Report on the Tribes of Dir, Swat, and Bajour together with the Utmankhel and Sam Ranizai
دا خاوره او دا خلک
د خالق زيار د ژباړي نه
...........................................
د اتمانخېلو علاقه
دا غرايزه سيمه د رود او امبار د سيندونو په منځ کې واقع ده او دذمشرق خواته د رانېزۍ او سمه رانېزۍ تر پولې پوري د سوات د سيند او د پيښور د ضلعې په منځ کې غزيدلې ده په دې سيمه کېاتمانخېل قبيله اباده ده. داسې ښکاري چې قبيله د کرلاڼې څانګي د کوډی څانګي سره تعلق ساتی کله چې يسفزو او منډڼ قبيلو د-سيليمان سلسلی د شمال مغرب نه کوچ وکړو نو دا قبيله ورسره شوه - او په شپاړسمه پيړۍ کې چې کله يوسفزو سوات او ترکلانو باجوړ ونيولو نو دې قبيلې هم داخپله موجوده مځکه قبضه کړله
دا يوه لويه قبيله ده ديو تل په پوره ډول ازاد پاتې شويدی او هيچا ته يې خراج نه دي ورکړۍ د ددوئې علاقه په لوڅو غرونو او کندوکپرو مشتمله ده او که د رود د سيند د جنوبی اړخ د خړې سيمه ترې يو طرفته شی نو د دې علاقې ځمکه خواره او غير پيداواری ده.
دا قبيله قبيله په ډيرو خېلونو او وړو برخو کې تقسيم شوې ده چې د يو بل سره د وامداره بدۍ لری او په مجموعی ډول پکې يو والی په نظر نه راځی د دوئې د خپلو ګاونډيانو نه ځان جدا ساتی البته د ټوټۍ اتمانخېل چې په يوه وړه غونډې سيمه د سمرانيزۍ سره په اباد دی د سمرانيزۍ د خلکو سره نزدې رشتې لرې.
د اتمانخېلو د علاقې يوه برخه د پيښور د ضلعې د انتظام لاندې ده د دې برخې مشرق ته ټوټۍ شمال اړخ ته يې متو بازارګۍ پوری د سوات د سيند جنوبی لوړه (water shed) او د بازارګی نه ښکته مغرب خواته يې د سوات سيند بهمری اتمانخېل د دې سيمې اتمانخېلو ته لمن يا د امان اتمانخېل وايې.
په دې غرونو کې د ميشته کېدو نه وړاندې دې قبيلې د لوند خوړ د خواو شاه علاقه نيولې وه کومه چې اوس د پيښور په ضلعه کې شامله ده د دې قبيلې يوه برخه چې د کې په حساب د سانېزۍ اتمانخېل بهمرۍ اتمانخېل او پيغزۍ سره تړون لری (دا نسبونه اوس په ټوټۍ کې اباد دی) اوس هوم په دې سيمه کې ميشته دی او د نوری قبيلې نه رابيل شوې دی . د سنکاوو-کوهی-مياه خان-خرکۍ-برمول او پيپل ابادی اوس هم په دې نسبونو مشتمله ده پخپله لوند خوړ اوس تقريبا ټول پهر دلته اباد شو و خټکو مشتمل دی.
ژبهLehja...
کومه لهجه چې يوسفزۍ وايې دغه پاک او سوچه شکل دۍ
د اتمانخېلو د پښتو لهجه د د دير باجوړ د خلکو نه بدله ده
کردار......
اتمانخېل د دير او باجوړ د خلکو په نسبت د بدل اخستلو په سلسله کې زيات سخت دی او دښمنۍ يې ډيرې خطرناکې وی.
په مجموعی ډول د-دير سوات خلک چې کله د نورو ځايونو د پښتنو سره مقايئسه کوو نو په يو لحاظ د دوئې د خپلو ګاونډيانو نه توپير لری او هغه داچې په دې خلکو کې د نظم و نسق روحيه موجوده ده تر يوريا څه حده دا روحيه د باجوړ خلکو ته هم ورپوری وتې ده . په کمه اندازه چې اتمانخېلو کې موندلی شی هغه نظم ونسق چې د کلې وګړی د قابو لاندې ساتی او هغه موڅر اختيار چې جرګه يې دکلې د معاملو او قبيلوی مفادو په لړ کې لري د توجه وړ دی. په دې کې شک نشته چې دا روحيه د پخواه نه راراوان درخلکو سره د مربوط حکومت د نظام له کبله پيدا شوې ده .
د حکومت نظام قبيلوی او د عام خلکو سره مربوط.....
د دير او باجوړ د وړو خانانو حکمرانی داشرفی نظام نمونې وړاندې کویل. په داسې حال کې چې په ټول اتمانخېل او زيادتره باجوړ کې سپېڅلی جمهوريت موجود دۍ
په اتمانخېلو کې پاک جمهوريت شکل موجود دی
د کابل سره د دير سوات او باجوړ د قبيلو تعلقات
د ۱۸۹۵ ينعې دې علاقو ته د راتلو نه وړاندې دا د ډيرو مشرانو طريقه وه چې کابل ته به تلل او د امير نه به يې ماجب په شکل حصه هغسته داسې ښکارې چې چې ماجب به د اتمانخېلو نسبونو ته ورکړی کيدل په خاص ډول حاجی امير زمان خان اتمانخېل چې د شموزۍ اتمانخېل ملک دې - ادم خان اتمانخېل او ارباب خان اتمانخېل دغه ملکانانو ته به ماجب وکدرکړيکيدو
د ګټې وټې نظام......
د ګټی وټی نظام په بيلا بيلو ځايونو کې په بيلا بيل ډول دې لکه په دير سوات باجوړ او اتمانخېلو کې
عشره په دې ټوله علاقو کې رواج نه لری لکه اتمانخېل او سمرانيزۍ او د سوات څه قبيلې هيچاته هم عشر نه ورکوی
By Nangyal Utmankhel.
Utman khel tribe
#utmankhel_british_era
#Dakhawraawdakhalak
Report_on_the_teibes_of_dir_swat_bajaur_together_with_utmankhel_and_samranizai.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.