Lyrics Of Khaliq Ziaar Ghazal. Hum Ye Bera Da Satalay, Hum Ye Taal Day. Singer Sardar Yousafzai.
Rasha Sta Lewany Oos Hum Pa Khpal Haal Day.
ارواښاد ډاکټر خالق زیار
هم يې بېره ده ساتلي هم يې ټال دى
راشه ستا ليونى اوس هم په خپل حال دى
د لوى خداى نه مې هم تاله دوران غوښتى
که مې کړى په خپل ژوند کې چرته سوال دى
داسې زر ترې جوړ کړي يو څه کله بل څه
ته به وايې زړه مې خټه يار کولال دى
شپې اخستى په ځان نه وي حساب نه دى
نور زما او ستا سيالي د چا مجال دى
چې د سود خبره راشي خلک ډېر دي
چې د حق د اذان وخت شي يو بلال دى
ستا د پنجو په سر تلۀ مې زړه پرېباسي
مشران وايي چې کبر له زوال دى
زه پښتون يم ته ښايسته يې دا پوره ده
په دنيا کې خو جلال دى يا جمال دى
زه د هرې انتها تر بامه لاړم
ما په ډېرو خوارو موندې اعتدال دى
يو د مينې په سر جګه شمله ګرځي
که په نوره شتمنۍ شي زيار کنګال دى
#زيار_صېب
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.