Friends Of Democracy In Afghanistan Formed. Restore Democracy Movement.
یو شمېر افغانانو په جلا وطنۍ کې د «جمهوري غوښتونکي» په نوم حرکت پیلېدو خبر ورکړ
دغه غورځنګ چې مشري یې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل کوي تیره ورځ یې د موجودیت اعلان وکړ
ښاغلي میاخېل نن دوشنبه جولای ۲۵ (زمري درېیمه) پخپل پیغام کې ویلي چې یاد حرکت په بهر او افغانستان کې له یو شمېر افغانانو سره اړیکې نیولي دي
هغه زیاته کړې: "د دغه ملي حرکت اهداف ډیر مشخص دي، په افغانستان کې ولسواکي غواړي. افغانستان باید اساسي قانون ولري چې د ټولو اتباعو سیاسي او مدني حقوق پکې خوندي وي."
شاه محمود میاخيل د یاد حرکت په مرام نامه کې همدارنګه ویلي چې دې سره به افغانستان کې د اساسي قانون له احکامو سره سم د یوه جمهوري ولسواک دولت ټاکلو ته لار هواره شي، ملي بیرغ او ټول ملي ارزښتونه به بېرته احیا شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري نظام د ۲۰۲۱ کالد اګست میاشتې پر ۱۵مه سقوط شو او ځای یې د طالبانو اسلامي امارت ونیوی
Friends Of Democracy In Afghanistan Formed. Restore Democracy Movement. Ex Defence Minister Shah Mehmood Miankhel Announced To Form Movement To Restore Democracy. Pashto Times |
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.