Khilafat Aw Jamhoryat. Caliphate And Democracy In Islam. Pashto Info Blog
«خلافت او جمهوريت»
ليک- قاري حنيف ډار
ژباړه- سعود خان صیب
***
داعش او طالبان د هغه مړ شوي خلافت د ژوندي کولو لپاره مسلسل بې له کوم تفريقه د مسلمانانو ماشومان، ځوانان، زنانه او بوډاګان وژني. خو که موږ لږ شان د ديني جذباتو څخه ډده وکړو او يو غير جانبداره نظر واچوو نو مالومه به شي چې موږ يو ډير له شرم څخه ډک تاريخ لرو او موږ صرف د اسلام نه بلکې ددې نړۍ، د انسانيت او د انساني اقدارو هم ستر مجرمان يو
..........
کليوالو! دا زموږ د خلافت اسلامي تاريخ تر هلاکو خان او چنګيز خان هم ډير بدتر او ډير خراب دی. او ددې وجه داده چې موږ هيڅکله او په هیڅ يوه حالت کې ريښتيا نه وايو او په حقيقت تل سترګې پټوو. که له يوه ګوسفندي پوښتنه وکړئ چې حضرت عثمان (رض) چا شهيد کړ، نو هيڅ خبر به نه وي چې مسلمانانو شهيد کړ، او ولې يې شهيد کړ؟ -
حقيقت خو دا دی چې زموږ د خلافت په نظام کې واضحه انتظامي خلا وه، ياني شورا حاکم ټاکلی شو خو بیرته لرې کولې يې نشو. د حاکم خوښه وه چې د شورا سره يې سلا او مشوره کوله او که نه. بله دا چې شورا سره دا اختيار نه وه چې د حاکم خلاف قضيه وڅيړي، او نه يې حاکم له دندې ګوښه کولې شو. تر دې چې حاکم به فالج هم شولو، بيا به هم له خپلې عهدې نه لرې کيدلو. يوزاينۍ لاره يې دا وه چې حاکم به يا خپله مړ شو او يا به چا ووژلو نو د عهدې نه به لرې شو. بله يې هيڅ لاره نه وه. ياني د حاکميت نه به په مرګ لرې کيدلو. او ددې نه علاوه په اسلامي تاريخ کې موږ ته بله کومه طريقه هم نه ښکاري
پټان وروره! کیدای شي چې اوس دې د حضرت عثمان (رض) په مړینه لږ څه سر خلاص شوې وي.
اسلام خو موږ ته دا وايي چې د تجربو او حالاتو سره سم په مشوره داسې يو نظام جوړ کړئ؛ کوم چې د انسان کمزورۍ په نظر کې وساتي. اسلام دا کار پر موږ پريښود او موږ پر الله تعالی ج. که چيرې هغه وخت شورا بااختياره وای نو ددې مسلې حل ممکن وو. د حضرت عثمان (رض) د شهادت نه وروسته نوی خليفه ټاکل د مدينې د خلکو وظيفه وه. د حضرت علي (رض) خلافت پر حقه وو او بايد ټولو دده اطاعت کړی وو
په دې کې د اجتهاد هيڅ ضرورت نه وو. له حضرت علي (رض) نه د حضرت عثمان (رض) ورثاوو کله هم د قصاص غوښتنه نه وه کړې. بلکه ده څو ځلې د حضرت عثمان د زامنو نه پوښتنه کړې وه، خو هغوی د قاتلانو نومونه هم نښودل. د حضرت معاويه (رض) په خلافت کې يې هم هيچا قصاص وانخستلو. حضرت معاويه (رض) د حج لپاره راغلو، نو د حضرت عثمان (رض) د لور اواز يې واوريدو چې ويل يي زما د پلار د بدل اخيستلو هيڅوک نشته' نو حضرت امير معاويه (رض) راجمعه شوي خلک وشړل او د حضرت عثمان (رض) لور ته يې اختار ورکړ او ورته يې وويل چې بيا دې دا خبره وانورم
حضرت علي (رض) هم مسلمانانو شهيد کړ. حضرت حسين (رض) هم د مسلمانانو په لاس شهيد شو. سر مبارک يې ترې پرې کړ او بدن يې ورله سوری سوری کړ. د امام حسن (رض) باره کې مشهوره ده چې ده ته زهر ورکړل شول.
د حضرت طلحه او حضرت زبير (رض) شمير په عشره مبشره کې کيږي. حضرت علي (رض) دوئ نه غوښتنه کړې وه چې دوئ دې خليفه ګان شي. هغوي دواړه هم مسلمانانو شهيدان کړل.
د جمل په جنګ کې مسلمانانو مسلمانان شهيدان کړل ياني صحابوو صحابه شهيدان کړل.
د صفين جنګ هم د حضرت علي او حضرت معاويه تر منځ وشو او په نتيجه کې يې مسلمانان د مسلمانانو په لاس شهيدان شول
د نهروان په جنګ کې هم مسلمانان د مسلمانانو په لاسونو شهيدان شول. د حضرت امام حسين (رض) او يزيد تر منځ چې کوم جنګ شوی وو په هغه کې د رسول الله (ص) د خاندان د ماشومانو په شمول ۷۳ کسان شهيدان شول. دا کار هم مسلمانانو پخپله وکړ. د حضرت حسين د شهادت نه بعد د يزيد په خلاف د بغاوت ختمولو لپاره د مسلم بن عقبه ۱۲۰۰۰ کسيز لښکر په مدينه کې ۷۰۰ انصار او مهاجر صحابه او ددوي ماشومان شهيدان کړل. دا کار هم مسلمانانو وکړ
د حره په جنګ کې د مسلم بن عقبه ملګري حضرت معقل بن سنان (رض) څوک چې د مکې مکرمې په فتحه کې هم شريک وو، نهايت دينداره او د ډيرو احاديثو راوي دی، هغه د مسلم بن عقبه سره د ملاقات په نيت د مدينې نه راغلو او د حضرت حسين (رض) د قتلولو د وجې يې يزيد ته بدرد وويل. مسلم بن عقبه په قهر شو او دی يې هم شهيد کړ.
هيڅ بل کاپير حتی ابو لهب او ابو جهل هم دومره جرات ونشو کړای چې بيت الله ړنګ کړي او يايې توهين وکړي. مګر الحصين بن نمير چې د عبدالملک بن مروان د لښکر مشر وو، مکه يې محاصره کړه او د منجنيق نه يې کاڼي ګوزار کړل او بيت الله تعالی ج شریف يې ونړاوه.
په مدينه کې دننه او د مدينې شاوخوا ټولو پرتو طاقتورو يهودي او عيسايي قبيلو دا جرات ونکړ چې د مسجد نبوي توهين وکړي، مګر د يزيد سرلښکر د يزيد په اجازت درې ورځې په مدينه کې قتال حلال اعلان کړ او ددريو ورځو نه بعد چې څوک ژوندي پاتې شول د هغوی نه يې دا بيعت واخستلو چې ددوی د ځان او مال مالک به يزيد وي. په مسجد نبوي کې يې درې ورځې آسونه تړل او د يو اصطبل کار يې ترې اخستلو. درې ورځې په مسجد نبوي کې نه اذان ته اجازه وه او نه اقامت ته. ټول مسجد نبوي يي د اسونو پر متيازو لړلی وو.
د عبدالملک بن مروان په دور خلافت کې حجاج حضرت عبدالله بن زبير (رض) شهيد کړ او دده جسد يې ډيرې ورځې سرچپه رازوړند کړی وو. حضرت اسما بنت ابوبکر (رض) چې هغه وخت ړنده شوې وه به دده په جسد لاس کيښودلو او ويل به يې چې تر اوسه لا نفر ندی راغلی چې د سوارلۍ نه راکوز شي. اخر د بغداد نه د خليفه خط راغلو او دده د جسد ددفن کولو اجازه يې ورکړه.
په همدغه جنګ کې د مسلمانانو مشر حجاج بن يوسف کعبه په کاڼو وويشتله او په تيلو لامده غشي يې په کعبه وروورول. د کعبې شريفې غلاف وسوزيده. او په نتيجه کې يې د کعبې دننه د ټولو دينونو ټول تاريخي تبرکات وسوځيدل. او حجاج بن يوسف دا قسم کړی وو چې تر هغې به حاجيان قتلووم تر څو مې چې د اس پنجې په وينو کې ډوبي نشي. بيا چې دده د اس پنجې د مسلمانانو حاجيانو په وينو کې پټې شوې، نو دده قسم پوره شو او په مکه کې يې نور وژل بند کړل.
د هشام بن عبدالملک په خلافت کې د حضرت حسين (رض) لمسی امام زيد بن زين العابدين په ډير بې دردۍ سره شهيد کړل شو. دی يې په دمشق کې بربنډ کړ او په دار يې کړ. څلور کاله يې دده جسد په همدغه ځای مصلوب پري ايښی وو. بيا يې دده وچ جسد راکوز کړ او په اور يې ويسوزوو.
د وليد بن يزيد دفات نه بعد وليد بن عتبه بن ابو سفيان خليفه وټاکل شو. ده د وليد بن يزيد جنازه ورکوله، څنګه يې چې دويم تکبير اوويلې، چا له وروسته څخه د تورې وار پرې وکړ، سر يې ترې غوڅ کړ او په همغه ځای شهيد شو. دده د شهادت نه روسته يې دده ورور عثمان بن عتبه د خلافت لپاره راوړاندې کړ. عثمان بنو اميه ته وويل چې په يوه شرط زه خليفه کيږم چې تاسې راسره دا بيعت وکړۍ چې نه به زه تاسې ته د کوم مسلمان د وژلو حکم کووم او نه به تاسې څوک وژنۍ. بنو اميه د مسلمان د وژنې ددې خبرې منلو نه انکار وکړ. نو دی مکې ته لاړ او د عبدالله بن زبير سره يو ځای شو. او بيا هلته بنو اميه ووژلو. مروان بن حکم هم مسلمانانو ووژلو. عمر بن عبدالعزيز هم دخپلې کورنۍ غړو شهيد کړ. ابرهيم بن وليد هم د مسلمانانو په لاس شهيد شو.
دا باقي خليفه ګان ابو مسلم خراساني يو په بل پسې ووژل. اوبيا ابوالعباس سفاح د بنو اميه ټول اولاد ووژلو. فقط شيرخواره ماشومان او هغه کسان چې اندلس ته تښتيدلي ول، هغوی يې پريښودل. ددې قتل په وجه دی په "قاتل" مشهور شو. ده د بنو اميه قبرونه وکنل. د حضرت معاويه (رض) قبر يې هم وکنلو. د يزيد قبر يې چې وکنلو په هغه کې فقط ايرې پرتې وې. د عبدالملک قبر يې چې لوڅ کړ، جسد يې روغ رمټ پروت وه، صرف د پوزې يوه حصه يې خرابه شوې وه. جسد يې را بهر کړ، په دورو يې ووهلو، بيا يې په دار کړ او په اور يې وسوزلو او ايرې يې په هوا کې وشيندلې.
امويان ابومسلم خراساني ووژل. که چيرې ابو مسلم نه وو، نو د عباسيانو د خلافت هيڅ امکان نه وو. مامون د ابومسلم باره کې ويلي چې په ځمکه صرف درې جليل القدر بادشاهان تير شوي چا چې د وطنونو قسمتونه بدل کړل، يو سکندر، بل ارد شير او دريم ابومسلم خراساني.
د ابوالعباس د مرګ نه وروسته دده زوي ابو جعفرالمنصور ابومسلم د مقبوليت د وجې ووژلو. د ابومسلم خراساني ملګري راپڅيدل او په نتيجه يې د عباسيانو او خراسانيانو جنګ وشو. په دې جنګ کې په زرګونو خلک ووژل شول. شجرت الصدر راپاڅيد او عزالدين ايبک يې ووژلو. او بيا د ايبک کونډې شجرت الصدر ووژلو.
د أرطغرل د مرګ نه بعد دده د زوي او ورور په منځ کې لانجه شروع شوه. عثمان (د أرطغرل زوي) خپل تره دواندار وواژه، او پدې طريقه عثماني خلافت شورو شو. د همدې عثماني خلافت په ختميدو د هندوستان مسلمانانو د خلافت تحريک شورو کړی وه. او ددې خلافت په حق کې يې جلوسونه باسل. نن هم يوه ډله وهابیان، يوه ډله سلفیان، ټول داعشيان او خوارج ددې خلافت د قايمولو نارې وهي. مګر په اصل کې دا خلافت څه شی وو، او څومره خوفناک وو؟ راځئ چې دا په ګډه سره ولولو…
د عثمان لمسي مراد خپل وروڼه فقط پدې وجه ووژل چې دده د خلافت خلاف سازش ونکړي. او بيا په ۱۳۸۹ء کې د کوسووو د جنګ په وخت کې د مرګ په بستره پروت وو، خپل زوي یې پدې وجه ووژلو چې د خپل ورور د خلافت خلاف سازش ونکړي. د استانبول فاتح سلطان محمدالثاني يوه شرعي فتوا جاري کړی وه، چې د سلطنت د ساتلو او د رعايا د ګټې په خاطر دده د ورور مرګ روا دی، نو ځکه يې خپل ورور ووژلو. سلطان مرادالثالث د پلار د خلافت نه وروسته چې کله خليفه شو، (چون په مذهب کې هره يوه فتوا استخباراتي اړخ لري) نو د پورتنۍ فتوا په بنياد يې خپل پنځه وروڼه مړه کړل. دده زوي محمد الثالث هم دده څخه په وحشت کې څه کم نه وو. د خلافت د سوګند پورته کولو وروسته يې خپل ۱۳ وروڼه دخلافت د ساتلو په خاطر ووژل. او دغه مسلمان حاکم په انساني تاريخ کې د ورور وژنې يو ريکارډ جوړ کړ. ترکي مصنف رجمي تروان په خپله مقاله "د بادشاهانو یاداشتونه" کې ليکي چې محمد الثالث فقط خپل ۱۳ وروڼه نه وه وژلي، بلکې خپل يو ۱۶ کلن زوي يې هم وژلې وو په دې وجه چې هغه د خپل ۱۴ کلن ورور سلطان احمد مخالفت ونکړي.
سلطان احمد د خپل خلافت په دوره کښې (آبي) بلو مسجد "سلطان احمد جامع جومات" جوړ کړ. دا جومات د استانبول تر ټولو مشهور سياحتي ځای دی. کله چې سلطان احمد د خلافت دايره تر قاهرې د غځولو فيصله وکړه، ۵۰۰۰۰ مصري مسلمانان يې ووژل. سلطان سليم د قاهرې حاکم طومان ته پيغام واستولو چې که زما اطاعت دې قبول کړ، د قاهرې حکومت درته پريږدم. طومان دا پيغام ونمنلو او د جنګ تياری يې شروع کړ. ليکن د خليفه د فوځونو مخې ته ټينګ نشو، او فرار شو. خپل دوست شيخ حسن بن مرعي ته يې پناه وروړه. دده خپل مسلمان دوست شيخ حسن دده سره خيانت وکړ او عثمانيانو ته يې دده خبر ورکړ. طومان ووژل شو او قاهره د عثماني خلافت په ولايتونو کې شامله شوه. ددې وروسته سلطان سليم خپل دوه وروڼه پدې وجه ووژل چې دده د خوني پاليسيو خلاف ول.
کليواله! نور به مخکې نه ځو، خو د اسلامي خلافت په دې ټول داستان کې به تاسې ته ښکاره شوي وي چې قاتلانو د اسلامي خلافت په نوم يوازې عام مسلمانان نه بلکې د ورور او زوي غوندې خواږه خپلوان هم ووژل. قاتلانو هم د اسلامي خلافت په نوم مرګونه کول او مقتولين هم داسلامي خلافت غوښتونکي ول. قاتلانو هم د الله اکبر نارې وهلې او مقتولينو هم د شهادت کليمې ويلې
داعش، طالبان، بوکوحرام، الشباب، حقانيان، القايده او دغسې په سلهاوو د فقهو او د روايتونو په نوم سره دیني استخباراتي ډلې او … دغه ټول د همدې یوې پورتنۍ ذکر شوی مذهبي ونې ميوې دي. دوي د دغه پخواني تور او سپين فلم يو نوی کلرفل او ايچډي انداز دی.
يورپ هم ددې دور نه تير شوی دی. هلته هم وروڼو وروڼه ووژل. خو بيا هغوی د تجربو نه ډير څه زده کړل. او يو نظام يې جوړ کړلو. دې نظام د حاکم او رعايا حقوق تعين کړل. د پارليمان له لارې يې د سزا او جزا قانونونه جوړ کړل. عدالتي نظام يې جوړ کړلو، او عدالت ته يې هر څوک جوابده کړل. ددې نظام نوم "جمهوريت" دی. که چيرې د جمهوريت فايده ليدل غواړئ، د خپل ۱۳۵۰ کلن خلافت د تاريخ سره يې مقايسه کړئ. له بد نه يو بدتر جمهوريت هم د مسلمانانو د ۱۳۵۰ کلن اسلامي خلافت څخه بهتر دی
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.