How China Made Sri Lanka Collapsed Economically. Pashto Info
لاندې لیکنه مې تیر کال لیکلې وه. د سریلانکا د تازه پيښو په وجه یې بیا خپروم
Ajmal Stankze
توجوو
زه چین ته د لویو پروژو ورکولو یا ورسره ډیر اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم.
چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې.
همدارنګه چین چې چیرته پروژې جوړوي خپل چینايي کارګر ورلیږي (افغانستان کې مو ولیدل). پدې چل ډیری سرمایه بیرته خپل هیواد ته لیږي. خو غربي کمپنۍ که درنه څه پټ کړي نو ان د غرب په محکمو کې یې حاضرولای شې خو چینایانو چې یو ځل درنه څه یوړل بیا یې ترینه راویستل ناممکن دي.
امریکا یا غرب که هر څه وو بیا یې هم طبیعت د خانانو وو او دومره د پیسو قیصه کې نه وو. د چین مثال د هغه بخیل دی چې نوی مالدار شوی وي خو بیا هم د یوې یوې حساب درسره کوي. دغه تیرو شلو کلونو کې چې امریکا څومره مصرف وکړ افغانستان پکې هیڅ قرضدار نشو او لا هم لس ملیارده ډالر سرمایه لري. خو که چین د دې پنځه سلنه مصرف هم درباندې وکړي نو افغانستان به یې دومره قرضدار شي چې مجبوراً به ټول معدنیات چینایانو ته ورکړي چې استخراج یې کړي. چین همدا غواړي چې افغانستان ته قرض ورکړي او افغانستان ونه توانیږي چې دا قرض بیرته چین ته ورکړي تر څو د خپلې خوښې معدنیات په بیخي ارزانه بیه یوسي. د چین دې چل ته د ((په قرض کې رانیولو)) پالیسي وايي. یعنې یو هیواد په قرض کې داسې راونیسه چې بیرته قرض درنکړای شي او په بدل کې یې د هیواد منابع ترینه زبیښه.
دا اوس ۴۲ غریب هیوادونه د چین قرضداري دي او بیرته یې قرض نشي ورکولای. چین یې په بدل کې له دغه هر هیواده یو څه رانیولي. پاکستان یې هم څه کم ۲۵ ملیارده ډالر قرضدار دی. د دې قرض په بدل کې چین د خپل تجارت لپاره د پاکستان خاوره او د ګوادر بندر استعمالوي چې اروپا او منځني ختیځ ته یې د چین لاره ډیره لنډه کړې
د چین یو غټ تخنیک دا دی چې تا ته په قرضو شیان جوړوي. مثلاً له کنړه تر هراته درته پوخ سرک په قرضو جوړوي. خو که قرض یې ورنکړای شې بیا لدې سرکه د خپل تجارت لپاره مفته ګټه اخلي سره لدې چې قرض یې هم نه کمیږي. که په سرک له موټرو حق العبور هم اخلي د دوی کیږي او افغانستان یې ترینه نشي اخیستلای. پدې چل یې هم پیسې درباندې قرض پاتې وي او هم دې له خاورې تر هغه مفته ګټه اخلي تر څو یې چې قرض له سود سره بیرته ورنکړې. په افریقا کې یې ډیر بندرونه جوړ کړي چې اوس یې پخپل کنټرول کې دي او ګټه یې هم چین ته ځي. ځایي خلکو ته هیڅ هم نه دي رسیدلي
چین دا اوس له نړیوال بانک، ای ایم ایف او نورو ډیر قرضونه ورکړي او دا قرضونه هم هغه غریبو او کمزورو هیوادو ته ورکوي چې بیرته یې نشي ورکولای.
له چینه وډار شئ کنه د کورو لوښي به مو هم درنه یوسي. له چین سره تجارت وکړئ خو افغانستان کې لویې پروژې مه ورکوئ او مه ترینه قرض اخلئ.
چین سريلانکا ته په داسې ځای کې یوه بندرګاه جوړه کړه چې څیړنو ښودلې وه چې دغه ځای بندرګاه جوړول ګټه نه کوي. د دغې بندرګاه لپاره سریلانکا له نورو هیوادو او ادارو قرض وغوښت خو هغوی د دغو څیړنو په اساس وکتل چې دغلته بندرګاه جوړل ګټه نلري نو قرض یې ورنکړ. برعکس چین قرض ورکړ او د خپلو کارګرو او دولتي کمپینو په مټ یې دغه بندرګاه سریلانکا ته جوړه کړه. خو دغه بندرګاه دومره ناکامه وه چې په ۲۰۱۲ کال کې ورته یوازې ۳۴ کشتۍ راغلې حال دا چې له دغه سیمې د کال لسګونه زره کښتۍ تیریدې.
چین پوهیده چې دا ناکامه بندرګاه ده خو بیا یې هم دا کار وکړ تر څو سریلانکا په قرض کې راګیر کړي. د بندرګاه جوړولو په وخت کې چې کله سریلانکا کې ټاکنې کیدې نو چینایانو د بندرګاه جوړولو یو شمیر پیسې هغو سیاستوالو ته ورکولې کومو چې د چین هر ډول شرطو ته غاړه کیښوده.
دا بندرګاه دومره ناکامه وه چې سریلانکا ترینه هیڅ ګټه نشوای کولای او نه یې چین ته د پور میاشتنۍ پیسې ورکولای شوای. اخر سریلانکا مجبوره شوه چې بندرګاه سره له شاوخوا ۳۰۰۰۰ جریبه ځمکې چین ته د ۹۹ کالو د مدت لپاره ورکړي. اوس دغه سیمه د چین برخه ده او د سریلانکا حکومت پکې هیڅ اختیار نلري. سریلانکا نه ګټه وکړه او نه یې هم بندرګاه خپله شوه برعکس د هیواد یوه برخه یې چین ته د ۹۹ کالو لپاره ورکړه. چین غریب هیوادونه دغسې رانیسي. داسې پروژې درته جوړوي چې ګټه به ترینه نشې اخیستلای خو قرضدار به یې. داسې قرض درکوي چې ته یې بیرته نشې ورکولای او مجبور یې خبرې ورسره وکړې چې لږ راښه شي. خو چاته هم چې چین لږ ښه شوی هغه ته یې داسې شرطونه ایښي چې هغه یې لا ډیر قرض کې ډوب کړی.
د سریلانکا استخباراتي مامورین وايي چې چین پوهیده چې دغلته بندرګاه جوړول ګټه نه کوي خو بیا یې هم دا کار وکړ ځکه دغه ځای ستراتیژیک اهمیت لري او د جګړې په وخت کې یې ښه استعمالولای شي
زه ډاریږم چې ټالیب مونږ له چین سره په دغسې کوم غضب ککړ نکړي. د ټالیب د مور میړه پاکستان خو هسې هم د چین ډمه ده، دا چې پاکستان نن ورځ د افغانستان اختیار لري هسې نه چې خپل ناجایز اولاد ټالیب ته ووايي چې چین سره تړونونه لاسلیک کړي
جان اډم ویلي چې هیوادونه د تورې او قرض په مټ غلامیدای شي. نن ورځ چین د قرض په مټ هیوادونه غلاموي. که افغانان احتیاط ونکړي نو د چین په تړونو کې به د افغانستان ډیره خاوره بایلي. چین بیا په زور هم نشې شړلای او نه هم چین د نړیوالو قوانینو په غم کې دی. دا اوس یې هم خپل تر یو میلون ډیر مسلمانان بندیان کړي خو څوک څه نشي ورته ویلای. که تا کې یو میلون ووژني هم خپلو ګټو څخه نه تیریږي.
د غریبو هیوادو مشران هسې هم تر ډیره خاینان وي او تر هیواده د ځان غم کې ډیر وي. غرب پلوو افغان مشرانو خو له چین څخه وساتلئ اوس ګورو چې پاکستانۍ ملیشه مو چین څخه ساتلای شي که نه
How China Made Sri Lanka Collapsed Economically. How Sri Lanka Failed As A State? Pashto Info about Sri Lanka. Sri Lanka And China Trade. |
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.