Skip to main content

King Zahir Shah, Last Afghan King In Rome In Exile. Dawood Afghan

King Zahir Shah, Last Afghan King In Rome In Exile. How King Lived In Rome. Dawood Afghan Blogs. 

How King Zahir Shah Lived In Rome?. 


په جلا وطنۍ کې د ملت بابا ژوند او پردی کور:

میرویس میاخېل چې په ۲۰۰۲ کال کې روم ته د اعلیحضرت ليدو ته ورغلی او راپور یې بي بي سي خپور کړی یوه برخه يې په دې ډول ده:

په يوه زاړه انگريزي جاگوار موټر کې چې زما په گومان به د لسو کلو و، سپاره شو. وروسته راته څرگنده شوه چې همدا زوړ موټر زموږ د پخواني پاچا و.

مصطفى ظاهر راووت، روغبړ مو سره وکړ او ددوى کور ته د ننوتو بلنه يې راکړه. کور د کوڅې د نورو کورنو نه کوم توپير نه لاره. مصطفى ظاهر د ميلمنو کوټى ته بوتلو او موږ ته يي پر يوه ډېر ساده کوچ د ناستې بلنه راکړه.

ملت بابا په اخر کې خپل یوه سکه د ډالۍ په توګه راکړه. ۲۰۰۷/۲۴/جولای

مصطفی ظاهر ما ته په یوې لیدنې کې وویل، چې هغوی په کډوالۍ کې له سخت تنګلاسي سره مخ شول، بیا د سعودي پاچا ملک فیصل د هغوی د کور د لګښت لپاره د هغوی لاسنیوی وکړ او هره میاشت یې د هغوی لويې کورنۍ ته ۱۳۰۰ ډالره لېږل. پيسې به یې هر څلور میشاتې وروسته ورلېږلې او دوی به په هغه خپل ژوند تېراوه.

همدارنګه کولای شو، د جلاوطنۍ په دوره د ملت بابا ژوند له لاندې کیسې څخه، چې ښاغلي الله نور سېلاب رانقل کړې ده، د ټولو منفي تبلیغاتو خلاف، چې د هغه پر ضد کېدل، ښه معلوم کړو.

ډاکټر عبدالرحیم شیرزوی، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت پخواني معین او په څو هيوادونو کي سفیر یوه ورځ داسې کیسه وکړه!

کله چې په ایران کې د امام خمیني په مشرۍ ملایان حکومت ته ورسیدل نو په لومړۍ اونۍ کې د نوي حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایټالیې ته ولاړ او راسا د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه بابا کور ته، چې د ایران د پاچا لخوا ورته د اوسېدو لپاره ورکړل شوی و، ورغی. ایراني معین ورته وویل، چې

حضور این خانه به خون ملت ایران خریده شده شما لطفا خانه را تخلیه کنید!!!

زموږ پخواني پاچا  یوه اونۍ وخت ور څخه وغوښت چې ځان ته کور ولټوي او خپل کالي او د کور سامان ور انتقال کړي.

ښاغلی معین ورته یوه اونۍ پخپله په روم کې په هوټل کې منتظر پاتې شو، چی کور له اعلیحضرت څخه تسلیم کړي.

د اعلیحضرت زامن او لمسيان په روم کې په یو مناسب اپارتمان پسې یو خوا بل خوا ګرځېدل او ایراني معین یې ننداره کوله. درې، څلور ورځې وروسته شهزادګانو یو اپارتمان پيدا کړ او د کور د کالو په ور لېږدولو یې پيل وکړ. کله چې ایرانی معین پوه شو، چې دوی په کرایه یو ‌‌‌‌‌‌ډېر کوچنی اپارتمان ونیو او نیم سامان یی ورانتقال کړ، نو راغی او اعلیحضرت سره یی ولیدل او وې ویل چې:

حضور! تاسې څلوېښت کاله د افغانستان پاچا واست، په روم کې یو کور نلرئ؟

ما خو فکر کولو چې تاسې عربي ټایپ یو ملک یاست؟

ملک په عربي کی پاچا ته ویل کیږي!

لیکن تاسې خو افغان ټايپ ملک وختی، چې کرایه دار ته ویل کیږي؟ 

دا څرنګه درویشانه پاچاهي دي کړې، چې یو کور بیرون نلرئ؟

زموږ رضا شاه پهلوی خو ټوله دولتي سرمایه په ‌‌‌‌‌‌ډېر وحشت په شخصي هوس لګوله.

همدا رنګه عربي شیخانو او پاچاهانو ټول دولتي عایدات د خپل هوس پوره کولو په خاطر مصرفول.

تاسې ولې داسې درویشانه پاچاهي کړې؟

اعلیحضرت ورته موسکی شو او وې ویل، چې زموږ پلانونه د ملت د ازادۍ ساتنې لپاره وه!

مونږ نه د شرق په بلاک کې ننوتو او نه د غرب. مونږ خپله ازادي وساتله لیکن هیواد مو وروسته پاته شو.

مونږ کوښښ وکړ، چې خپل هيواد د خپلو عایداتو له لارې پر مخ بوځو او د استعمارګرو مخه ونیسو. 

مونږ به چې کله د غربي کوم هیواد نه مرسته وغوښته، نو شورویانو به یی مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړه، که به مو له شورویانو وغوښتنه غربیانو به یې مخه نیوله. د دوو ‌‌‌‌‌‌ډيرو خبیثو ګاون‌‌‌‌‌‌ډيانو چې شمال کې شوروي او په جنوب کې پاکستان وو، په منځ کې راګیر و.

ایراني معین ورته وویل، چې حضور! مونږ خو ټولو پاچاهانو ته د لوټمارانو په سترګه کتل. اوس چې په حقیقت پوه شوم، نو ‌‌‌‌‌‌ډېره بخښنه غواړم او بیرته مو کالي راوړئ، همدې کور ته تر څو چې په ایران کې اسلامي نظام وي دا کور ستاسو په اختیار کې دی.

همدارنګه کرستینالیمب په خپله اثر «افغانستان او پر پوله یې جګړه» کې د ملت بابا د تنګلاسې ژوند او د هغوی د تنګ کور یادونه کړې ده، چې ټوله شاهي کورنۍ، چې شمېر ۲۴ تنو ته رسېده، غالبا په دریو وړو کوټو کې اوسېدل.

نو د ملت بابا د جلاوطنۍ حالت، پردي کور او غریبي او بيا پر وړاندې لومړی د کمونیستانو، پاکستان او ځينو مجاهدینو لخوا پوچ تبلیغات، چې ګواکي هغه د دولت ټوله خزانه چور کړې او له ځان سره روم ته وړې ده، هلته یې ځانته پرې لوسک او مزین کور او آرام ژوند جوړ کړی دی. ښه پرتله کولای شي. هغه چې له لسیزو جلاوطنۍ وروسته هيواد ته راستون شو، نو د ملي پشتوانې د پټولو ځای یې حکومت تر وښود. انور الحق احدي هغه مهال د بي بي سي سره په یوې مرکې کې وویل: چې د ملت بابا لخوا د راښوول شوې ملي پشتوانې ۱۷،۵ ټنه سره زره مو دباندې راوایستل او شپږ میاشتې مو د هغه پر قلفونو کار وکړ، تر څو یاده ملي خزانه مو راوایستل. ما د خپل استاد له خولې اورېدلي وه، چې د هيواد د پولي واحد ارزښت هم د ملي پشتوانې پر ډېروالې تړلی دی. څومره چې د هيواد د خزانې سره زر زیات وي، هغومره به یې پولي ارزښت هم لوړ وي.

🖋 داود افغان

••• ═══ ༻✿༺═══ •••

 Courtesy.


mundigak.com 

,



King Zahir Shah, Last Afghan King In Rome In Exile. How King Lived In Rome. Dawood Afghan Blogs. 

How King Zahir Shah Lived In Rome?.  King Zahir Last Days In Rome. How King Zahir Shah Lived In Rome. Life Of Royal Afghan Family In Rome. Pashto History Blog


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso