Skip to main content

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di

Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di Explained.


د غنی لټون

لیک    -          محمد یوسف بونېرې 

                  مقیم کولالمپور ملایشیا 

                            دعا 

سترګو د جانان کښې زما ښکلی جهانونه دی 

وا دې  خله  دنیا  زه  وږے ستا د دنيا نه يم 

تشریح 

           غنی خان په دې نظم کښې انسان ته د دعا د غوښتلو هنر او هدف تعلیموی او الله ته لاس په دعا دې او وائی ورته چې اې زما جانانه !!،خلق په دعا کښې ستا نه هر هغه څه غواړی کوم چې د دې دنیا او د هغې دنیا سره متعلق دی  یعنی دنیا او جنت .. خو زما د پاره دا جهانونه هیڅ حېثیت او اهمیت نه لری ولې چې زما په نیز ستا مینه د هر څه نه زیاته قیمتی ده او زه غواړم چې ته ما ته د مینې په سترګو کتل شروع کړې او ته بنده ته هله د مینې په نظر کاته کوې کله چې بنده د خپلو خواهشاتو حصارونه مات کړی او راوئې غورځوی کومې ته چې د دنیا مینه وائیل شی نو اې زما ربه ستا د مینې په خاطر ما دنیا د زړه نه او د لاسونو نه اوغورځوله ولې چې زه ستا د مینې وږې یم او ستا د دنیا وږې نه یم 


ګوره د فقیر کچکول کښې تاج د سکندر دے پروت 

زه  يم  د  سخيانو  ، د  شومانو  ګدا   نه یم

تشریح 

          غنی خان په دې دویم  بند کښې مخلوق ته د بادشاه د جوړېدو  فارموله ښائی او وائی چې که بادشاهی غواړئ نو فقیری اختیار کړئ لکه رحمان بابا چې وائی 

          بادشاهی   د   ګدایانو    په     دعا   شی 

         زه رحمان هله بادشاه شوم چې ګدا شوم 

یعنې حقیقی بادشاهی خو د دنیا د غم نه خلاصې دې او د دنیا د غم نه الله هغه انسان په امان ساتی څوک چې د الله په مینه کښې دنیا پریږدی 

         او زه د سخیانو نه غوښتل کوم او سخی هم ته ئې اې زما ربه که ستا په مقابله کښې د دنیا واکداران  هرڅومره انسان ته مالداران په نظر راځی خو ولې په حقیقی معنو کښې دوئ شومان وی او د شومانو نه زه چړ نه غواړم ولې چې د شوم نه د څه څیز طمع لرل لوئ حماقت وی 

 

 زه ئې په غرور درنه د مينې په نوم غواړم

زه  ملنګ  بې نیازه ستا د وير واوېلا نه یم 

تشریح 

         غنی خان په دې دریم بند کښې مخلوق ته په الله باندې خپل ناز ښائی او وائی چې ځه ستا نه ستا مینه د خپلې مینې په غرور یعنې په وسیله غواړم ولې چې هرکله زما ستا سره بې کچه او بې لالچه مینه ده نو ته به هم زما د مینې په ځواب کښې ما له مینه راکوې او زه په تا مئین یم او مئین د محبوب نه فقط زړه ځکه غواړی چې ده ورله زړه ورکړې وی غنی خان د الله نه مینه د مینې په زور غواړی خو په ویر او واوېلا  نه  ولې چې غنی خان په دې ایت یقین لری چې والله علیم بذات الصدور یعنې الله د پټو  زړونو د معاملاتو نه هم خبر دې او په زړه کښې غنی خان فقط الله له ځائ ورکړې دې او د عاشق د پاره هم دغه خلوص او اخلاص د معشوق سره د بلا تکلفئ سبب جوړ شی 


 یو د سپوږمۍ څاڅکے درنه ټيک له د يار غواړم 

زه یم د خالونو ، د لالونو ګدا نه یم 

تشریح 

          غنی خان په دې څلورم بند کښې د کائیناتو حسن ته اشاره کوی د کوم په لیدو چې د عاشق زړه لمحه په لمحه د الله د مینې نه نوی نوی خوندونه اخلی کوم چې د قرب الهی بنیادی پوړئ دی مقصد دا دې چې غنی خان الله ته دا خواست کوی چې په کائیناتو کښې مې د غور فکر او تدبر کولو نه  مه محروموه ولې چې  په  مخلوق غور فکر او تدبر زما د زړه تورې تارخانې رڼا کیږی او هم دا صلاحیت درنه تر مرګه پورې غواړم د دوئ په کتلو به زه خلقو ته ستا ستائینه کوم ځکه چې په ما فرض هم ستا ستائینه ده ستا تعریف کول دی او دا هله ممکن کېدې شی کله چې زما په زړه کښې د حسن پرستئ ماده موجوده وی خو دا حسن پرستی ستا د معرفت د پاره غواړم چې تا اووپېژنم او تا اوومومم او د دغې غرض په حاطر زه دا چغې وهم چې زه غیرالله نه غواړم یعنې د لالونو ګدا نه یم الغزض د کائیناتو حسن ستا  د حسن او د ښایست د شان سندرې وائی څومره چې په کائیناتو کښې ښایست خوریږی دومره به زه ستا مینه د ستا د بندیګانو په زړونو کښې په اسانه کرلې شم .. هم دغې ته غنی خان د یار ټیک وائی  


هغه مستی غواړم چې ئې مرګ نه شی وژلے 

زه دې د غمونو د بېگا او سبا نه یم  

تشریح 

          غنی خان په دې پنځم بند کښې خپله  مدعا مکرر کوی چې یا ربه ! زه ستا د مینې هغه لامحدوده دولت غواړم په کوم چې د مرګ ډاکو هم ډاکه نه شی غورځولې او کوم چې د دنیا او اخرت یو غاصب هم زما نه غصب کولې نه شی او  په اصلی معنو کښې د الله حقیقی او دایمی مینه د انسان د پاره  هغه مستی وی چې مرګ ئې هم وژلې نه شی او د دې برعکس د  الله د غېر مینه د سبا او بېګا غمونه دی بس څوک چې هم د مخلوق په فریبی مینه کښې مبتلا وی نو چرې ئې هم زړه له غمونو نه خالی کیږی نه .. 


او تشه دنیاګئ که دی بخښی نو اے امیره !

ستا شوه ستا دنیا زه وږې سنا د دنیا نه یم 

تشریح 

          غنی خان د دعا په اختتام کښې هم د دنیا نه د بې زارئ اظهار کوی او وائی چې اې زما جانانه ! که چرې ته په ما تش د دنیا پیرزؤنه کوې نو دغه خاطر دې د ځان سره جمع کړه ولې چې زما بې ستا نه دنیا هډو هم نه ده پکار لکه چې يو شاعر وائی 

          د زړګی کور مې سوې سکور ښه دې 

          چې بې له تا شی پکښې اور ښه دې  

یعنی په دنیا کښې ستا لټون زما لویه سرمایه ده او چې دغه نه وی نو دنیا دې د ځان سره سنبال کړه زما نه ده پکار




Ghani Khan Baba Nazam. Stargo Da Janan Ki Zama Khkuli Jehanona Di. Pashto Nazam Ghani Khan. Stargo Da Janan Ki Zama. Singers Shakila Naaz, Sardar Ali Takkar, Gulzar Alam. Pashto Times Pashto Love Ghazal Poetry.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso