Skip to main content

Piryan. Jin, Jinaat, Piryaan. Reality Of Jin Or Jinaat. Pashto Info

Piryan. Jin, Jinaat, Piryaan. Reality Of Jin Or Jinaat. Pashto Info


پيريان

د پېريانو کورونه

پېريانو ته هغه ځايونه پېريانو ته هغه ځايونه زيات خوښ وي چې کوم د انسانانو څخه خالي وي لکه ساراګانې. او ځينې پېريان په بيت الخلاء ګانو او ډېرانونو کې اوسېږي. او په دوی کې ځينې له انسانانو سره اوسېږي. دې وجې نه رسول الله صلی الله عليه وسلم به سارا ته ووت او دوی به يې الله طرف ته رابلل، قرآن به يې دوی ته لوست او دوی ته به يې د ديني امورو تعليم ورکاوه. دا کار رسول الله صلی الله عليه وسلم څو څو ځله کړی دی. لکه چې دا په بخاري او مسلم کې د ابن عباس او ابن مسعود رضی الله عنهما په روايت کې ذکر دي.


او ډېرانونو او بيت الخلاء ګانو کې ځکه اوسېږي چې دوی د انسانانو جوټه شوی او پاتې شوی خوراک خوري. لکه چې دا په مسلم کې د ابن مسعود رضی الله عنه په حديث کې راغلی دی لکه مخکې چې تېر شو.



حافظ ابن حجر رحمة الله عليه فرمايي:((ابن ابي الدنيا له يزيد بن جابر نه چې په شام کې له ثقه کشرانو تابعينو څخه دی، نقل کړي دي چې فرمايي:(هېڅ داسې کور نشته چې د هغې په چت کې به پېريان نه وي. او کله چې د سهار ناشته کېښودل شي نو دوی راکوز شي او انسانانو سره خوراک شروع کړي. دا کار دوی د بېګا د خوراک په وخت کې هم کوي. (فتح الباری ۳۴۵/۶)


زه وايم: ابوبکر بند عبيد په (مکايد الشيطان) کې د يزيد څخه داسې روايت نقل کړی دی چې (په مسلمانانو کې هېڅ داسې کور نشته چې د هغوی د کور په چت کې به له مسلمانانو پېريانو څخه يو پېری نه وي، څه وخت چې د سهار خوراک کېښودل شي نو دوی راکوز شي او له هغوی سره خوراک وکړي. او کله چې د بېګا په وخت کې خوراک کېښودل شي نو پېريان ورسره خوراک کوي. الله د دوی په وجه د هغوی لوږه لرې کوي.)


پېری د انسان په بدن کې څنګه ننوځي او چېرته اوسېږي؟

جِنات هوا ده او د انسان په بدن کې مسامات (نري نري سوري) دي. دې وجې نه پېري لپاره ممکنه ده چې د انسان په بدن کې له هر ځای څخه وغواړي داخل شي. او په دې خبره باندې چې جنات هوا ده دا قول د الله تعالی دی


(وخلق الجان من مارج من نار) الرحمن:۱۵

ژباړه: او د جِناتو پلار يې د اور د شغلې له يو طرف څخه پيدا کړی دی. او د شغلې طرف هغه ګرمه هوا ده له کومې څخه چې اور راوځي.

څه وخت چې جِني د انسان بدن کې ننوځي نو نېغ دماغو ته ځان رسوي او په دماغو کې د مرکزيت حاصلولو نه وروسته د دماغو د لارې نه بيا طاقت لري چې د انسان د اندامونو څخه يو اندام اغېزمن کړي. طبي مباحثو دا خبره ثابته کړې ده چې د دوی په نزد د ميرګو د ناروغۍ لپاره ډېر ناشنا اثر کونکي حرکتونه وي چې په دماغو کې يې قرار نيولی وي.

او ما ته په خپله ډېرو جِناتو خبر راکړی چې مونږ په دماغو کې پاتې کېږو. په دوی کې يو کس ما ته وويل: زه کولای شم چې د دې انسان د اندامونو نه په يو اندام باندې اثر وکړم. او يو ځل ما يو پېري ته وويل: دا مټ ونيسه، هغه خپل مټ را اوږد کړ، نو درې کسه قوي ځوانان پاڅېدل دې لپاره چې دا مټ واړوي خو د هغوی طاقت ونه شو. ما ورته وويل: پرېږده، نو هغه يې پرېښوده او د مخکې په شان شو.

پيريان څنګه شکل او صورت اختياروي؟

قاضي ابويعلی محمد بن الحسين بن الفراء وايي:

شيطانانو لپاره په خپل شکلونو بدلولو او په صوتونو کې د نقل کېدو طاقت نشته. صرف دا ممکنه ده چې الله تعالی دوی ته څه کلمات او قسماقسم کارونه ور وښايي چې کله پېری دغه کارونه وکړي او دغه کلمات ووايي نو د دې په وجه يې الله تعالی د يو صورت نه بل صورت ته نقل کړي. نو ويل کېږي چې په دې صورت او شکل جوړولو باندې قادر دی خو د دې معنی دا وي چې دی په داسې قول او فعل قادر دی چې کله يې ووايي يا يې وکړي نو الله تعالی ده لره د خپل عادت مطابق د يو صورت نه بل صورت ته نقل کړي. پاتې شوه دا خبره چې پېری خپل ځان په خپله بل شکل او صورت ته نقل کوي نو دا خبره ناممکنه ده. ځکه د جِناتو د يو صورت نه بل صورت انتقال هله کېدای شي چې کله اول بدن مات شي او اجزاء يې جدا جدا شي. او کله يې چې بدن مات شي نو زنده ګي يې ختمېږي.(آکام المرجان ص:۱۹)

نوټ: هيله ده چې يو څه ګټه يې درته کړې وي که نور معلومات هم غواړی د پوسټ شير بايد لسو ته ورسېږي مننه 

#هڅونه

Mansoor Faisal



Tags, Metadata And Keywords.

Piryan. Jin, Jinaat, Piryaan. Reality Of Jin Or Jinaat. Pashto Info about Jinaat, Jin, Peryan, Peray, Jin, Jinaat Ki Haqiqat, Jin Aur Insan, Jinaat Aur Insaan, islam Awr Jin, Jinat Ki Reality, Where Jin Lives, Where Jinaat Live? Pashto Times, Pashto

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso