Jamdar, Jhalandar, Pashto Word Jamdar, Jalandar Meanings And Explanation.
جمدر څه ته وایی؟
جالندر څه ته وایی؟
ټېک مې دړې وړې باڼه دجلندر دېنه
سرې سترګې خمارې دا چارې د زرګر دېنه
اصل کښې دا سندره غازي سيال صېب ليکلې وه
ټيک دې دړې وړې باڼهُ دې د جمدر دينه
جمدر د غنمو فصل کښې ولاړ هاغه د وښو بوټي ته وائي د کوم بوټي چې بمبل لشې لشې وي ، نو هاغه لشه د باڼهُ سره تشبيه کړې ده ، هنر مند پهُ سندره کښې دغه ټکے غلط وئيلے دے ، د جمدر پهُ ځاےُ ئې جلندر وئيلے دے
Jamdar, Jhalandar, Pashto Word Jamdar, Jalandar Meanings And Explanation.
جلندهر د هندوستان د ېو ښار نوم دې البته په ېو ځاې نېم کښې د سترګو د بنړو دپاره هم استعمال شوې دې
په دغه مشهوره سندره کښې دا جالندر نۀ دے جمدر دے....او جمدر غشي ته وئي
غالبا دا خوشحال بابا شعر څۀ داسې دے
مرګه هومره مهلت راکړه په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وینو سور کړم
یوه ګیاه ته هم جمدر وائي چې اصل کښې جودر دے
Jamdar, Jhalandar, Pashto Word Jamdar, Jalandar Meanings And Explanation.
جالندهر دا پۀ هندوستان کښې د یوې علاقې نوم دے زمونږ وطن کرمه کښې هم یوه علاقه شته چې جالندهر نوم یې ده
جلندر د اردو ژبې تورې دې معنا لری د تندې بیماری
جلندر معنا ( تيره) لکه ده چاړي څوکه لکه ده غشی څوکه او يا باړو ته هم ويلای سي
Jamdar, Jhalandar, Pashto Word Jamdar, Jalandar Meanings And Explanation.
دا لفظ جلندر نه دی اصل لفظ جمدر دي او جمدر ده توري او نيزي پشان دجنګ يو اوزار دی.
دا ټکئ ..جالندر ..دئ په تیره زمانه کې د غشی لنډ ېا وړوکی قسم ته ويلئ شو .. اوس خو غشی شته نه نو شاعران ئې د یار د بنړو د پاره استعمالوي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.