Skip to main content

Pashto Matalona Food Maxims, Food Related Proverbs.

Pashto Mataloona. Food Maxims, Food Related Proverbs.


پښتو يوه له هغو ژبو څخه ده چي پکښي د غذا سړه تړلي شفاهي ادبي او ژبنيز توکي زيات دي. په دې کي لنډي کيسې، ټوکي، محاورې، ضرب المثلونه او متلونه هم شامل دي. ما د امتحان لپاره نن له خپلو فيسبوک دوستانو څخه وپوښتل چي د غذا په تړاو کوم متلونه پېژني. صرف د څو ساعتونو په جريان کي راسره ملګرو لاندني تر ۲۰۰ څخه زيات متلونه شريک کړل چي له کبله يې زما اټکل راته درست ښکاره سو چي د غذا په تړاو په پښتو ژبه کي زيات متلونه مستعمل دي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای شپږمه نېټه


په فيسبوک کي زما د ملګرو له خوا راسره شريک کړل سوي متلونه:


1 ـ اتڼ کوه شېرداده نن بیا د چرګ ښوروا ده

2 ـ آتڼ کوه میرداده، نن بیا د چرګ ښوروا ده

3 ـ اوبه په وار وار څښه

4 ـ اوبه دي یخې مړۍ دي ګرمه

5 ـ اوګره په تازیله نه سړېږي

6 ـ اوګره په تلوار نه خوړل کیږي

7 ـ اوګره په تلوار نه سړيږي

8 ـ اول نس وروسته اودس

9 ـ اول وخوره د ځان غوښې بیا وخوره د ښکار غوښې

10 ـ بخت د بختورو نه ځي کاک له ګېډور نه ځي

11 ـ بې مرچه مه خولې کیږه

12 ـ پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس به یې لري

13 ـ پر ګازري (زردکي) نه یم، پر خرپ ئې یم

14 ـ پسی چې هډوکي خوري، اول د خپلې ک... سره سلا کوي

15 ـ په اخوند ښوروا هم ډېره ده

16 ـ په اوړو کي یې شګه ده

17 ـ په پردي خيرات کي سپي په ډبرو مه ويله

18 ـ په تشه خوله شخوند نه وهل کېږي

19 ـ په حلوا، حلوا ويلو خوله نه خوږېږي

20 ـ په دسترخوان د بل خولې ته مه ګوره

21 ـ په دغه شکنه يې پوري کوه

22 ـ په دېګ چې څه وي په کاسه‌کې ترې لوېږي

23 ـ په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه

24 ـ په کاسه چې موړ نه شوې په څټلو نه مړیږي

25 ـ په کوچو کي یې غاښ ووتی

26 ـ په کور کي نه اکوک نه پياز ارږی دي دومره واز

27 ـ په لاس کي یې وچ اوړه مردار دي

28 ـ په مړه اوبه مه څښه

29 ـ په میاشتو وږی، په یوه ورځ نه مړیږي

30 ـ په نس کي نه کوک نه پياز ارږی د وازګو

31 ـ په نه خواړه اشر

32 ـ پوره وي که سپوره په شريکه دې وي

33 ـ پوره وي که سپوره له خپله کوره دې وي

34 ـ پیاز دي وي په ناز دي وي

35 ـ تالي ته يې مه ګوړه ټنډې (تندي ) ته ګوره

36 ـ تر خوړلو یې امید ښه دی

37 ـ تر يوې خورما دوې وڅکي لا ښه دي

38 ـ ترخه خوره ترخه مه وايه

39 ـ تږی په خوب اوبه ویني

40 ـ توت په کپه انګور په دانه

41 ـ تور بانجان بلا نه وهي

42 ـ توري به لالا وهي ګولې به عبد الله وهي

43 ـ ټول خواړه زړه ته سلام کوي، خو سېب ته زړه سلام کوي

44 ـ چا وخوړی د ځان غوښی چا وخوړی د ښکار غوښی

45 ـ چڼې په غلا نشي چيچلې

46 ـ چه درانده بارونه وړي خوراک یې ځوځ دی

47 ـ چې ابۍ یې کوي، سابو/اورږې ته هم تبی کوي

48 ـ چې اوږه یې نه وي خوړلي د خولې یې بوی نه ځي

49 ـ چې پردۍ ښوروا ته يې میدوې تا به یې وچه خورې

50 ـ چې چېرته وخر ې پياڅه ( جوارې يا سوکړک) هم هاغه ځای له بيا سه (ځه) د خیبري اپريدو متل

51 ـ چې نه ځې په شا به دې کم، چې نه خورې څه به دې کم

52 ـ چې نه دې وي سړي مه کورت خوره مه غوړي

53 ـ چې نه یې خوري، هغه سل خرواره خوري

54 ـ چې ويې غواړې په خوله نو وبه يې خورې په څه

55 ـ چې ویی غواړې په خوله وبه یی خوری په څه

56 ـ چي اوږه وه نه خوري د خولې یې بوی نه ځي

57 ـ چي پر اخور دي لوی سوی وي، غاښ یې مه ګوره

58 ـ چی په سېب نسو خوشحاله په باغ هم نه خوشحاله کیږي

59 ـ چي په گوړه مري، په زهرو يې څه له وژنې

60 ـ چي خېټه لري، له هغې بلا مه وېرېږه

61 ـ چي د کاسې په منځ موړ نه سې، په څنډو به ئې هم موړ نه سې

62 ـ چي زما سره ګرځې داسي کشمش به خورې

63 ـ چي مربي لرې مربا خوره

64 ـ چی نه ځې په شا به دي کړم، چي نه یې خورې څه درباندي وکړم

65 ـ چي نه لرې سړي مه کورت خوره مه غوړي

66 ـ چي نه لرې سړي، مه قورت خوره مه غوړي

67 ـ څه چې په کټوه کې وي په څمڅه کې راپورته کیږي

68 ـ څوړی څه په څنګ څه په نس

69 ـ څوک چى لږ خوري هغه ډېره خوري، څوک چى ډېره خوري هغه لږ خوري٠ ( هدف يې دادى چى د يوه عمر کميږي او د بل عمر ډيريږي )

70 ـ خپل په خوله خورې د بل په سترګو

71 ـ خپل تر بس خورې د بل په هوس

72 ـ خپله ډوډۍ دبل پر سترخوان مه خوره

73 ـ خپله وچه ډوډۍ د بادشاه له ډوډۍ غوره ده

74 ـ خټکی له خټکي رنګ اخلي

75 ـ خدایه باران وکړې د خان غنم اوبه کړې مسکینان په ماړه کې

76 ـ خدایه را کړې خپل،چې ویې خورم تل

77 ـ خواړه له رنګه خوړل کېږي

78 ـ خورې څښې ما کره،غاپې د مېرزا په کوټه

79 ـ خورې خمچه (وچه ډوډۍ) او پسکۍ د وازدو ولې

80 ـ خورې سوکړک خیال د حلوا کوې

81 ـ خوړلی دي سوړ سک دی ارږی دکورتو کاږې

82 ـ خولۍ دي په غوړو کي ده

83 ـ د بل ښوروا ته وړه مه کوه

84 ـ د بل وکاسې ته یې وړه کوي هغه یې وچه خوري

85 ـ د پور تر حلوا نغده څپیړه ښه ده

86 ـ د پوونده ګاځرې ترې جوړول

87 ـ د تخته پول نرۍ وریجي هر ځای نه پیدا کېږي

88 ـ د چا په غوړو [ډوډۍ] پورې کول

89 ـ د خوار په لاس کې غنمینه ډوډۍ عیب ده

90 ـ د سپې په خوله د بحر اوبه نه مرداریږي

91 ـ د سر ئې د غورمې بوی ځي

92 ـ د سلو کالو وږی به په سل کاله موړ نسي

93 ـ د سیال خواړه دنامرد په ګیډه کې پراته وي

94 ـ د صبر میوه خوږه وي

95 ـ د صبر میوې په پراخه پخېږ‎ي

96 ـ د غریب سړي غاښ په حلوا کې خیږي

97 ـ د ‌کور اوبه دې دارو شه

98 ـ د کور پېتي د بل کالۀ تر چرګ غوره ده

99 ـ د کور مخته یې پیشو په ټاپ تېرېږي

100 ـ د کور وچه(ډوډۍ) له پردۍ غوړې ښه ده

101 ـ د لوږي مړ سه د منت خواړه مه خوره

102 ـ د میلمه جواب پاتی دی

103 ـ د میلمه جواب پاتی دی

104 ـ د ناز خواړه یا ډېر تروه وي يا بل منگه

105 ـ د نغري خوراک د پسرلي خوراک دئ

106 ـ د وږی په سږي هم ښه کېږي

107 ـ د وږي سترګې دسترخوان کي وي

108 ـ د وږي له غوږه د ډوډۍ غږ (ږغ) ورځي

109 ـ دَ یار لپاره غټه غوښه خوړل

110 ـ دبې کاره ښځي به شلومبې بدبویه وي

111 ـ ده بل تر غلمینه خپله اوربشینه ښه ده

112 ـ دومره وخوره چي هضمولای یې کړې

113 ـ دې انغري سره نژدې ژر به مړې دلې

114 ـ ډوډۍ خپله خوره عقل دبل څخه زده کوه

115 ـ ډوډۍ د خان پخیږي ګوتي د نانوای سوځي

116 ـ ډوډۍ که د بل ده نس خو دي خپل دی

117 ـ ډوډۍ که د بل ده، نس خو دي خپل دی

118 ـ ډوډی بل ځای خورې ارږی پر موږ صافوې

119 ـ ړنګه يې خوره چې خخه د نه شي

120 ـ زړه دي کدو غوندي ډک ونیسه

121 ـ زما غوړی ستا پر کورتو تویږي او ټراری لا هم کوي

122 ـ زوم تې خاګنه کول په خپله ورته بېسده سوه

123 ـ سابه ور په مالګه کول

124 ـ سپمولي سپو خوړلي

125 ـ سړه يې خوره

126 ـ ښه انګور چغال خوري

127 ـ سوړسک (جواری) د غلمينې سيال نه دی

128 ـ شپه که تياره ده مڼې په شمار دي

129 ـ شلومبو ته رباب وهي پیاز په ګنډه ګرځوي

130 ـ شنې په پټه نه چیچل کیږ‎ي

131 ـ شيدو سوځلی مستې پوکي

132 ـ شيدې نعمت دی چې غوړي پرې واچوې نعمت الله سي

133 ـ غټه ګوله که ثواب لري انډيوال حق لري

134 ـ غوايی حلال ندی خانک يې په سر نيولی

135 ـ غوړ پر غوړ تویېږي، نه پر خواره چاوده

136 ـ غوړ په غوړو تویږي

137 ـ غوړي او پنیر دې وي، په ویر دې وي

138 ـ غوړي لا غوړ

139 ـ غوښه چې وسوځیږي هم له سبو ښه وي

140 ـ غوښه که اوسوزي هم دال نه ښه ده

141 ـ غوښي د هر چا خوښي دي، خو پیشي ایمان پر راوړی دی

142 ـ غول خوړل

143 ـ فيل وګټه اوښ وخوره

144 ـ قرت خو قرت دي خوند يې اوبو وړی دی

145 ـ ګوړه ګوړه وایه خوله به دي خوږه وي

146 ـ کابل که نه خورې، نو بد ېې هم مه وایه

147 ـ کبابو کښي هډوکي مه لټوه

148 ـ کډو په نس کې هم یوه میاشت د خدای ثنا وایي

149 ـ که خپله يې وخورې غول به شي که بل ته يې ورکړې ګل به شي

150 ـ که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي

151 ـ که شلومبې نه را کوې د غوا سترگې خو را ښکاره کړه

152 ـ که کور پردی دی خېټه دې خپله ده

153 ـ که ورېژې غوړي خوړل اسان وې نو د منجۍ زامنو به خوړلې

154 ـ که وږی یم لری لا نه خورم

155 ـ کوړت کوړت دلته کوې، هګۍ هلته اچوې

156 ـ لالا را وړې لالا خوړلې

157 ـ لږ خوره تل خوره

158 ـ لږ خوره تل خوره،ډیر خوره ګنډیر خوره

159 ـ لږ خوره هوسا ګرځه

160 ـ لږ يې خوره تل يې خوره

161 ـ لږي وريجي ډيرې ډمامې

162 ـ لکه دشلومبو غرپ دګولې مخکي مه ځه

163 ـ لکه شلومبې تر ګولې مخته تېرېږې

164 ـ له پتيو (دالو) سوې غوښه هم ښه ده

165 ـ له دېګ یې کاشوغه ګرمه ده

166 ـ له غره نه غوښه او له سيند نه ښوروا جوړوي

167 ـ له يوې کټوي دوه هډونه مه راکاږه

168 ـ لویې مړۍ[ګولې] ثواب لري، خو یو څه د نس خیر هم په کې وي

169 ـ ماغزه خوړل

170 ـ مرګ دي وي خو د حلوايي پر دوکان

171 ـ مرگ پر ماړه نس ښه وي

172 ـ مړه ګېډه فارسي وایې

173 ـ مړۍ[ګوله] په خپله خوله کي خوند کوي

174 ـ مستې د هر چا خوښېږي خو د پشکې پسې زېړی وي

175 ـ مفت خواړه پور دي ياپېغور

176 ـ مڼه له خپلې ونې (درختې) لرې نه لوېږي

177 ـ موږ دي په سړه نه ګډو ته په توده راګډ سوې

178 ـ موږ ېې په هډوکو نه راګډوو دی په ښوروا راګډيږي

179 ـ مور یې په کلي شلومبې غواړي، لور یې په یو من کوچو سر نه غوړوینه

180 ـ موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟

181 ـ موړ نس فارسي وايي

182 ـ میلمه خپل خواړه له ځان سره راوړي

183 ـ نيمه ډوډۍ پور کړه د ژمي شپه پر کور کړه

184 ـ نیمه ډوډۍ د کوټې پای

185 ـ هر سړی د بل په دسترخوان خپله ډوډۍ خوري

186 ـ هر سړی وايي چي زما د غړکي خوند سم دی

187 ـ هغه آش هغه کاسه

188 ـ وای سهار یې ځانته خوره، غرمه یې ملګري سره خوره او دشپې یې له دښمن سره

189 ـ وای له غ... اوګره چپه سوه، وای په نصیب کې به مې نه وه

190 ـ وچه ډوډۍ د کوټې پاى

191 ـ وږي ته ئې وویل یو یو څو کېږي ویل دوې ډوډۍ

192 ـ وریژې د وره پورې، سوکړک غره پورې

193 ـ وړيا انګور تروه وي

194 ـ ومه خورې ها نغن ، چې ته شې په پلن

195 ـ ویل فقیره غوښي دي، ویل زما هم خوښي دي

196 ـ ویی ګټه مريی په شان ویی خوره دزمري په شان

197 ـ ياد به دي زه کړم موړ به دي خدای کړي

198 ـ یتیم په ورانو شودو کي خیر دی

199 ـ يو املوک سل يې پسکۍ

200 ـ یو په ست ښه ښکاري بل په نه خوراک

201 ـ یو د لوږی مړ کېدئ، بل یې سر ته پراټې پخولې

202 ـ یو شخوند دې وي، ښه شخوند وي

203 ـ یو له ست بل له نه خواړه

204 ـ يو له لوږي مړ کېدی بل يې تر سر لاندي پراټې لټولې

205 ـ یو نس سل مینته


Keywords Abd Tags To Find This Blog Post.


Akhtar And Foods, Eid Foods, Pashto Quotes About Eid.

Pashto Matalna. Food Maxims, Food Related Proverbs. Khorak Aw Akhtar, Food And Eid, Receipes And Pashto Maxims, Pukhto Matalona. Pukhto Matal. Pashtun Foods, Foods For Eid 2022. Pashto Quotes about Foods, Pashto Eid Quotes 2022 And 2023. 



Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso