Moor. Moor Nazam By Ghani Khan. Lyrics Of Moor Pashto Nazam.
#مور
زه د هغه لال زه د هغې د سترګو تور ومه
زه به د هغې په سينه تل وده نسکور ومه
اوس ئې ښکته ښکته د مزار کاڼو ته ګورمه
خاورو کښې هغه ده چې ئې زه د زړه هلال ومه
هغه لال شو خاورې چې ئې زه وړوکى لال ومه
لاړمه آسمان ته ما وې اى د جهان مور سپوږمۍ
زور د مرګى زيات دى که دى زيات د مينې زور سپوږمۍ !
اورى په لحد کښې څوګ د سوى زړګى شور سپوږمۍ !
موټى خاورې څنګه پټ د حسن يو جهان کړى
يو پوکى د باد دا چمن څنګه بيابان کړى
خله مې نه جوړيږي چې ظالم ووايم رحمان ته
خو مرګ چې د جهان بادشاه کړم څه ووايم ځان ته
ولې دروازه د علم لر نه شوه انسان ته
سيال ئې د ځان ولې کړم چې زه د خاورو سيال ومه
هغه لال مې څه شو چې ئې زه وړوکى لال ومه
غنی خان
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.