Skip to main content

James Webb Space Telescope and Muslim World.

James Webb Space Telescope First Send Image Webbs called SMACS 0723 and Muslim World. Pashto Science Info


By Abdul Ghaffor Lewal.

پر ساینس و فیزیک ولاړې نړۍ تشیال ته (جېمز وېب) نومی تیلیسکوب استولی، چې دا دی د کائناتو په زړه پورې عکسونه رالېږي او خلک ورته حیران دي


ګڼ کسان لګیا دي، ساینسپاله نړۍ زموږ له شاتګپالو باورونه سره پرتله کوي او د افسوس لاسونه سره موښي


ستونزه د ایډیولوژیک تحجر ده. موږ ته دا باور راکړل شوی دی، چې هرڅه باید هماغسې وي لکه زموږ د نیکونو د نیکونو د نیکونو په زمانه کې چې وو. که یوه خبره نوې شوه، نو بدعت دی، کفر دی.


له مسواکه غرض د غاښونو پاکي نه، بلکې پخپله مسواک دی، ځکه خو برس او د غاښو کریم، چې غاښونه لا ښه پاکوي بدعت او کفر ګڼل کیږي


هغوی، چې وايي اسلامي نړۍ پخوا لوی لوی عالمان پاللي، ریښتیا نه وايي، ځکه هغه لوی لوی پوهان چې د تصادف له مخې په اسلامي نړۍ کې زېږېدلي و، هم د متحجرو او شاتګپالو زهادو له لاسه تباه او برباد شوي دي، تقریباً داسې لوی دانشمند نه شته، چې تکفیر شوی دې نه وي


څو بېلګې یې وګورئ



د بلخ نابغه ابن سینا ټول عمر د وچو متعصبو زاهدانو د تکفیر له لاسه په تېښته و او په همدې تېښته کې ومړ،  شیخ الرئیس ته منسوبه دغه رباعي ښه په غور ولولئ:



کفر چو منی گزاف و آسان نبود

محکمتر از ایمان من ایمان نبود

در دهر چو من یکی و آن هم کافر

پس در همه دهر یک مسلمان نبود


 د اشراقي فیلوسوفي لوی او پیاوړی فیلوسوف شیخ شهاب الدین سهروردی یې تکفیر او بیا یې د خپل کلک ملګري ملک طاهر ( د صلاح الدین ایوبي زوی) زړه ورڅخه تور کړ، طاهر له مجبوریته شیخ اول زنداني او بیا وواژه (۵۸۷هجري).  شیخ د شهادت پرمهال ۳۸ کلن و او تر همدې عمره یې هم پنځوس کتابونه کښلي و، چې د اشراق فیلوسوفي، عرفان و ان ارواپوهنې په برخه کې کم سیاله آثار دي


 دویم ښوونکی او د ارستو د مابعد الطبیعه نړیوال مفسر ابونصر فارابی یې تکفیر کړ او د هغه د الحاد د ثابتولو لپاره  تهافت الفلاسفه ولیکل شو



د نور د فیزیک، ریاضي، موسیقي او منطق لوی عالم ابویوسف یعقوب بن اسحاق الکندی ( ابوالحکما) یې وګواښه او د خپلو شاګردانو په لاس یې پرلپسې وویراوه، دومره چې خپلې لیکلې څو علمي رسالې یې په اور کې وسیزلې... 


لوی فیلوسوف، طبیب، کیمیا پوه ابوبکر محمد بن زکریای رازی د ګوګړو(سولفوریک اسید)، الکولو او سپینو تیلو کاشف یې، چې نظریات یې په کیهان پېژندنه کې هم معتبر ول،  ملحد او له نبوت څخه منکر وګاڼه د هغه د الحاد د تثبیت لپاره (اعلام النبوة) وکښل شو، ابن قیم الجوزیه د رازي  د نظریاتو د ابطال لپاره دی په چټیاتو سر د هوا و هوس غلام وګاڼه، تر دې بریده چې رازی مجبور شو د خپلې مسلمانۍ د اثبات لپاره په خپل مهم کتاب (الحاوي) کې ګڼ ځله ټينګار وکړي، چې کلک مسلمان دی. د رازي آثار پېړۍ پېړۍ سانسورېدل او ښايي لویه برخه یې د همدې سانسو له امله د تل لپاره ورک شول



عین القضات همدانی یې په ۳۳ کلنۍ کې تکفیر او په دار رازوړند کړ(۵۲۵ قمری


ان د ابن عربی ( ابوعبدالله مد بن علی الاندلسی المرسی الدماشقی محیی الدین) په شان وحدت الوجودی عارف او فیلوسوف یې هم تکفیر کړ او که د فخر رازی او حموی په شان روښانه دیني علماو ملاتړ نه وای، حکم کېده، چې د ابن عربي ټول آثار هرځای چې وموندل شي، باید وسیزل شي. 

دا کیسه همداسې راروانه ده او تر نن پورې را اوږدیږي



فیزیک، ریاضیات، کیمیا او نور طبیعي علوم سخت دي، هغوی یې چې زده کولای نه شي کرکه ترې کوي. په تاریخ کې ډېر ځله همدغه کرکه د تکفیر په بڼه راخوټېدلې ده او وګړي څه، چې ټولنې و ملتونه یې له پرمختګ و انساني ژونده بې برخې کړي دي



هغه ولسونه، چې د (جېمز وېب) تیلیسکوب په زمانه کې دا شاربي، چې د نجونو زدکړه کفر ده که نه؟ خامخا هر هغه څوک، چې دوی غوندې فکر نه کوي، کافر ګڼي


Tags And Keywords.

James Webb Space Telescope First Send Image Webbs called SMACS 0723 and Muslim World. Pashto Science Info.

Muslim Scientists And James Webb Space Telescope Program By NASA.

Science, Islam And Space Program, Pashto Info Blog about James Webb Space Telescope. 

James Webb Telescope Program Explained In Pashto. 

Pashto Info Article About James Web Space Telescope. 

Image Send By JWST explained In Pashto. Pashto Pedia Pashto Science Blogs.



By Abdul Ghaffor Lewal.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso