Skip to main content

Pashto Story, Pukhto Qessa. Pashto Translation Of Maulana Rumi

 Pashto Story, Pukhto Qessa. Pashto Translation Of Maulana Rumi 


يو ماشوم په منډه شيوانا (د اسلام نه مخکي د ايران يو مفکر) ته راغلى او وې ویل : مور مي د معبد د کاهن په لارښونه فيصله کړې چي د لوى بت په پښو کي زما د ماشومي خور قرباني ورکړي. ته مهرباني وکړه د هغې ژوند وژغوره. 

شيوانا دستي له هلک سره معبد ته لاړ ګوري چي ښځي د نجلۍ پښې او لاسونه په رسيو تړلي دي. چاړه په لاس سترګي پټي يو څه وایي. ډېر خلک د ښځي په شاوخوا راټول و. د بت خانې کاهن په ډېر غرور سره بت ته نژدې په يوه لويه ډبره ناست او دا هر څه ګوري. 

شيوانا چي کله د ښځي خواته ورنژدې سو ګوري چي ښځه له خپلي لور سره ډېره مينه لري بيا بيا يې په غېږه کي نيسي او مچوي يې. خو بيا هم د معبد د بت د خوشالولو لپاره د هغې قرباني ورکوي. 

شيوانا ترې وپوښتل چي هغه ولي خپله لور قرباني کوي؟ ښځي ورته وویل: کاهن راته ويلي چي د بت د خوشالي لپاره خپله تر ټولو ګرانه هستي قرباني کړه تر څو زما د ژوند ستونزي د تل لپاره ختم شي. 

شيوانا په خندا وويل: نو دا نجلۍ تاته کله تر ټولو ګرانه ده، تا خو ددې د وژلو اراده کړې، تاته چي تر ټولو ډېر ګران دى هغه خو په ډبره باندي ناست هغه کاهن دى چي ته يې په وينا يوه معصومه وژنې. دا بت دومره احمق ندى، بت د هغي هستي چي تاته تر ټولو ګرانه ده قرباني غواړي. که تا په غلطۍ سره د کاهن په ځاى خپله لور قرباني کړه نو بت به نور هم خفه شي او ژوند به دي دوزخ کړي. 

ښځي له لږ و ډېر فکر وروسته د نجلۍ لاس و پښې خلاص کړل چاړه په لاس د کاهن په لور يې منډه کړه. خو هغه له مخکي لا له هغه ځايه تللى و. 

وايي هغه کاهن بيا هيڅ کله په دې سيمه کي ونه ليدل سو. 

تر ټولو بده داده، په چا موږ اعتماد کوو هغوى موږ ته دهوکه راکوي.

په نړۍ کي پوهه فضليت لري او يوازينۍ ګناه جهالت دى. 

حکایت د مولانا جلال الدّین محمّد بلخی رومي له کتاب "مثنوي معنوي" څخه.

ژباړه 

ښځه خو پوهه سوه د لور ژوند يې وژغورى، اوس به مجاهد ملت کله فکر کوي او پوهېږي به



Pashto Story, Pukhto Qessa. Pashto Translation Of Maulana Rumi. Pashto Story, Pashto Translation, Rumi, Maulana Rumi Balkhi, Jalal Ud Din Rumi. Pashto Pedia Pashto Times„ Pashto Blogs, Pashto Article.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso