Skip to main content

Mansoor Hellaj Sook O? Who Was Mansoor Halaaj? Pashto Info

Mansoor Hellaj Sook O? Who Was Mansoor Halaaj? Pashto Info Mansoor Halaj



 د ده خپل نوم ابوالمغیث الحسین بن منصور الخلاج وو۔په 244 هجری یا 858 عیسوی کی د فارس په یو بیدا نومی کلی کی پیدا شوی وو۔او په 309 هجری یا 922 عیسوی کال کی په عباسیه دور کی په دار شوی وو۔بیدا د فارس یوه عربی نژاد قصبه ده۔دا یو صوفی۔عالم۔شاعر او استاد وو۔منصور خلاج د ده پلار وو۔حلاج ورته ځکه ویلی شی چه پلار به ي ډینډت کولو۔ډینډت د لرګی یو مشین وی چه مالوچ پری تومیا کوی۔ 


په کی نندافی لګیدلی وی۔چه هغی سره مالوچ الوزی او تومیا کیګی۔چونکه اوس سایٸنسی دور دی۔او د مالوچو تومیا کولو نور ډیر مشینونه ایجاد شول نو اوس ډینډت نیشته ختم شوی دی۔ده باندی په عباسی دور کی یوه اوګده مقدمه چلیدلی وه او د خپلو مذهبی او سیاسی عقایدو په وجه ورته پھانسی ورکړی  شوی وه 


د ده پلار د ده په ورکوټوالی کی د دغه بیدا نومی ځاي نه واسط نومی کلی ته کډه اوکړه چه دغه کلی یا قصبه د قرآن پاک د تعلیم په اړه مشهوره وه۔منصور د دولسو کالو په عمر کی قرآن پاک حفظ کړو۔او د مزید تعلیم حاصلولو د پاره د ابو محمدسهل بن عبدالله چه په سهل النستری هم مشهور دے په سکول کی ي داخله واحیسته۔چه د هغه وخت د دینی علومو حاصلولو د پاره مشهوره اداره وه 


چونکه مادری ژبه ي فارسي وه خو د ورکوټوالی نه ي ټول تعلیم په عربي کی کړی وو۔نو فارسی تری هیره شوی وه۔د شلو کالو په عمر کی بصری ته لاړو۔او هلته ي د امرمکی نومی عالم سره د تصوف علم اوکړو۔او هم د دی عالم لور سره ي واده هم اوکړو۔د دی نه پس د مشهور صوفی عالم حضرت جنید بغدادی رح۔ شاګرد شو۔د خپل استادجنید بغدادی په حکم مکی معظمی ته د حج د پاره لاړو۔هلته ي د خانه کعبی په احاطه کی پوره یو کال تیر کړو او ټول کال ي روژه وه۔او خاموشه به وو۔په دی دوران کی ي په سونو شاګردان هم جوړ شول 



د دی نه پس مشرقی ایران ته د تبلیغ د پاره لاړو او هلته ي پیځه کاله تیر کړل۔او واپس بیا بغداد ته راغی۔الخلاج څه وخت پس د دویم حج د پاره سره د خپلو څلور سوه شاګردانو دوباره مکی معظمی ته لاړو۔چه هلته پری څه صوفیانو او دوستانو د جادوګر او د پیریانو د لرلو الزام اولګولو۔چه د دغه الزام نه پس دی د انډیا او ترکستان په سفر لاړو چه په هغه وخت کی دا غیر اسلامی ملکونه وو۔په 290 هجری یا 902 عیسوی کی په اخری ځل مکی معظمی ته دحج د پاره په هندوستانی لباس کی لاړو۔خو په واپسی کی په کی ډیر بدلون راغی۔او داسی خبری به ي کولی چه د هغه وخت په دیني طبقه کی د دغه خبرو په وجه بی چینی پیدا شوه۔په دغه خبرو یا نعرو کی یوه نعره د اناالحق هم وه۔چه د دی نه د هغه وخت دینی طبقی دا مطلب واحیستو چه ګوندی دی واي چه زه خداٸ یمه۔په ړومبی ځل د یو اصفهانی نومی سړی په شکایت ګرفتار کړی شو۔او نهه کاله جیل ي اوخوړو او بیا ازاد شو 


خو اخر په 922 عیسوی کال کی بیا ګرفتار شو او د قرماتی باغی د جرم لیبل پری اولګیدو۔قرماتی باغیان به هغه چا ته ویلی شو چه د کعبی د ورانولو کوشس کوی۔او اخر د پھانسٸ سزا ورته واورولی شوه۔ما په تاریخ کی کتلی وو چه د هغه وخت د خلیفه مور هم د ده د حلاصی پوره کوشش اوکړو۔خو د درباری دیني طبقی په مقابله کی کامیابه نه شوه۔اخر په 23 ذالقعده یا 25 مارچ باندی د ده سزا مقرر شوه۔د مرګ په وخت کی چه ده کوم الفاظ ویلی وو۔هغه ټول په اخبار الحلاج کی درج دی۔هر څوک ي کتلی شی 

د دغی الفاظو نه پس ي د قرآن پاک د 42 نمبر سورت چه سوره شوری دی۔18 نمبر آیت تلاوت کړو۔ویلی شی چه د ده د دار کولو په وخت په زرګونو خلق تماشی ته ولاړ وو۔دا واقعه د دجلی دریاب په غاړه شوی وه۔چا چه پھانسی کولو هغوي اول په مخ ګزارونه ورکړل۔بیا ي ورته دومره کوړی ورکړی چه دی بی هوشه شو۔او بیا تری سر غوڅ کړی شو۔بیا ي ورله په تنه تیل واړول او اور ي ورته اولګولو۔او د سوزیدو نه پس ي ایری دجله دریاب ته حواله کړی شوی۔دا ټولی خبری د موقعی د ګواهانو دی۔د ده واقعی سره نوری هم عټی او وړی واقعی تړلی او په تاریخ کی بیان شوی دی۔خو ما ستاسو حدمت کی داحتصار نه کار واحیستو او غټ غټ تاریخی واقعات می بیان کړل۔


ګرانه زمونګ غټ غټ عالمان او صوفیاٸ کرام منصور شهید ګنړی او ډیر د قدر په نظر ورته ګوری۔لکه جلال الدین رومی حضرت داتا ګنج بخش او رخمان بابا او داسی نور هم ډیر دی۔لکه رخمان بابا یو ځٸ کی واٸ۔


اورنګزیب او شاه جهان غوندی اشراف۔

صدقه شه د منصور غوندی ننداف۔

یا بل ځاﺉ واي چه۔


پام کوه منصور غوندی په دار نه شی رخمانه۔

مه کړه دا د عشق خبری مستی رندانه۔


یو بل شاعر چه نوم ي رانه په دی وخت کی هیر دی داسی واي۔


منصور د دار په سر ناری د اناالحق وهلی۔

شو بی پروا چه ي شراب د بی پروا څکلی دی۔


ګرانه ده به تقریبا 47 یا،48 کتابونه لیکلی وی۔چه پکی طواسین او دیوان منصور الحلاج ډیر مشهور دی۔دیوان ي ما کتلے دے۔ زه ي درته د یو شعر مفهوم وایم۔دی واي چه۔


ما خپل خداٸ د زړه په سترګو اولیده۔زما نه ي تپوس اوکړو چه ته څوک ي۔ما ورته ویل ته۔

مینه او مننه۔



Salim Khan


Tags, Metadata And Keywords.

Mansoor Hellaj Sook O? Who Was Mansoor Halaaj? 

Pashto Info about Mansoor. Ana Al Haq Of Mansoor. 

Mansoor Helaj Sook Wo. Da Mansoor Da Anal Haq Falsafa.  Pashto Who Is Who. 

Mansoor In Pashto Poetry. Pashto Times Pedia.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso