريخي ارزښت دليل دې.


د کېمور سره د مور مرغه نسبت هم وزن لري ځکه نن هم دغه غر ګور ځنګل دې ممکن ده چې ېو د مور مارغانو مسکن وو ېو سيمه ايز رواېت دا هم دې چې د سکندر يوناني نه پس د چندر ګپت موريا تاج پوشي هم ددې غر په لمن کښې شوې وه او د ،تخت ،په نامه د غر په لمن کښې نن هم ېو مشهور ځائې شته


د زرتشت بدمت نه تر يوانيانو پورې دا غر سپېځلې ګنړل شو د سکندر په وخت کښې د دې غر په لمن کښې د يونانيانو ېو لوئي ښاري تمدن هم ودان وو چې سکندر سره د هند په لور بدرګه شوي وو ظهير الدين بابر ئې هم ذکر کوي


ستا ېارانه د کېمور غر دې

ماد کېمور د غر نه ډېر ډنګلي دينه


 دا غر د باجوړ د سېلګرۍ لپاره ېو راښکون جوړېدې شي څه وخت وړاندې د پښتونخوا د کلتور د محکمې له اړخه د دې غر ته ، ځانګوګانو ، لپاره هم وائل شوي خو تر دې دمه کم عملي کار نشته کچرته دې غر د سېلګرۍ په اړه پام اوکړې شي دا غر د ېو نېشنل پارک په توګه اوګرځول شي نو د باجوړ د سېلګرۍ لپاره د سیلانیانو ډېر پام راګرځولې شي.

کېمور د عبدالمنان دردمند په اشعارو کښې.


زه ښکلی کېمور لوړه دنيا د دستارو ېمه 

زه د غرونو مور او  ډک د سپينو ابشارو ېمه 

تالندی برېښنا مې استقلال ته سلامي کوي

پاکه لوړه څوکه د پښتون د نندارو ېمه 

نښه د عظمت او ملکيت ېم د پښتون ټبر 

تخت د ازادۍ او د خوږو مشاعرو ېمه 

سر مې لګولی دې اسمان ته رنګ او بوئي لرم

کور ېم د غازيانو او بنګله د ښاپېرو ېمه 

هسکه غاړه ګورم مخامخ د خېبر غرونو ته 

ټول پښتونستان ته د ازاد ژوند په نارو ېمه 

وړانګې د سهار راته راوړي د تازه ګۍ پېغام 

لوئي محاذ مرکز ېم استعمار ته په ښېرو ېمه 

فخر خوشحالي ېم پېښور ته د ازاد ژوندون 

جوړ پښتونستان کړئ زه په دغه اشارو ېمه 

پاک تازه نسيم مې دوائي ده د دردمند د زړه 

کلک د ،ماجينو او ،زيکفرید، تر سنګرو ېمه.


کېمور د قاري محمود په شعرونو کښې.

مشهور پکښې ېو غر د کوه مور دې.

ډېر بلند دې دا کهسار په باجوړ کښې.

دستار د پسرلی د ورېځو تل دې ستا په سر وي.

کېموره ! چی د قام د فېصلو نه شو راښکته.

د کېمور په ورېځو ګدی د بهار وریځې.

که ئې پټ په تورو زلفو کښی رخسار شو.


ويډيو د کليوال وحيد الله خان په مننه.

مولانا خانزېب




Tags, Metadata And Keywords.


Da Kaimur Ghar. Kohi E Mor Of Bajour. 

Kohi Moor Peak Of Bajour. Pashto .

Kohi Mor Of Bajaur, Pashto Poetry And Kohi E Mor, Pamir Peaks, Kohi Mor And Pamir, History Of Bajour.

Alexandar The Great In Bajour. Buddhism In Bajawar, Buddha Sacred Mountain Range In Bajaur.

Pashto Info Blog Kaimur Ghar, Da Kaimur Bajaur Ghar. Kohi E Mor

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso