Nan Ba Shpa Zama Da Yaar Pa Koom Makan we. Hamid Baba Ghazal.
"د حمید دا زنده ګي شرمنده ګي ده"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نن به شپه زما د يار په کوم مکان وي؟
جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دوکان وي؟
شرمولي به يې حسن کوم ترکان وي؟
کوم دوکان به يې د خولې د درو کان وي؟
په ډيوه به يې د مخ څوک پتنګان وي؟
همخوابه به يې پاکان که ناپاکان وي؟
ولې نه چوې له دې غمه زما دله
چې دې واورېده ديار د تلو بدله
**
نه به وي ورسره هسې مسلمان څوک
چې يې واخلي خسمانه د اب ونان څوک
نه به وي ورباندې هسې مهربان څوک
چې يې وبولي په ځار او په قربان څوک
يا يې سيوری که په سر لاس د احسان څوک
يا يې وکا د بل کار سر و سامان څوک
چې له هسې غمه نه مرم،ژوندی پايم
توف زما په محبت شه بې وفا يم
**
ګوره ناست به وي خپه په ځينو خرو کې
که به پروت وي لکه لعل په ايرو کې
کوم سرود به کا له زړه سره په ورو کې
د سړي مهر به غواړي په پېرو کې
نه به مومي دغه نور په دا بشرو کې
که به ځان لره وي ډوب په خطرو کې
دا کوم شرم دی، کوم ننګ په محبت کې
چې غمخور نه شوم د يار په دا غربت کې
**
په قهقهه به خندېدلی وي که نه وي؟
د زړه غم يې غولېدلی وي که نه وي؟
فراغت به يې پسندلی وي که نه وي؟
چا به حال ترې پوښتېدلی وي که نه وي؟
کټ پوزی به يې موندلی وي که نه وي؟
غونچه وار به موسېدلی وي که نه وي؟
نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې
چې همدم نه شوم د يار په دا خوارۍ کې
**
په مزله به يې سبا ګوره څوک مله وي
نه پوهېږم چې به ساد وي که به غله وي
په څه شان به شکسته زهير په زړه وي
له تغمې به يې د زړه، نغمه په خوله وي
دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي
رانجه کړې به يې چا خاورې د پله وي
سزاوار د هر ستم، د هر پېغور يم
چې مې يار په سفر تللی، زه په کور يم
**
په څه شان به شکسته درومي په لارې
په ګردونو الوده سپينې رخسارې
زړه په خار د بېکسۍ پارې پارې
ابلې به يې وهي د وينو دارې
نه به وي هسې هندو مسلمان بارې
چې يې وکا دلاسا د يوې چارې
نه مې شرم شته نه درم په حساب کې
چې له يار سره لاړ نه شوم په رکاب کې
**
که هر څو په غړيو غړند په پښو شل وای
په سينه پسې څکېدای د اشنا مل وای
درست د غم په خنډ و خار سره څول څول وای
د هر چا په دا پېغور ملامت غل وای
راپېښ شوی هر نقصان و هر ذلل وای
خو له يار سره مې کړی دا مزل وای
چې ترې پاتې شوم ريښتينی عاشق نه يم
سر تر پايه دروغجن يم، صادق نه يم
**
يا له ياره سره تللی په سفر وای
په هر ځای مې غوړولی پرې وزر وای
يا يې مړ د بېلتانه له غمه زر وای
يا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظر وای
که دا نه کېدای هرګزه معتذر وای
خود په خود مې ځان وهلی په خنجر وای
هسې پاتې شوم په يار پسې مخ توری
په جرګه د عاشقانو کې کوز ګوری
دا څه مينه، محبت، څه عاشقي ده
دا څه پت، څه مروت، څه صادقي ده
**
دم قدم دغه بازي، منافقي ده
په مذهب دعاشقانو فاسقي ده
سراسر ناقابلي، نالايقي ده
په ذمه مې د سنګسار ګناه باقي ده
**
چې مې يار په سفر تللی زه په کور يم
ګويا مخ په تبۍ تور او په خره سپور يم
چې مې يار په هند بارات زه په خپل کور يم
نه له غمه پسې مړ نه کر او کور يم
نه بې هوښه، نه پښې يبلې، نه سرتور يم
خواړه خورمه، اوبه څښم، په خندا خور يم
د يار يار، د خپلو خپل، د ورونو ورور يم
لکه ومه هغه شان په خپل انځور يم
د حميد دا زنده ګي شرمنده ګي ده
که يې مړ کا، عزراييل ته بنده ګي ده
(عبدالحميد مومند)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.