Skip to main content

Radio Kabul Pukhtunistan Show Producer Abdul Manan Dardmand.

Radio Kabul Pukhtunistan Show Producer Abdul Manan Dardmand.

By Irfan Dardmand

Abdul Manan Dardmand Of Charmang Bajaur. 

د نن نه دوه دېرش کلونه وړاندې هم په ننۍ ورځ په يوويشتمه جولايي کال 1990 کې زما نيکه عبدالمنان دردمند وفات شوی و او په دوويشتمه د جولايي رحمان بابا هديره پېښور کې خاورو ته وسپارل شو غواړم چې د هغوی لنډه پېژندګلو درسره وکړم


ارواښاد عبدالمنان دردمند په کال ۱۹۱۳ کې باجوړ چهارمنګ سېدا شاه نومې کلي کې پېدا شوی و د پلار نوم يې مولوي سيد احمد و. دردمند صېب د مور په غېږ کې و چې پلار يې مړ شو مور يې کونډه او دردمند صېب يتيم شو


د خپلو زدکړو په اړه دردمند صېب داسې ليکي 


سبق مې لومړی د غازي پښتون په مدرسه کې چې د بابړې د مشهور ملا صېب په زمانه کې په سېدا شاه زمونږ په کلي کې جوړه شوې وه او هلکانو او حتی ځينې نجونو په کې ګډون درلود او د لويو علماؤ او پوهانو له خوا اداره کېده او د پخواني هند مهاجرينو او مجاهدو استاذانو له خوا درس ورکول کېدۀ ابتدائي علوم مې پکې لوستلي دي مګر وروسته بيا دغه مدرسه د مالي کمزورتيا په وجه د بابړې د ملا صاحب د وفات څخه وروسته لغوه شوه بيا مې په خصوصي ډول سبقونه ولوستل او خصوصي مطالعې مې وکړې.



ارواښاد عبدالمنان دردمند په پښتو، پښتونولۍ مئين سړی و ټول عمر يې د دې ژبې په خدمت کې تېر کړې و مدام يې پښتنو ته د خپلې ژبې د قدر کولو تبليغ کړی دی لکه يو شعر کې وايي

چې عشق نه وي په زړه کې له لېلا نه څه ګيله

پښتون چې پښتو پرېږدي له بل چا نه څه ګيله


 دردمند صېب يو لیکوال, شاعر او ژورنالیسټ و ټول عمر د هېواد په مطبوعاتو کې کار کړى چې تقريبا 10 کالونه د راډيو افغانستان د پښتونستان د پروګرام مسئول و استاذ عبدالروف بېنوا صېب د دردمند صېب په اړه په خپل کتاب اوسني ليکوال کې ليکي:


ښاغلی عبدالمنان دردمند په رښتيا سره د اوسنيو دردمندو ليکوالو او حساسو شاعرانو څخه دی چې ليکنې يې په قومي رنګ رنګينې دي او شعرونه يې د ملي دردونو ډک دي ښاغلی دردمند په خپلو ليکنو او په تېره بيا په خپلو سلېسو اشعارو کې خپلې هغه پښتنې ارزوګانې او له درده ډکې هېلې څرګندوي چې د پښتني دنيا دپاره يې لري دا به مبالغه نه وي که وويل شي چې د ده ټولو ليکنو ټولو شعرونو مهم مطلب په دې دريو ټکو کې خلاصه کېدلای شي پښتو، پښتون، پښتونولي.

دردمند صېب يو سپېڅلی او بې زاره پښتون دی پاک زړه متواضعه وضع او نرمه لهجه لري دردمند صېب له بې ځايه وچو تعصوبونو او حسدونو څخه لېرې ښکاري د پښتو ژبې خدمت سره زياته مينه لري او تر خپله وسه يې په دې لار کې کار هم کړی دی د ده زياتره آثار د پښتو او د پښتو خدمت په نېت ليکلی شوي دي 


مدام يې جنګ په پوله په تروکي په چنار دی 

پښتون کله اوزګار دی چې پوه شي په ژوندون


د ورځ پاڼو د مسئول په توګه دارواښاد دردمند صېب دندې :


: په باجوړ کې د لمبې اخبار موسس کال 1933

:د ازاد پښتون په نوم يو پينځلس ورځنی اخبار اخبار موسس چې په باجوړ کى خپریده

:د ا لمجاهد اخبارچې په تنول کى خپريده

:په فراه کى د سیستان دورځپاڼې مسئول

:په ګردیز کې دوړانګې مسئول

:د کابل مجلې مسئول مدير

:دائرة المعارف مجله

دهيوادورځپا نې مسـئول مدیر

:په هرات کى د اتفاق ا سلام دورڅپاڼې مسئول مدیر

:د پامير اداووه نیزې مسئول مدير کابل

:د انيس ورځپاڼې مسئول مدير


چاپ شوي آثار :

------------------

وښکلې توره په کال 1943

پښتو سوچه لغات په کال  1944

نوى خيال 

نن سبا په کال 1948

ملي ناره په کال  1949

ادبي سوغات په کال 1950

ملي يووالى په کال 1952

پښتونستان وپيژنئ دري ژبه کې چاپ شوی 1970

دپښتونستان د خپلواکۍ تړون 4 جلده د کال 1964 نه1968 پورې 

پښتو ليکونه   1971


قلمي نسخې

------------

دګودر ګلونه د اشعارو مجموعه چې څلوېښت زره بېتونه لري 

ولسي دستور العمل

پښتو موسيقى ټڼګ تکور درې جلده 

طبیعي عنعنوى بوټي درې جلده 

زمونږ رسول ص

خوږې کيسې 

اوښکې شاعرانه قطعات

نوميالي پښتانه

دپښتونستان قاموس

پښتو ډرامې

د غم سېلاب

دحج د سفر رساله


عبدالمنان دردمند صېب د خپلو ورکو کتابونو ذکر په خپل کتاب کې څه داسې کوي :

__________________________

 په ډېر افسوس  سره ويلی شم چې زما ځنې نور آثار او قلمي کتابونه د افغانستان د تباه کوونکي او خونړي انقلاب څپېړې ووهل په لاره کې تالا شوي ممکن يو وخت د بل په نوم ښکاره شي دغه تالا شوي کتابونه عبارت دی


عنعنوي طب درې جلده قلمي نسخه

پښتو ليکونه دوهم جلد قلمي نسخه 

ټنګ ټکور درې جلده قلمي نسخه 

سور کفن 

ولسي دستور العمل 

زما د نيکونو بيوګرافي 

سمسور پسرلی 

وښکلې توره 

او داسې نور تاريخي ياداشتونه د‌ افغانستان په طورخم کې د خونړي او ورانونکي انقلاب د علم او ادب تاریخ دښمنانو تالا کړي زما دعوه پرې پاتې ده ممکن د دې شرميدلي انقلاب د خاتمې وروسته دغه اثار د خپل برايت لپاره ښکاره کړي او زما  دا آثار وليدل شي


د دردمند صېب د شاعرۍ يو څو نمونې


غزل:

چې مې وکاته د عشق په ائينه کې 

زړه مې وکړل ټوپونه په سينه کې

هغه زړه نه دی چې بې ياره ژوند غواړي

معشوقې کله موندی شي په کينه کې

اور دې پورې شي په هغه ژوندون باندې

چې ځان لوند نه کړي د عشق په چينه کې

هغه ورځ به د اختر وي په ما باندې

که مې سر کړي يار قبول په شکرانه کې

دومره نشته مرغلرې په درياب کې

لکه زه چې ساتم ستا مينه په سينه کې

داسې نه ده چې زه اوس په تا مئين شوم

مئين شوی يم په تېره زمانه کې

نور عالم که په نان دريو سره بخت دی

زه مئين يم بخت په خپله يارانه کې

ما چې خوند ستا په يارۍ کې دی موندلی

دومره کله شته دی خوند په کينه کې


                   د حق دشمن 

دعوه که د ايمان لرې بيا لور نو خرڅوې څه له 

اخلې يې ولور په سر مرداره روزي خورې څله 


نفس ليونى کړې د شيطان سره ملګرى شوې

ځوم غريب مجبور کړې بد دستور پرې چلوې څه له 


ولوله قرآن ځان کې پېدا کړه د ايمان سبق 

اى د حق دشمنه ځان په سترګو ړندوې څه له 


ځان ته پښتون وايې د پښتو پوښتۍ دې ماتې کړې 

اصل د رواج په نوم کمبخته بدلوې څه له 


دين او شريعت درته خودلى د خداى فرض دى 

ته د لور په حق او په ژوندون حملې کوې څه له 


راشه د قرآن او د حديث مسئلې يادې کړئ 

مه کينه راپاڅه ځان په کنج کې پټوې څه له 


پاڅئ حق خواهانو د ممبر په سر وينا وکړئ 

پيغلې پښتنې په رواجونو زړه وې څله 


پاڅئ د دردمند په شان رښتيا سپينې نارې وکړئ

آه د لور په مال پښتونه خپل ځان مړوې څه له

 

                   ************** 

 د اوسنيو نه د پخوانيو ګيله


نيکونه په قبرو کې

پراته په هديرو کې 

د شرمه کتی نشي ژوندانه ته د اولاد 

هر څه شولو برباد 


په مونږ کى ٶ غېرت

ژوندون ٶ د عزت 

نه برج نه قلعه او نه لوړې دروازې وې

په ژوند کې به مزې وي


د يو تن به اشر ٶ 

ټول کلى به خبر ٶ 

په يو پېنډه به کيناستو خپل او که پردى ٶ

ښوروا او که پېتي ٶ 


اتحاد او اتفاق 

په دى قوت ٶ ښاد 

روغبړ او راشه درشه په حجره او په دېرو کې

جومات او په حجرو کې


دا پاکې عقيدې وې

مظبوطې ارادې وې 

ښادي او په اخترو کې به يو شانته شريک ٶ 

يو بل ته په تبريک ٶ 


افسوس په دې اولاد اوس 

هر څه شولو برباد اوس 

پښتو ته يې شا کړې او پښتو يې کړله ماته 

خانه يې کړه ميراته




Radio Kabul Pukhtunistan Show Producer Abdul Manan Dardmand.

By Irfan Dardmand

Tags, Keywords And Metadata.

Abdul Manan Dardmand Of Charmang Bajaur.  

Abdul Manan Dardmand Life Story And Pashto Biography. Radio Kabul Pashtunistan Radio Show In 70s.

Life and Works Of Abdulmanan Dardmand. 

Pashto Pedia Pashto Times Pashto Info Blogs. 

Zama Jwand Aw Jadujehad By Bacha Khan.

Comments

  1. ډېره مننه مو د معلوماتو نشرولو څخه د ښاغلي دردمند صايب کتابونه به څنګ پېدا کړو ؟ که پي ډي ايف کې يې خپاره کړئ ډېره مننه به وي دغه يو ډېر لوې ليکوال و خو له بده مرغه څوک يې پېژني هم نه

    ReplyDelete
    Replies
    1. This comment has been removed by the author.

      Delete

Post a Comment

Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso