Skip to main content

Da Wali Pa Noom Cafe. Pashto Book Review. Philosophy Book

Da Wali?  Pa Noom Cafe Pashto Book Review.  Philosophy Book

"کافي د ولې په نوم" یو فلسفي کتاب دی چې د کیسې شکل لري او د انسانیت د بنسټیزو پوښتنو په اړه په زړه پورې ډول خبرې کوي.


د دې کتاب کیسه داسې ده چې یوه ورځ د جان په نوم یو سړی د ګازو ډکولو لپاره د سړک غاړې ګاز سټیشن ته ځي او غواړي چې د ګاز سټیشن کافي شاپ څخه قهوه واخلي. کله چې هغه د قهوه پلورنځي مینو پرانیزي، د دې پر ځای چې د قهوو نومونو سره مخ شي، هغه د دریو اساسي پوښتنو سره مخ کیږي چې د هغه ذهن ښکیلوي.


دغه هڅه کوي چې د کیسې او مثالونو له لارې دې پوښتنو ته ځواب ووایی.


تاسو د دې کتاب څخه کله خوند اخیستلاي شئ؟

- که تاسو تل په کار کې ډوب یاست او د هغه څه څخه خوند نه اخلئ چې تاسو یې کوئ

- که تاسو د ژوند د معنی په لټه کې خپل ځان له لاسه ورکړی وي

- که تاسو غواړئ له مرګ څخه وېره لرې کړئ!


دا کتاب د څه په اړه دی؟ څنګه کولی شئ ګټور ژوند ولرئ؟


لویه لار د یوې حادثې له امله تړل شوې وه، بدیل لاره له منځ څخه تېرېده، او د موټر ګازهم  پای ته رسیدلی وو. جان، چې د مدیریت مشاور دی، تصور نه کاوه چې د هغه سفر به دومره له سټرېسه ډک وي.


کله چې جان د ګاز سټیشن په لټه کې وي، هغه د ولې په نوم یو عجیب او کوچني کافي پلورونکي سره مخامخ کیږي. دا کافي یو عادي کافي پلورنځی نه دی او کله چې جان د کیفې مینو ته ګوري نو له دریو لویو اساسي پوښتنو سره مخ کیږي.


په خوشبختۍ سره، تکړه او پوه خلک چې په دغه کافي پلورنځي کې یې تل پاټک اچولی وي، د جان مرستې ته راځي او جان ته  د کیسې په ویلو سره تشریح ورکوي چې څنګه دوي  په خپل ژوند کې خپل هدف موندلی دی؟


له دې کیسو او درسونو سره له دې کتابه تاسې دا هم زده کولی شی چې:


اعلانات څنګه ذهن مبهم او توروي؟

ولې خوشحاله خلک داسې ښکاري چې جادويي ځواک لري؟


د ګټې څخه ډک ژوند لپاره، باید خپل هدف ومومئ او تعقیب یې کړئ


ایا تاسو یو له هغو خلکو څخه یاست چې فکر کوي ژوند یې په لاره روان دی؟ کار مو ښايي ستړی کوونکی وي؛ مګر تاسو نږدې ملګري لری او د ساتیرۍ لپاره کافي پیسې هم لری. ځینې وختونه تاسو د خپل زړه له تله څخه احساس کوی چې په ژوند کې مو یو څه ورک دي. ولې په هغه څه خوشحاله نه شی چې تاسو یې لرئ؟

ځواب ساده دی: ځکه چې ښه ژوند د د بار څخه ډک ژوند معنی نلري. دا لومړی درس وو چې جان هغه وخت زده کړ کله چې هغه کافي پلورنخي کې د خپلې سهارنۍ لپاره منتظر وو. د کافي مینو شاته درې پوښتنې لیکل شوې وې:


ولې دلته یې؟

ایا له مرګ څخه ویره لری؟

ایا د اطمینان احساس کوی؟


جان د دې پوښتنو په اړه په کافي کې له خدمتګارې چې کیسي نومېده وپوښتل. کیسي د لومړۍ پوښتنې په اړه وویل، دا پدې معنی ده چې پوه شی چې ولې دلته یاست. څه شی مو راضي کوي؟ څنګه غواړئ په دې سیاره کې خپل وخت تېر کړی؟


دا پوښتنه تر ټولو مهمه پوښتنه وه؛ ځکه چې د ګټور ژوند ترلاسه کولو لپاره لومړی ګام د هدف ټاکل دي. زموږ د ډېرو په څېر، دا د جان لپاره یوه ستونزمنه پوښتنه وه. د پیل لپاره، کیسي، جان ته د سمندري شین رنګي کیشپ سره د هغه د مخامخ کیدو کیسه بیانوي.


کله چې کیسي په هاوايي کې لامبو وهله، د یو شین رنګي کیشپ سره مخ شوه، که څه هم ډېره هڅه یې وکړه اما ونه توانېده چې کیشپ ته ځان ورسوي، په اخره کې ماتې ومنله او په سمندر کې یې ځان بې غمه پرېښود. دلته وه چې د سمندر څپو ورسره مرسته وکړه چې ځان کیشپ ته ورسوي، کیسي دلته پوه شوه چې کیشپ تل همدغه ډؤل کار کاوه: کله به چې د سمندر کومه څپه د کیشپ په لوري را روانه وه، کیشپ به هڅه کوله چې له څپې سره لاس او پښې ووهي او خپل حرکت ځاي برقرار وساتي، او کله به چې څپې بېرته د ده په طرف را وځغښتېدې نو ځان به یې د څپې سره د سمندر تل ته ځان ورسوو.


زیاتره له مونږ د دې کار برعکس عکسلعمل کوي، تل پښې او لاسونه وهي، په ځاي د دې چې مخ ته لاړ شي، ځان ستړی کړي، په ژوند کې د خپل هدف نه تعقیبول د نالیدل شویو څپو په مینځ کې د ودریدو په څیر دي. چیرې چې دومره ستړي شو چې د هغه څه کولو لپاره وخت او انرژي نلرو چې مونږ یې غواړو ویې کړو.


له همدې امله باید هڅه وکړو چې د سمندري کیشپ په څېر ژوند وکړو او د خپل زړه د غوښتنو څپې په لاره واچوو. که نه نو مونږ به د څپې سره مبارزه کوو پرته لدې چې کومه معنی ومومو.


نور راتلونکو برخو کې.

#ملغلرې Facebook Page.



Tags, Meta Data And Keywords.

Da Wali Pa Noom Cofe. Pashto Book Review.  Philosophy Book. Da Wali Pa Noom Cafe By John P. Strelecky.  The Why Cafe By John P. Strelecky In Pashto. Pashto Translation Of John P Strelecky Book The Why Cafe. Pashto Book Reviews, Pashto Translations Of Philosophy Books. 


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso