Skip to main content

Friedrick Nietzsche And God. Pashto Explainer. Naseeb Sani

Friedrick Nietzsche And God. Pashto Explainer. Naseeb Sani.

Nitzsche And God Explained In Pashto.


نيچه او خداى


د نيچه تر ټولو مشهوره جمله چې ،شايد له تاسو څخه ډېر ورسره مخامخ شوي وي .خداى مړ ده (ددې جملې په تفسير کې هم مختلف تفسيرونه او برداشتونه شوي چې زه ترې تيريږم او که چيرې ستاسو علاقه و نو بيا به په راتلونکي کې پر وغږيږو ) 


.غټو فيلسوفانو ټوله فلسفه په يو جمله کې را غوټه کړې وی او دا جمله يې له نورو افکارو سره د ځنځير د کړۍ حيثيت لري ، که چيرته موږ د ځنځير يوه کړۍ سمه درک کړه نو لرې نه ده چې د ټول ځنځير  درک به په اساني وکړو .د مثال په توګه د دکارت ټوله فلسفه په دې جمله کې ده ؛ زه فکر کوم نو زه يم ، ددې جملې له لارې کولى شو د دکارت نورو افکارو ته ور داخل شو، همداسې ،افلاطون، هګل او نور در واخلئ.

دا چې په مسيحيت کې خداى په کوم ډول را پيژندل شوى نو نيچه باوري نه ده چې د مسيحيت ايمان به ښادي ولري .

نيچه پدې باور و چې خداى نشته او موږ د يو تلپاتې روح څېښتن  نه يو . ددنيا ژوند ورته بې معنا او له رنځه، غمه، بل څه نښکاريده ، خو غوښتنې دي چې دژوند ټايرونه په  خوځښت راولي. خو سربېره پدې نيچه د مستې زندګي پلوى و ، او ويل يې هر څومره چې کولى شئ له ژونده دژوند شيره وباسئ 


د نيچه په اند زموږ اخلاق او ارزښتونه له لرغوني يوناني او يهودي سنت څخه زموږ ننئ ټولنې ته بې له کوم يوشان والي راغلي؛ يعنې زموږ او د هغو د پرتلې او مشابهت پرته په موږ منل کيږي او منل شوي، او له هغو مذهبونو څخه سرچينه اخلي ، چې له موږ او تاسې څخه ډېر په هغو باور نه لرو . نيچه دا وضعيت د دفاع وړ نه بولي او وايي موږ نشو کولى چې خپل ژوند د هغو نظامونو په ارزښتونو ودرو چې منو يې نه ، يا موږ ته د منلو وړ ندي ، داسې کړنه موږ او زموږ د ژوند چوکاټ دروغجنوي ، موږ بايد د خپلو باورونو د منلو لپاره داسې بنسټونه پيدا کړو چې په رښتيا په هغو باندې باور لرو ، او کنه بايد له دغو ارزښتونو لاس ومنيځو او داسې ارزښتونه پيدا کړو چې له زړه يې ومنو 


د غربي انسان اخلاق او ارزښتونه له ديني عقيدو څخه را وتلي چې هغه نور باور پرې نه لري ، پدې اساس خپل ارزښتونه بايد له سره او نوي  وټاکي


نيچه زموږ په موجوده ارزښتونو حمله کوي ، او په دې ټينګار  کوي چې په هيڅ وجه يې بايد د ساتلو هڅه ونه کړو . نيچه وايي ، هغه څه چې بشر ته يې دا توان ورکړ چې له حيواني حالته راووځي او تمدن جوړ کړي ،  له ځڼډه پرته د زورورو په لاس د کمزورو له منځه وړل ،د لايقو په لاس د تنبلو او نا لايقو له منځه وړل او د زيرکانو په لاس د احمقانو له منځه وړل وو، د وخت او پيړيو په تيريدو سره داسې شيانو هستى پيدا کړه چې موږ هغو ټولو ته په ژوند کې مقام ورکو . خو پدې وختونو کې د عسى او سقراط پشان اخلاقيان پيدا شول ،چې ټول دا ارزښتونه يې ناسم وبلل ـــ (او بايد چې داسې قوانين وي چې کمزوري د زور او قوت په مقابل کې حفظ او وساتي ، عدالت بايد حکمفرما وي نه قدرت ، او کمزوري دي چې ميراث خوار دي نه اتل او مبتکران )



هغو جريانونو چې انسان يې له حيوان څخه لوړ کړى و او تمدن يې رامنځته کړى و ، نور نو وپرځيدل .

او دا ټول د اخلاقو په نوم پيښ شول! خو د نيچه په اند دا دلويدلو تر ټول بدترين ډول ده ، د هغو ټولو شيانو انکار ده چې هغو تمدن او فرهنګ منځته راوړى و ، که دغه حال دوام پيدا کړي بايد د ټولو ارزښتمنو شيانو  فاتح وبلل شي ، نو د غلامانو دې اخلاقياتوته چې په هر ډول وي نور د پاى ټکى کېږدو



د نيچه محوري پوښتنه داده چې څنګه په يو بې خداى او بى معنا جهان کې په عالى او بهترينه ډول ژوند مخته بوځو

او کله مو چې دا اخلاق نفې کړل ، څه ډول ډاډمن او اصيل  اخلاقي موازين او ارزښتونه پيدا کړو چې زموږ د ژوند لارښونکي وي ؟ نيچه وايي ، داچې خداى نشته او له دې جهان نه پرته بل جهان نشته نو اخلاق ، اخلاقي اوصول او ارزښتونه استعلايي نشي کيدلى ، نشي کيداى چې له بهره دې موږ ته راغلي وي ، ځکه چې له دې جهانه پرته بل جهان يا بله مرجع نشته ، نو خامخه د بشر لاسته راوړنې دي .



د غلامانو اخلاق چې موږ يې خوار بولو له اسمان څخه موږ ته نه دي نازل شوي ، همدا اخلاق د هغو لپاره چې په ګټه يې و موږ ته را چوكاټي کړي دي .

ډېر اسانه پوهيدلى شو چې هغو ولې غوښتل  دا اخلاق په موږ ومني ، نو کله چې په دې وپوهېدو چې د ارزښتونو واګي د انسان په لاس کې دي او انسان يې رامنځته کوي ، نو بايد داسې ارزښتونه رامنځته کړو چې موږ ته ډېر ګټور وي. نيچه وايي په اروپايي تمدن کې دوه لوى مضر شيان مسيحت او الکل يعنې شراب دي. 

نيچه غذايي ريژم ته په کمه سترګه نه کتل ، بلکې دا فکر يې د فلسفې زړه ته نفوذ کوي ، نيچه وايي ، هيڅکله شراب مهڅکئ!.

نيچه لکه څنګه چې د مسيحت دښمن و ،او کرکه يې  ترې لرله همداسې له شرابو سره هم و، د نيچه په قول دواړه غم او درد بې حسه کوي، موږ  ته خيالي ډاډ راکوي چې هرڅه په لار کې دي هرڅه به سم کيږي ، کله چې موږ وغواړو چې ښه او بهتره ژوند ولرو دا دواړه موږ  د ښه ژوند د تېرولو له ارادې خالي او لرې کوي . دى وايې د شرابو څو غوړپه د رضايتي احساس له ځان سره لري ، چې د ښه ژوند د تېرولو لپاره د لازمو ګامونو د ټکني کيدو لامل ګرځي.نيچه دا درک کړي و چې د ارزښتمنو کارونو ترسره کول  په واقعي توګه له درده خالي نه وي نيچه ليکي ؛ تاسو اسوده خلک ، څومره کم د انسان په ښادئ پوهيږئ ، بل ځاى ليکي ، له خطرونو سره ژوند وکړه ، دا ديو بريالي ژوند راز ده داچې د نيچه اورمن څه صفات لري دا به په نورو برخو کې روښانه کړو. نيچه


 د مسيحت اخلاق غلامۍ راوړنکي اخلاق بولي 

نيچه حس کړې و چې څنګه مسيحت درد بې حسه کوي


د نيچه په باور د مسيحت ايمان د کاذب او دروغجن سکون لامل ګرځي .نيچه چې کله د مسحت دين نقدوي نو نيچه ددين دې خاليګاه ته پام ده او وايي دا خاليګاه به فرهنګ ډکوي له فرهنګ مقصد فلسفه ،هنر ده، دى وايي چې فرهنګ بايد دمقدس کتاب ځاى ناستى شي، نو داچې د نيچه نظر د هنر په اړ څه ده؟ او څنګه کولى شي ددين ځاى ډک کړي ، او د نيچه هنر کوم ډول هنر ده ؟ دا به په بله ليکنه کې پرې وغږيږو

په دې ليکنه کې له لاندې اثارو څخه استفاده کړې 

دجال د نيچه اثار 

د براين مګي اثار 

د سايمون کريچلي اثار 

اين است نيچه اثار

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso