Linguistics explained Pashto. Science Of Linguistics. Pashto Info Blog
#لسانیات Linguistics
لسانیات دَ ژبې دَ سائنسی مطالعې نوم دے
دَ دنیا ټولې ژبې دَ انسانی نطقی اعضاؤ
Speech Orgens)
نه دَ ادا شوو ترتیب شوو با معنی غږونو
systematic meaningful sounds)
نه جوړی دی اؤ جوړېږی
دَ دغه ترتیب شوو غږونو پهـ ذریعه مونږ خپل جذبات احساسات اؤ کېفیات نورو ته وړاندې کوو اؤ دَ خپل مافی الضمیر اظهار پرې کوو څنګه چې مونږ دَ غږ اعنی دَ
( sound)
خبره وهـ کړه نو پهـ ژبه کښې دَ ټولو اهمه خبره دَ غږونو ده غږونه هغه وخت هم موجود وو کوم وخت چې دَ تحریر څهـ شکل نهـ وهـ
دَ ژبې دَ مطالعې څلور اړخونه دی پهـ هغې کښې وړومبے اړخ (Phonetics)
دے چې دَ
phone
مطلب دے غږ اؤ
tics
مطلب سائنسی مطالعه مطلب ئې شو دَ غږ سائنسی مطالعه پهـ فونیټېکس کښې دَ غږونو عامه مطالعه کولے شی اعنی پهـ دې کښې دَ دغه اعضاؤ مطالعه هم کولے شی چې دَ کومو پهـ مدد سره چې غږونه جوړېږی اعنی
( Phonetics is the study of
individual sounds including
their production, reception
and physical properties.)
دَ فونیټېکس بیا ځانله درې اړخونه دی چې یؤ ته ارټیکولېټری فونیټېکس
(Articulatory phonetics)
وایې بل ته اډېټری فونیټېکس
( Auditory phonetics)
وایې اؤ بل اکوسټک فونیټېکس
(Acoustic phonetics )
دے.
پهـ ارټیکولېټری فونیټېکس کښې دَ دغه اعضاؤ دَ مطالعې نه علاوه دا مطالعه کولے شی چې غږ څنګه پېدا کېږی؟
(?How sounds are produced )
اعنی دَ غږ پهـ Articulation یا پهـ ( Production) پهـ کښې خبره کېږی .اعنی
(Articulatory phonectics is the study of how sounds are produced)
دې نه علاوه اډېټری فونیټېکس دے پهـ کوم کښې چې دَ غږ پهـ اؤرېدو خبره کېږی چې غږ څنګه اؤرېدلے کېږی اؤ څنګه اخستلے کېږی اعنی
(?How sounds are recieved)
دَ غږ پهـ
Receiption یا listening
پهـ کښې خبره کېږی اعنی
( Auditory phonetics is the study of how sounds are received)
دغه شان پهـ اکوسټک فونیټېکس( Acoustic phonetics) کښې دَ غږ پهـ ترسیل خبره کېږی چې غږ څنګه ترسیل کوې دَ غږ دَ ټرانسمشن مطالعه ده اعنی
(Acostic phonetics is the study of physical property of sound)
( How sounds are tansmitted?)
پهـ فونالوجی
(Phonology)
کښې دَ اوازونو پهـ تنظیم خبره کېږی چې څهـ رنګ دَ یوې مخصوصې ژبې غږونه ترتیب مومی اعنی
( sounds patterns)
پهـ کښې مطالعه کېږی
Phonology is the study of different sounds and the way they come together to form speech and words.
پهـ فونیټېکس کښې فون
(phone) مطالعه کېږی فون غږ ته وایې اؤ پهـ مارفالوجی
کښې
(Morpheme)
مارفیم مطالعه کېږی مارفیم دَ بامعنی اوازونو وړه اکائی ده اوازونه خپلو کښې میلاوېږی اؤ دَ هغې نه وړې وړې با معنی اکائیانې جوړېږی هم دغه وړو با معنی اکائیانو ته مارفیم وایې
(The smallest meaningful unit of sounds is called morpheme)
پهـ فونیټېکس کښې دَ غږ عام مطالعه اعنی
(Genral study of sounds)
کېږی
مارفالوجی
( Morphology)
صرف:
مارفالوجی دَ ګرامر هغه برخه ده چې دَ کلمو (مارفیمونو) پۀ رغاوړنې، ګردان اؤ دَ هغو دَ ډولونو سره کار لری
کلمه یا (مارفیم) دَ ژبې دَ ټولو نه وړوه معنا لرونکی عنصر دے چې دَ څو اوازونو دَ یؤ ځائې کېدو نه جوړېږی اؤ پۀ تجزیه کولو سره ئې بې معنې ساده اوازونه لاس ته راځی.
(The smallest meaningful Unit of Sounds is called Morpheme)
یعنی داسې مطالعه چې دَ لفظونو دَ جوړښت پهـ عمل خبرې کوی مارفالوجی
(Morphology)
نومېږی یعنی پۀ
Words formation)
پۀ کښې خبره کېږی دَ مارفی
م مطالعه مارفالوجی
(The study of morphemes is called morphology)
(The smallest meaningful Unit of Sounds is called Morpheme)
فونالوجی کښې دَ یوې مخصوصې ژبې دَ با معنی اوازونو دَ منظم کېدو مطالعه کېږی اعنی دَ یوې مخصوصې ژبې دَ غږونو دَ ترتیب مطالعه ده
داسې مطالعه چې دَ لفظونو دَ جوړښت پهـ عمل خبرې کوی مارفالوجی
(Morphology)
نومېږی اعنی پهـ
(Words formation)
پهـ کښې خبره کېږی دَ مارفیم مطالعه مارفالوجی ده.
(The study of morphemes is called morphology)
مارفیم دغه وړه بامعنی اکائی ده دغه وړو با معنی اکائیانو نه څنګه لفظونه جوړېږی نو دغه مطالعه پهـ مارفالوجی کښې کېږی.
بیا سینټېکس
(Syntax )
دے سینټېکس یا نحو پۀ اصطلاح کښې دَ ګرامر هغه برخه ده چې پۀ جمله کښې دَ کلمو پۀ مطابقت، ارتباط، ترتیب اؤ ترکیب باندې خبرې کوې یا دا چې نحو
(Syntax)
هغې پوهنې ته وایې چې دَ یوې ژبې دَ جملو، عبارتونو، فقرو، ترکیبونو پۀ جوړښت ترتیب اؤ تنظیم بحث کوی یعنی چې پۀ یوه جمله کښې دَ لفظونو دَ ترتیب څۀ اصول وی دغه پهـ جمله کښې دَ لفظونو دَ ترتیب مطالعه سینټېکس بللے شی . لکه چې څرګنده ده ژبه دَ نښو یعنی علامتونو یؤ نظام دے صوتی نخښې لفظی نخښې جوړوی پۀ دې مفهوم چې دَ صوتی نښو دَ ترکیب نه لفظی نخښې رامېنځ ته کېږی. اؤ هم دغه لفظی نخښو یا کلمو نه یوازې اؤ یا یوه دَ بلې سره دَ یؤ ځائې کېدو پۀ نتیجه کښې دَ ژبې نحوی (Syntax)
نخښې نخښانې راڅرګندېږی چې هغو ته ګرامری شکل وئیل کېږی اؤ دَ هغو نه وېنا یا خبرې جوړېږی. هم دغه دَ وېنا دَ اجزاؤ خپل مېنځی تعلق اؤ جوړښت پۀ جمع دَ نحوې (سینټېکس ) موضوع جوړوی.
دَ جملې پهـ جوړښت باندې دَ پوهېدلو دپاره دَ سیټېکس مطالعه کولے شی.
(The study of arrangement and word order in a sentence is called syntax)
دغه شان بیا دَ لفظ پهـ معنی باندې چې پهـ کوم علم کښې خبره کېږی نو هغه
(Semantics )
سیمنټېکس نومېږی خو سیمينټېکس کښې دَ لفظ یا جملې پهـ لغوی معنیو
(Lexical meaning)
بحث کېږی دَ معنیو مطالعې ته معنیات یا
(Semantics )
وایې
The study of meaning( lexical meaning) is called semantics.
محـمـد مهران.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.