Khattak Pashtun Tribes, Mughal Rulers And Yousafzai. Pashto History by Abdul Bari Jehani. Pashto Research Thesis On Khushal And Mughal Rulers. Pashto Pedia
«د خټکو قبیله او مغول»
***
هغه وخت چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خټکو د قبیلی نوم اخیستل کیږی، یوسفزیو او ځینو نورو پښتني قبایلو د مغول پاچا جلال الدین اکبر په مقابل کی بیرغ پورته کړی وو او د خټکو قبیلی په تیره بیا د "تري" څانگه چی د خوشال خان پلار او نیکونو هم اړه په درلوده، د مغولو په خدمت کې ودریده او د اټک د قلا پر پوری غاړه باندی یې د لارو ساتلو او د حکومتی او تجارتی کاروانونو د حفاظت ذمه ورته ووهله.
مغول پاچا په بدل کې د اټک څخه تر نوښاره پورې ټولې ځمکي د خټکو د تري څانگې مشر، ملک اکوړي ته په جاگیر ورکړی او راهداري یا د لاري د مالیاتو د ټولولو امتیاز یی هم دغی قبیلی ته ورکړ. دا هغه زمانه وه چی د پښتنو لوی قبایل د خپلو سیمو د ساتلو او د نورو قبیلو د مځکو د لاندي کولو او مالونو تر لاسه کولو او بدل اخیستلو دپاره په خپلو کی په جگړو کی لگیا وه.
د خټکو قبیله نه یوازي د یوسفزیو او بنگښو په شان لویو قبایلو سره په جگړه لگیا وه، بلکه د خټکو د قبیلی د "تري او بولاق" لوی او مهمي څانگی هم په خپلو کی په داخلي جنگونو لگیا وی. په دغو جنگونو کی په لسگونو او کله په سلگونو جنگی میړونه پریوتل او پښتنو قبایلو د یوه بل کلي سوځول او چورول.
د جلال الدین اکبر د زمانی څخه مخکی د خټکو د قبیلی په باره کی چنداني معلومات نسته، خو د یوه ځایه څخه بل ځای ته د کوچیدلو او کوچول کیدلو څخه یی ښکاري چی د هغه وخت د زورورو پښتني قبیلو: یوسفزیو، وزیرو، بنگښو او اورکزیو په مقابل کی ډیر کمزوري دي او د خپلو سرحداتو او مځکو څخه چنداني د دفاع کولو توان نه لری. کله چی د جلال الدین اکبر ناسکه ورور میرزاحکیم، چی د کابل صوبه دار وو، د ډهلی د تخت د نیولو په غرض له کابل څخه را وخوځیدی او لاهور یی ونیوی، نو اکبر د هغه سره د مقابلی او هغه ته د سزا ورکولو دپاره روان سو. میرزا حکیم سمدستی لاهور خوشی کړ او بیرته کابل ته پر شا سو.
اکبر پاچا په دغه کال د اباسین پر غاړه د اټک قلا جوړه کړه. اکبر په دغه سیمه کی د څه مودی دپاره پاته سو او په دغه وخت کی د خوشال خان ورنیکه ملک اکوړی، چی دخوشال خان په قول یی د خپلو زړه ورو سپرو په مرسته د مغولو د تجارتی کاروانونو امنیت خراب کړی وو، په ورین تندي ومانه او هغه ته یی له اټک څخه تر نوښاره پوری د لارو امنیت وسپاره.
جلال الدین اکبر ملک اکوړي ته د لویی لاری د ساتلو د خدمت په بدل کی د خیر اباد څخه تر نوښار پوری مځکی په جاگیر کی ورکړی. اکبر دغه راز د بټني، موسی دره، جلوزي او سپین خاک د ټولو سیمو مالیات هغه ته ورکړل او د دی ترڅنگ یی د هغو کښتیو څخه د پیسو اخیستلو، یا په اصطلاح راهداري اخیستلو امتیاز هم ورکړ چی د اټک له قلا سره د سیند له اوبو څخه پوری وتلی.
ملک اکوړی د خټکو د بولاق د څانګې سره په جنگ کی ووژل سو. د هغه زوی یحیی خان او د یحیی خان زوی عالم خان د خټکو د حسن خیلو د څانگی د څینیو د ټبر سره، چی د یحیی خان تربرونه وه، په جنگ کی ووژل سو. د یحیی خان بل زوی شهباز خان، چی د خوشال خان خټک پلار وو، د خپل پلار او ورور د وینو د بدل اخیستلو په منظور د څینیو پر کلیو باندی حمله وکړه. ډیر کسان یی قتل کړل او د څینیو ډیر کلي یی وسوځول.
مغولي پاچاهانو د یوسفزیو مځکی هم خټکو ته په جاگیر کی ورکړي وی. د دوی مطلب دا وو چی هم یوسفزي، چی د مغولو دولت تل ستونزي ورسره درلودلی، کمزوري کړي او د مځکو او مال اختیار یی د خټکو قبیلی ته وسپاري او هم د خټکو او یوسفزیو ترمنځ جنگونه او دښمني ابدی کړي. په دی صورت کی به خټک چی د نفوس او مالي قوت له مخی تر یوسفزیو ډیر کمزوري وه، د خپلو جاگیرونو او خپل قوم څخه د دفاع دپاره تل د مغولو پر دولت باندی د تکیی کولو ته مجبور وی. په دی سلسله کی د خوشال خان پلار شهباز خان د شاه جهان د پاچاهۍ دیارلسم کال وو، د یوسفزیو د اکازیو پر څانګې باندی یرغل وکړ. ددی حملی علت دا وو چی د اکازیو قبیلی شهباز خان ته مالیات ورنه کړل او شهباز خان هغوی ته د سرکښۍ د سزا ورکولو دپاره حمله ورباندی وکړه. د اکازیو مالونه یی لوټ کړل او تر زرو زیات څاروي یی ورڅخه غنمیت کړل. یوسفزیو په هغه شپه پر شهباز خان باندی متقابله حمله وکړه. شهباز خان په هغه جنگ کی سخت ټپی سو او د هغو ټپونو د لاسه مړ سو. د خټکو ډیر نامتو ځوانان ووژل سول او خوشال خان د خپل پلار پر ځای باندی د خټکو د خان په حیث وټاکل سو.
د وخت او زمان شرایطو او قبیلوي قوانینو او ارزښتونو خوشال خان ته حکم کاوه چی تر هر څه دمخه د پلار انتقام واخلی. هغه لومړی خپل شیخ رحمکار (کاکا صیب) ته ورغی، دعا یی وغوښتله او بیا یی نو د ښکار په پلمه لښکر جمع کړ. هغه د اکاخیلو پر کلیو باندی حمله وکړه، او خپلو سړیو ته یی امر وکړ چی سړي، سپي او هر څه چی په مخه ورځی قتل یی کړی. چارپای، نر، ښځي، هلکان او هر څه چی یی مخی ته ورتلل هغه یی قتل کړل او د هغوی په انگړونو کی یی د وینو رود روان کړ. د سپیو د سړیو ویني گډی بهیدلی. د اکاخیلو سره نیژدی دری نور کلي یی هم وسوځول.
کمال زیو او امازیو لوگي ولیدل، شپږ زره سړي ورپسی راووتل. جنگ پیل سو. مگر تر ماښام پوری هغوی ټول مات سول او د خوشال خټک له پوځ څخه یوازي یو تن وویشتل سو او ووژل سو.
دیرش کلونه وشول چی مي پلار دی شهید شوی
مړ کړ یوسفزیو ما هم اور کړه باندي سمه
نور پښتانه ډیر دي خو یو زه پکښی توره یم
واخلم، ورکړم، بند کړم، پریږدم، ووژنم تر دمه
ډیرو ولسونو غلیمي راسره وکړه
سر یی راته کوز کړ هله خلاص شول له ماتمه
د خټکو او یوسفزیو قبیلوی اختلافاتو هغه وخت ډیر زور واخیستی چی خوشال خان شاه جهان ته وویل چی د یوسفزیو سیمه دي هغه ته په جاگیر کی ورکړي. هغه به د تل لپاره د یوسفزیو له خوا د مغولو د سلطان زړه پر کراره کړی. هغه شاه جهان ته قناعت ورکړ چی د یوسفزیو ډیر زیات شمیر کلي خوشال خان ته په جاگیر کی ورکړي. ددغه ځایه څخه د خټکو او یوسفزیو دښمنیو زور واخیستی. ډیري کمی شپی ورځي به وی چی د خټکو او یوسفزیو ترمنځ واړه او لوی جنگونه نه پیښیدل.
په یوه جنگ کی د یوسفزیو د لوی خان باکو خان زامن قتل سول او د یوسفزیو څه کم دوه سوه میړونه ووژل سول. په بل جنگ کی د یوسفزیو دری سوه میړونه قتل سول.
ملک جانم امازی په جنگ کی ووژل سو، ملک پیرو کمالزی خټکو ته ژوندی په لاس ورغی او حتی د اټک سره نیژدی یی د یوسفزیو د وژل سویو کسانو کله منار جوړ کړ.
دغه وخت د یوسفزیو مشر باکو خان د شاه جهان دربار ته ورغی او له هغه څخه یی وغوښتل چی د یوسفزیو مځکي د خټکو له جاگیر څخه خلاصي کړي. د شاه جهان زوی داراشکوه د باکو خان ننگه وکړه او خپل پلار یی په دی قانع کړ چی د یوسفزیو سره د جنگ پر ځای د روغی جوړي لاره ونیسی. کله چی د شاه جهان د سختی ناروغی په وخت کی د ډهلي د تخت د نیولو دپاره د هغه د زامنو تر منځ مبارزه پیل سوه او دارا شکوه د اورنگزیب د لښکرو په مقابل کی ماته وکړه نو باکو خان داراشکوه ته بلنه ورکړه چی یوسفزیو ته ورسی. مگر خوشال خان اټک ورته نیولی وو او داراشکوه یی د یوسفزیو د زوروری قبیلی سره د یو ځای کیدلو او د هغوی له ملاتړ څخه بی برخی کړ. کله چی اورنگزیب قدرت ته ورسیدی نو د خوشال خان جاگیر او منصب یی د پخوا په شان پر خپل حال پریښودل. د اورنگزیب د قدرت په لومړیو کلونو کی د عبدالرحیم په نوم یوه سړي، چی د افضل خان په قول یی د خوشال خان سره سخت مخالفت درلود. د بهاکو خان یوسفزي ملاتړ وکړ او د اباسین څخه د تیریدلو د مالیاتو د فسخ کولو فرمان یی له اورنگزیب څخه واخیست. دی فرمان د خټکو قدرت ته چی د ملک اکوړي له وخته یی د اټک د قلا سره د اباسین نه د تیریدلو راهداري اخیستله، سخته صدمه ورسوله. په دغه وخت کی اورنگزیب د کابل صوبه دار مهابت خان دکن ته واستاوه او د هغه پر ځای یی امیر خان مقرر کړ. امیر خان د خوشال خان د اکاگانو بهادر خان او فیروز خان په ټونگ، اورنگزیب ته یو رپوټ ورکړ او ورته ویی ویل چی تر څو پوری یی خوشال خان بندي کړی نه وي، نه د اټک راهداري لغو کیدالی سی او نه به په سیمه کی امنیت ټینگ سی.
اورنگزیب هم خوشال خان لومړی د ډهلي او بیا د ګوالیار د ستري قال په بندیخانه کی واچاوه. خوشال خان د خپلو خټکو تربرونو څخه چي د پښتنو په منځ کی یی له یوه بل سره بدي او دښمني ډیره طبیعی ده، سخت ګیله من دی او په یوه لویه قصیده کی یی اشاره ورته کړی ده.
په بل غشي په توپک ویشتلی نه یم
که ویشتلی یم خو بیا په خپل توپک یم
چی پر شا مي بټي خیل وو کنډ کپر شول
پروا دار په لنډو پرونو د بارک یم
د خټکو حقیقت راته ښکاره شو
زړه مي بد له خپل ځانه چی خټک یم
سکه وروڼه مي تري دي حال یی دا دی
له بولاقو نه لا لیري یو څپک یم
تف په ږیره د همه واړو بارک لا
زما په ږیره هم که زه بارک یم
نن خو قام راسره ډیره جفا وکړه
ګانده بیا د خدای و حکم وته څک یم
که خټکو راته شا کړه مخ یی تور شه
زه یوازي په تکیه د خدای شیرک یم
***
سرچېنه: خوشال خان خټک او د هغه عصر // د عبدالباري جهاني څېړنه
خوشحال بابا او مغل
لکه چې مونږ ټولو ته څنګه پته ده چې خوشحال بابا په ١٠٢٢هـ يعني 1613ء کښې په اکوړه خټک کښې د شهباز خان کره پيدا کيږي ـ بابا ته سرداري د خپل نيکه او پلار نه ورپاتې وه چې کله ٸې پلار يعني شهباز خان په 1050هـ کښې د زخمونو د لاسه مري نو د خپلې قبيلې سرداري د بابا په غاړه کيږي ـ دې وخت کښې د مغلو د اړخه بابا ته د هندوستان تللو بلنه راځي او بابا هلته ځي او په يو جنګ کښې حسه اخلي هلته بابا خپله کارنامې ښاٸي او د شاه جهان له اړخه ورته انعام ملاويږي ـ بابا تر څه وخته پورې د مغلو نوکري ښه زړه د خلاصه کوي خو حالات داسې راپيښيږي چې هيڅ بې هيڅه بابا د مغلو قيدي جوړيږي ـ دې وخت کښې د بابا د خلې نه دا شعر اوځي :
په ناحق د اورنګزيب په بند بندي يم
خداے خبر دے په تهمت او په بهتان
خوشحال بابا ته دا افسوس نه کيدو چې زه بندي شوے يم بلکښې دا افسوس ورته کيدو چې نن زه هغه خلقو بندي کړے يم دچا دپاره به مې چې خپل پښتانه ټکول ـ
خو بابا په زړه کښې دا عزم د ځان سره اوکړل چې :
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ مکې ته
يا مغلو سزه رزم
بابا تقريباً پينځه کاله قيد تير کړو او چې وطن ته راغے نو لګ شان بيمار شو او داسې يو کال پورې بيخي د هر څه نه ٸې لاس اخستے وو ـ دې وخت کښې محبت خان چې د کابل صوبيدار وو هغه ورته اووٸيل چې راځه زمونږ سره د لنګر کوټ قلعه کښې مرسته وکړه نو بابا ورنه انکار وکړو ـ کله چې قلعه سازه شوه نو د بابا پښتونولې غورځنګونه شروع کړو او دا ناره ٸې اوکړه :
لنګر کوټ مغلو ساز کړو
زه په ننګ بيا د افغان شوم
که يوسف وو که مندړ وو
زه د دواړو نګهبان شوم
بابا لا تر دې ساعته څه ښکاره بغاوت نه وو کړے که هر څو ٸې د قيد په دوران کښې دا عزم کړے وو چې يا به مغلو ته خپله مغولي ورښايم او يابه چرته اللٗه الله کوم ـ خو بابا باقاعده بغاوت چې د مغلو نه کوي نو د خيبر د جنګ نه پس هغه وخت د مغلو خلاف توره تړي چې کله ورته محبت خان خپل ځوے دښمن جوړ کړي نو په باقاعده توګه د مغلو خلاف توره تر ملا اوتړي او دا چغه کړي :
د افغان په ننګ مې اوتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
دې وخت کښې خوشحال بيګ خوشحال خان خټک شي او که پښتانه ورته دې وخت کښې بابا او خپل اتل اوواٸي نو بده به نه وي ځکه چې د بابا د لمن نه دې وخت کښې د مغلوالې هغه تور داغ ځي چې د دوي د خاطره به يې خپل پښتون ټکول ـ
بابا ته هم دې وخړ کښې ځان يوه فرښته ښکلري ځکه خو واٸي :
چې نمک مې د مغل خوړل ملک وم
چې نمک د مغل نشته اوس ملک يم
بابا چې کله توره د مغل خلاف د پښتون په ننګ باندې اوتړله نو د الله نه ٸې دا سوال روع کړو چې اوس دې راته مرګ زر نه راځي ځکه چې خپله توره خو څه نه څه د مغل په وينو سره کړم :
مرګه هومره مهلت راکړې په جهان کښې
چې جمدر د مدعي په وينو سور کړم
بابا اوس د مغلو د ورکيدو په سوچ کښې دے او هغه ته دا ليدے شي چې يا به پښتون د دې خاورې ښيې سپکوي او يابه مغل ورکيږي :
بله هيڅ ليدلے نه شي په دا مينځ کښې
يا مغل له مينځه ورک يا پښتون خوار
بابا خو د پښتون په ننګ توره تړلي وي خو چې کله ورسره خپل پښتانه بې ننګي کوي يعني ودريږي نه نو ګيله ورنه کوي او واٸي :
پښتون بې ننګه
مغل بې قدره
توبه له تورې
توبه له جنګه
بابا چې کله د پښتنو په علاقو باندې د مغلو خلاف ګرځيږي او پښتانه يو وحدت ته راټولوي نو دا سوچ هم په مازغو کښې ساتي چې د پښتانه هغه تير دوران به راولم ځکه خو واٸي :
و مغل وته به هسې کار ښکاره کړم
چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي
بابا دا دعوه هم کوي چې کله ما د مغلو خلاف تورهراوچته کړه نو پښتانه مې په دنيا وپيژندل :
چې مغل وته مې وتړله توره
درست پښتون مې و عالم وته ښکاره کړه
بابا تر اخره عمره پورې د مغلو خلاف توره تړلې وه خو داسې نه ده چې بابا يواځې دا کار سر انجام کول بلکښې دوه نور زمريان هم وو ورسره چې د يو نوم دريا خان او د بل نوم ايمل خان وو ـ کله چې ايمل خان او دريا خان اپريدے د دې نړۍ نه کوچ کوي نو بابا ته ځان يواځې يواځې ځان د مغلو خلاف محسوسيږي او واٸي :
ايمل خان دريا خان۔ دواړه خودبين لاړل
آوس خو پاتې و مغل ته يو خوشحال دے
خو د دې دواړه خودبينو نه پس بابا هم يو څو کاله پس د ډيرو ارمانونو سره په موسى دره ډمبره نومې ځاے کښې په ١١٠٠هـ کښې وفات کيږي ـ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.