Skip to main content

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona.

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona.


خطونه او کېسټونه

ډاکټر محمد علي ديناخېل

پوسټ ډاک فېلو

هومبولډ يونيورسټي (برلن) جرمني

نېته: 10م جولائي 2022


زۀ چې په درېم ټولګي (کلاس) کښې ووم نو زما پلار خط راولېږلو او ما په وړومبي ځل ولوستلو ۔ زما نيکه ډېر زيات خوشحاله شۀ چې وس په بل چا د خط لوستلو ضرورت پاتې نۀ شۀ ۔ بيا به خپلو خپلوانو ته خطونه هم ما ليکل ۔ د خط په اخر کښې به مو په اردو کښې وليکل چې خط لکهنے والے کي طرف سے خط پړهنے والے کو سلام ۔ يعني د خط ليکونکي د طرف نه دې خط لوستونکي ته سلام وي 



کله چې په پينځم جماعت کښې ووم نو يو کلي وال مو په مسافرۍ کښې وۀ يو ځل مې د هغه د پلار د طرف نه هغه ته خط اوليکلو ۔ بيا هغه خپل پلار ته وئيلي وو چې کله هم ماته خط رالېږئ نو په دۀ به يي ليکئ ۔ وجه دا وه چې هغه مشر سړے به ما پسې راغے وئېل راشه زمونږ کور ته او مونږ له خط اوليکه ۔ زۀ چې به لاړم نو د هغه هلک مور ، پلار او کور واله به راته خبرې کولې او ما به ليکلې 


د لسو مخونو نه خو ما چرته د هغوي کم خط نۀ وۀ ليکلې ۔ دوه ځله به مي پکښې چائے وڅښله ۔ پلار به يې خبرې اوکړې بيا به يې د هغه هلک مور ته وئېل هغې به خبرې اوکړې ۔ د هغه دوه ښځې وې هغوي ته بۀ هم د هغه پلار ووئېل چې که تاسو څه وئېل غواړئ نو ووايئ خو هغوي به وئېل زمونږ د طرف نه ورته صرف سلام اوليکه ۔ بيا چې به مې دا خط اوليکلو نو بيا به هغوي ټول  کېښناستل او ما به ټول خط ولوستلو ۔

په کلي کښې به يوه بله زنانه راتله هغې له به مې د هغې ځوي ته خطونه ليکل ۔ ځوي ته به ډېره قارېدله ۔ کله به يې وئېل چې داسې اوليکه چې مور صاحبه ډېره قاريږي (ځان ته به يې پخپله مور صاحبه وئېله) ۔


هغې له به مې هم ډېر اوږده خطونه ليکل ۔ بيا ډېر تنګ شوم ۔ هغې به خبرې اوکړې هغه ضروري خبرې به مې اوليکلې او نورې به مې نۀ ليکلې ۔ يوه ورځ مې دغه شان لنډ خط اوليکلو، هغې ووئېل وس دا ما ته ووايه ما هغه شان مختصر ووئېل ۔ خفه شوه وئېل تا خو زما د غصې او د قارېدلو هغه خبرې نۀ دي ليکلې ۔ بيا مې چل زده کړو ۔ خط به مې مختصر اوليکلو او چې بيا به مې ورته لوستلو نو د هغې هغه ټولې خبرې به مې ورته واورولې 


يوه ورځ يو کلي وال راغے وئېل زما ورور ته خط اوليکه ۔ خط مې د بدقسمتۍ نه په اردو کښې شروع کړو ۔ چې نيمې ته ورسېدم وئېل دا ورته اوليکه چې " هغه چيرګۍ جوټه سسته شوې ده ۔"


 حيران يې کړم چې اے خدايه دا به په اردو کښې څنګه ليکم ۔ يوه شيبه مې قلم په خوله کښې نيولے وۀ ۔ يوه مسئله دا هم وه چې کله به ليکونکي لږ سوچ کولو نو بيا به خلقو وئېل چې خط نۀ شي ليکلے او ټوله ورځ سوچونه کوي ۔ بس سمدستي مې فيصله اوکړه چې دا باقي خط به په پښتو کښې ليکم ۔ او هم دغسې مې اوکړه ۔ (خدائے شته چې د دې خبرې به پينځويشت ديرش کلونه شوي وي خو دا خبره مې په اردو کښې اوس هم زده نۀ کړه) ۔


مشر ترۀ مې په سعودي عرب کښې وۀ کېسټونه به مو ورته لېږل او هغه به هم کېسټ رالېږلو ۔ ټول خاندان يو ځائے اوسېدلو۔ چې کېسټ به راغے ماسخوتن به ورته کېښناستلو ټولو به واورېدلو ۔ که چرته د چا ماشوم نوم به هم هېر شوے وۀ نو هغه به هم ګيلې شروع کړې 


 بله به دا هم مشکله وه چې چا به وئېل زما نوم يې د دې بل نه ولې وروستو واخستلو ۔ چا به وئېل زۀ خو يې بس د نورو وړو سره په سېل کښې يو ځائے ياد کړم او زما نوم يې ځانله بيل وا نۀ خستو ۔ د کېسټ ډکونکي د پاره د دې رتبو مرتبو خيال ساتل ډېر ګران وو خو بيا به يې هم د دې ډېر خيال ساتلو ۔ افسوس چې هغه کېسټونه زمونږ په کورونو کښې محفوظ پاتې نۀ شو ۔ کاش که دغه موجود وې نو نن به مو د خپل نيا نيکونو، او د نورو مړو رشته دارانو خبرې اورېدلې ۔


 دا خبرې زمونږ د تاريخ، کلتور يوه اهمه برخه ده ۔ دا وخت زۀ په جرمني کښې د اول جنګ عظيم د پښتنو قيديانو په هغه خبرو څېړنه کومه، کومې خبرې چې د وړومبي نړيوال جنګ (1914-1919 ) په دوران کښې جرمنيانو د دوي نه ريکارډ کړي دي ۔ پکار دا ده چې مونږه هم د خپلو مشرانو خبرې، خطونه ، کېسټونه د ځان سره محفوظ اوساتو ۔

عکس مې د نيکۀ دے (دراني خان (1916-1995)




Tags And Keywords..

Letters And Recorded Cassettes. Khatoona Aw Casatona. Old Gold Days, Memories Of Writing And Sending Letters. Recording Cassettes For Relatives. Pashto Nostelgia, Yadoona, Zarha Yadona. Pashto Pedia Pashto Times, Pashto Letters.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso