Skip to main content

King Zahir Shah Interview With BBC Pashto. By Dr. Nabi Musadique

King Zahir Shah Interview With BBC Pashto. By Dr. Nabi Musadique. 

«د ظاهر شاه د خاطراتو سوزول»

لیکوال: ډاکټر نبي مصداق

***

پخواني پاچا محمد ظاهر شاه خپل د ژوند لمړې رادیويي مصاحبه زما سره په ۱۹۸۴ کې وکړه. زما نه مخکې هغه یواځې یوه مصاحبه کړې وه' چې هغه د فرانسوي اخبار لوماڼډ سره وه


شوروي سره د جهاد په دوره کې زه د بي بي سي د پښتو خپرونې لپاره څلور ځلې روم ايټالې ته د پخواني پاچا سره د مرکو لپاره لاړم. په هغه وخت کې د پاچا معتمد او خبرلوځ، دده زوم سردار عبدلولي وو' چې ما د جنرال صاحب نه ورته خطاب کولو


برابر څلور مياشتې تليفونو او تماس نه وروسته پخواني پاچا د لمړې مصاحبې لپاره حاضر شو. د پاچا زوم جنرال ولي ډير بدګمان سړی وو او هر څه ته به ېې د شک او ترديد په سترګه ليدل. ډېر ځلې چې زه به د پاچا سره په مصاحبه کې وم، ده به لاسوسونه ورته ښورول چې یا ډير تفصيل مه ورکوه او یا په همدې ځای ېې ختم کړه.

زه یو ځل مجبور شوم جنرال ولي ته ووایم چې «په دې تيرو مصاحبو کې چې ما له اعلا حضرت سره کړي، کوم تنقيد او یا تبصره لرې؟» د هغه ځواب منفي وو' نو بيا ما ورځخه غوښتنه وکړه چې د پاچا حواس د خبرو په منځ کې مه مغشوشه وه.

جنرال ولي د نورو خبریالانو د مرکو په وخت کې هم همدا ډول مداخلې کولې. زه خبر شوم کله چې پخواني پاچا د فرانسوي ليکوال اوليفير رو، چې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان چارو مشاور هم وو، له پاچا سره په مصاحبه کې وو او جنرال ولي د معمول سره سم لاسونه ښورول، پاچا ورته وویل چې د مصاحبې له کوټې څخه ووځي. جنرال ولي بیا ګیله کوله چې ولي ما ته دومره په سپک نظر ګورې.


ما به د هرې مصاحبې د مرکې نه وروسته د پاچا سره د افغانستان او نړۍ په پيښو اوږدې خبرې کولې. ظاهر شاه ډېر معتدل مزاج او آرام خوي درلود. هغه قهقه خندا نه کوله او هرې ټوکې او ظريفې خبرې ته به ېې موسکا کوله. هغه د نړې د پيښو په هکله خصوصاً د دوهم نړیوال جنګ په باب ډېر معلومات درلودل. ما د لمړې مصاحبې په پای کې ورته وویل: کله چې فرانسه د جرمني نازیانو اشغال کړې وه، جنرال دوګول به فرانسې ملت ته د بي بي سي د رادیو لارې خپل پیغامونه رسول. تاسو هم اوس کولای شی د بي بي سي له لارې ملت په ځان راټول کړی. د دوګول سره دده مقایسه ېې ډيره خوښه شوه او ورته مسک شو.

خو په نورو مصاحبو کې چې ما به ورته ویل; د روم خبرې کفایت نه کوي تاسو که پاکستان ته نۀشوی تللی، ځکه هلته به مو ممکن د یوه برحاله باچا په شان ښه راغلاست ونۀشي، کولای شئ چې ملګرو ملتو ته او یا اسلامي ملکونو او حتی هند ته ولاړ شئ او د خپل ملت لپاره ملاتړ او مرستو غوښتنه وکړئ!

زما ددې خبرونه وروسته هغه خپل د تره زامنوو جنرال ولي او سلطان محمود غازي، چې ما سلطان جان ورته ویل، مخ کړ چې "اینه جاجی، که د فارسی خود هیچ لهجه نداره" ما ورته وویل چې په انګليسي هم بې له لهجې خبرې کوم.


ما یو ځل پخواني پاچا نه پوښتنه وکړه چې ولې پښتو یې نه ده زده؟

هغه وویل چې دري ېې هم ښه نه ده زده. ده زیاته کړه: ځکه چې ما مکتب په فرانسه کې شروع کړ، بیا کابل راغلو، نو په فارسي مې هم نه ښې خبرې کولی شوې او نه هم ليکل. اوس هم څه چې لیکم نور مرسته راسره کوي. پښتو زده کړې لپاره پلار او ترونو مو موږ ته معلمان نیولی وو، خو 

مونږ سهلانکاري کوله او معلمانو به هم فشار راباندې نه کاو.


د پاچا د تشويقولو خبره چې باید د روم نه بهر سفرونه پیل کړي بلاخره دا شوه چې جنرال ولي یې په خپل وکالت پاکستان ته ولېږه' چې له افغان مهاجرینو او تنظيمونو سره ووینې. هغه په لمړیو ورځو د باچا نمایندګي کوله؛ خو د سفر د پای په ورځو کې واضح افغانانو ته په بلوچستان کې ویل; چې که پاچا نۀ وي زه خو یم.

عیناً همدا خبره ېې ما ته هم تقریباً یو کال مخکې په روم کې وکړه. ما په هغه وخت جنرال ولي ته وویل "زه څو ځلې دلته راغلی یم، ما د اعلا حضرت کوم زوی نۀ دی لیدلی. باچا د ډیر عمر سړی دی؛ که دی نه وي، ملت چا ته سترګې واړوي؟" جنرال ولي وویل "زه خو یم".


د عزیز نعیم د زوې، نادر نعیم په واده کې ما د پاچا له دریم زوې شاه محمود، چې له یوې اروپاۍ سره یې واده کړی وو؛ په لندن کې وليد او کله چې زه د لندن په پوهنتون کې او دی د اکسفورد پوهنتون کې محصلين وو، ما ورسره لیدلي وو او مختصر معرفت مو درلود. ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې"زه څو ځلې روم ته ولاړم تاسې او یا ستاسو مشر وروڼه مې ؤنه ليدل."

هغه دواړه لاسونه پورته وغورځول "احوال ما غريبا ره کي میګیره". 

زه پوه شوم چې اعلا حضرت خپل دوه مشر زامن چې نادر یې په کانادا او مشر احمد شاه یې په واشنګتن کې وو، دواړو نه له سیاست او نه هم مشرتوب سره ډیره علاقه درلوده، دا دریم زوی په ملي او بین المللي سیاست پوه او علاقمند وو' نو زما حدس دا دی چې جنرال ولي هغه له سیاسي صحنې نه، د خپل چم او خودخواهې په غرض لرې ساتلی ؤ. اوس یواځې د اعلاحضرت کشر زوی میرویس چې د وليعهد دعوی کولای شي؛ له کرزي او اشرف غني سره په ارګ کې اوسیدلی دی.


پخپله جنرال ولي لا نه پوهيده دهغه نه، چې د کابل د قوای مرکز قومانان ؤ، نه اکثر د اردو صاحب منصبانو او نه هم ملکي مامورینو ښه خاطره درلوده.

یوه ورځ په رستوران کې چې ما ده ته همدا واقعیت ووایه چې خلکو په منځ کې نږدیوالی نه درلود، هغه وویل: "نه پوهیږم ولې داسې احساس موجود وو، خو ما ته ویل شوي وو چې باید باانضباته ووسم او له ټوکو او بې ځایه خندا نه په عام محضر کې ډډه وکړم"

هغه د داؤد خان سره هم د قدرت په سر مخالفت درلود. کله چې پاچا روم ته په تفريح تللی وو او اوازه وه' چې داؤد خان کودتا کوي؛ پاچا دی کابل ته وليږه، خو هغه خپلو معتمدو جنرالانو او د معارف وزير نعمت الله پژواک تير ايستلو چې هو همداسې آوازې شته' خو د څو میاشو وروسته لپاره.

حال دا چې کودتا په هماغه شپو ورځو کې په پلان کې وه،   او د کودتا په ورځ د جنرال ولي په کور د توپ یو ډز وشو او د داؤد خان لخوا بندي شو.


شاه محمود چې وروسته د داؤد خان له وراره عزیز نعیم نه یواځینی کس وو چې په دې کورنې کې په نړیواله سویه یې درس لوستلی وو او د موسی شفیق د صدارت په وخت کې په بهرنیو چارو وزارت کې په کار پیل وکړ، خو د ثٍور د کودتا له امله د فامیل د نورو غړو په شان لویدیځ کې مهاجر شول او پخپله شاه محمود د سږي د سرطان د ناجوړې له امله څوکاله پخوا په حق ورسید.


په کابل کې د امريکایانو په راتګ سره چې ظاهرشاه ېې د ایټالې نه کابل ته د مؤقتې دورې د مشرې په غرض وطن ته بوتلو (دا چې ولې امريکایانو هغه تیر ایست او افغانستان یې جنګسالارانو ته ورپرېښود، د بل مضمون موضوع ده)، د شاهي کورنې نور غړي هم د نورو ملکونو نه کابل ته ستانه شول. هلته د ملکې او بیا د عزیز نعیم او پخپله د پاچا د مړينې نه وروسته میدان جنرال ولي ته پاتې شو او هغه د یوه بل بېخرد شهزاده سره په ګډه په کابل کې د ظاهر شاه د خاطراتو شپږ جلده په اور کې وسوزول او جنرال ولي یو چاته یې غوره کړی وه' چې "ما با شمشير ورقه ها را شور می دادیم که خوب بسوزه."


باید زیاته کړم چې عزيز نعيم هم یو کتاب ليکلی او امانت ساتل شوی چې څو کاله وروسته به نشر ته ورسيږي. یوه ورځ چې دی او میرمن یې مریم جان، د اعلا حضرت مشره لور زمونږ کور کې د برطانیه په برایټن ښار کې میلمانه وو. ما ورڅخه د کتاب په باب معلومات وغوښتل، چې مختصر یې د افغانستان د ورستیو سلو کالو د پيښو تحلیل وو. هیله لرم دا کتاب په ژوند کې ولولم



وروسته زما له وروستې مصابحې نه په روم کې چې د اعلا حضرت نه چارچاپيره دده دوه د تره زامن جنرال ولي او سلطان جان د هغو د فامیل نور ځوانان هم ناست وو؛ ما له پاچا نه پوښتنه وکړه چې ما اوريدلي تاسو خپل خاطرات ليکی. هغه وویل چې «هو خو غواړم چې ویې سوزوم ځکه چې نور کړاونه راپورته کوي.» ما فوراً ورته وویل" نه باید داسې ونه شي. تاسو د افغانستان له ټولو پاچاهانو ډېر حکومت وکړ، هيچا هم څلویشت کاله په افغانستان کې سلطنت نه دی کړی او ملت حق لري چې ستاسو له خولې نه پوه شي چې په حکومت کې مو څه مشکلات او لاسته راوړنې درلودې. موږ ته یواځې امير عبدالرحمن خان خپال خاطرات پریښودلي چې زموږ پوهانو او ملت ته د قدر وړ دی. که تاسو نه غواړی چې خاطرات مو اوس چاپ شي کولای شئ؛ په یوه بانک او یا د قانون پوهانو له یوې اداره سره يې وساتئ' چې ۱۵ یا ۲۰ کاله وروسته چاپ شی."


زما ددې خبرې سره د جنرال ولي په شمول ټولو او د پاچا د دفتر مشر چې کور یې په لاس انجلس کې وو، موافقه وکړه جې "راست میګوید...بهترین تصمیم است."



جنرال ولي په شاهي کورنې کې له ټولو نه ډير رقابت له داؤد خان سره لاره. ما په خپل کتاب کې چې په امازوم ډاټ کام کې شته، ددې فاميلي رقابتونو په باب ليکلي دي. کله چې داؤد خان د ۱۹۷۸ په کودتا کې په قدرت راغلو او جنرال ولي ېې چې لاسونه او سر یې د پښو سره تړلي وو، د داؤد خان په امر د هغه مخې ته سوټ بوټ کيښودل شو، نو دده خبره چې داود خان ته به یې بې مغزه نه ویل او د هغه د شوروي له نږدې توب سره مخالف وو، داؤد خان غږ ورباندې وکړ چې " ته بې مغزه یې او که زه؟


خو همدا جنرال ولي چې د افغانستان د ډېرو کړاونو محرک او د شاهې کورنې د ډېرو بې اتفاقیو د منځته راتلو مسؤل دی، بلاخیره ځانته ابدي بد نوم وګاټه او افغان ملت یې د ظاهر شاه له ډېر مهم پاتې کيدونکو خاطرو نه محرومه کړ


زه نه پوهيږم ولې د اعلا حضرت لور بلقیس جانې، چې د جنرال ولي میرمن وه او یا د پاچا کشر زوې میرویس ونۀشول کولای چې د خپل پلار خاطرات په یو مصؤن ځای کې د چاپ لپاره خوندي وساتي؟


***

نوټ: دا مضمون چې د پاچا د مړینې نه وروسته ما لیکلی وو' د یو لړ ملګرو د غوښتنې له امله، پاچا سره زما د یوه عکس سره یې بیا وړاندې کوم


©




Tags, Metadata And Keywords.

King Zahir Shah Interview With BBC Pashto. By Dr. Nabi Musadique. BBC Pashto Radio Interview With Last King Of Afghanistan, Mr. Zahir Shah. Dr. Nabi Mussadiq Interview With King Muhammad Zahir Shah. Autobiography Of King Zahir Shah And General Muhammad Wali. The Last King Of Afghanistan Muhammad Zahir Shah Who Ruled Afghanistan For Long Period Of 40 Years. Radio Interview Of King Zahir Shah Of Afghanistan In Rome.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso