Skip to main content

Hamza Baba VS Jaffar Achakzai. Man And God By Muhammad Jaffar Achakzai

Hamza Baba VS Jaffar Achakzai. Man And God By Muhammad Jaffar Achakzai. Pashto Book God And Man.


"محمد جعفر اڅکزی"

                               ۱۰/۸/۷۶



حمزه صېب پۀ خپل اخري خط کښې زما د یو سوال پۀ جواب کښې لیکي "چې پۀ دنیا انسانان نۀ وے,  امن و امان او قلاره قلاري به وے "

دلته سوال پېدا کیږي,  چې څنګه امن؟ د چا دپاره امن؟ 

د امن و امان, نیکي او بدي,  ښۀ او بد دا هر څۀ تعبیرونه چې د انسانانو دپاره او د انسانانو پۀ حقله کیږي, انسانان ئې کوي.  نۀ چې یو بل مخلوق.  بیا چې انسانان نۀ وے نو هیڅ به نۀ وو. هیڅ به نه وے لکه د سپوږمۍ داسې حالت به وے؟  د سپوږمۍ و دنیا ته د امن امان دنیا وئېل به کوم انسان تسلیم کړي


حمزه صېب یو بل ځاے د کشش ثقل پۀ مثال زما دعوی رد کړې ده.  حال دا چې دۀ پۀ خپل وجود او شهود نومې کتاب کښې چې ما تر زېر نظر مباحثې وروستو ولوست,  د کشش ثقل دعوی څخه انکار کړے دے. 


زۀ ددۀ پۀ انکار اعتراض نۀ کوم.  هر انسان د خپل رائے د اظهار حق لري.  البته دا ضرور وایم چې یو ځاے د یو شي حقیقت څخه انکار کول او بیا بل ځاے هم هغه حقیقت پۀ طور دلیل وړاندې کول د ذهني تضاد واضح دلیل دے.  چې وجود او شهود نومې کتاب ددې دلیل ښکاره ثبوت دے


زۀ خپله دا دعوی بیا تکراروم.  چې مسلمان عالم د عمر پۀ اخري دور کښې همېشه د علم پۀ مقابله کښې د عقیدې څخه شکست خوړلے دے.  زېر نظر مباحثه کښې حمزه صېب د خپل ټول علمي محصولاتو پۀ نتیجه کښې د وجود پۀ لحاظ بالاخر هغه خداے تسلیم کړے دے کوم چې د عقیدې پۀ بنیاد هر عام انسان او مسلمان مني.  او بیا د خپل دې علمي شکست او طبعي معذورۍ پرده پوشي پۀ دې ډول الفاظو کوي چې " ما او خداے سره پېدا کړه زما ذهن اوس د اضداد نه پاک دے" 


خالانکه کوم شے چې حاصل شي د هغې اهمیت ختم شي او خداے یقینا دومره کوشنے ذات نۀ دے چې پۀ دومره اسانۍ د هغۀ اصلیت معلوم شي.  انسان چې تر څو خپل خپل ځان نه وي پېژندلے, د خداے د وجود هر تصور به ئې غلط وي


علم وعقیده دوه بیل شیان دي عقیده د مذهب سره او علم د عقل سره تعلق لري. مذهب بې عقیدې او علم بغېر له عقل داسې دے لکه بې مغزه بادام


علم وعقل مترقي او مذهب وعقیده غېر مترقی شیان دي.  مذهب وعقیده لکه څنګه چې پخوا وو هم هغه شان اوس دي. ختم به شي مګر ترقي به ونۀ کړي. مګر علم وعقل نه د پخوا پۀ شان اوس دي او نه به د اوس پۀ شان بیا وي. 

حمزه صېب د خپل هر قسمه علمي تحصیلاتو باوجود د پیر مرید دے.  دا عقیده ده,  کۀ پیرۍ او مریدۍ د علم سره تعلق لرلے نو سارتر, نیتشے یا داسې ټول ماده پرست عالمانو به ډېر د وخته لا دا مختصره او موثره لار اختیار کړے وے. 

د روژه ماتي دپاره پۀ لحاظ د صحت او توانایۍ د پخوا پۀ مقابله کښې نن سبا ډېر شیرین, خوش ذائقه او مقوي روژه ماتونه ایجاد شوي, یا دریافت شوي دي. خو مونږ بیا هم روژه پۀ خرما ماتولو ته ترجیح ورکوو.  پۀ دې چې دا زمونږ عقیده ده.  چې روژه پۀ خرما ماتول سنت هم دے او ثواب هم


مختصر دا چې پۀ پټو سترګو تلل عقیده ده او پۀ روڼو سترګو تلل علم, فرق ظاهر دے


د علم وعقیدې پۀ تفصیل کښې زۀ پۀ دې لاړم.چې زما او د حمزه تر مابېن د خداے د وجود پۀ نظریه کښې بنیادي اختلاف هم دغه ټکے دے.  چې دے علم وعقیده یو شے ګڼي او زۀ دا دوه بېل بېل شیان. 

هیله کوم چې لوستوال به د خداے د وجود پۀ حقله د علم وعقیدې تر مابېن د فرق پة حقیقت ځان پوهولو باید حقائق وسنجوي. کوم چې د عقائدو پۀ محور ګرځي. هغۀ ته به دا مباحثه یقینا عجیبه غوندې ښکاره شي خو کۀ د عقائدو د قېد څخه یوه شېبه ذهن ازاد کړے شي او عقلا ورته ځېر شي. نو باور لرم چې د پښتو پۀ ټریچر کښې به دا مباحثه چې د نوعیت پۀ لحاظ اولینه مباحثه ده. پۀ علمي لحاظ د یو نوي باب اضافه وکړي. 


                                                     انسان او خداے"

                      مباحثین:  حمزه شینواري, جعفر اڅکزے




Hamza Baba VS Jaffar Achakzai. Man And God By Muhammad Jaffar Achakzai. Pashto Book God And Man. Existence Of God. Khudai Aw Insan. Insan Aw Khudai By Muhammad Jaffar Achakzai. Pashto Book Insan Aw Khuday. Pashto info

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso