Riaz Tasneem Pashto Ghazal Poetry. Murshida. Pashto Shayeri. Pashto Poetry SMS. Pukhto Shayeri SMS.
غزل :- رياض تسنيم
انتخاب :- ابراهیم شاه قياس
_______________
يو عام غوندي سړےعی وۀ ، قلندر نۀ وۀ مرشده!
تسنيم خو ستا د کرښو نه بهر نۀ وۀ مرشده!
دا خدای خبر د کومو دعاګانو برکت دی
زما خو په خپل ځان دومره باور نۀ وۀ مرشده!
منمه چې دا ښار د بربادۍ په لور روان وۀ
هيڅ نه وو ، خو زړۀ داسې هم کنډر نه وۀ مرشده!
يو زۀ د مدح خوانو په هر بار کښې کوږ لرګی وم
زده کړی مې بس دغه يو هنر نۀ وۀ مرشده!
ساتلی يې په شونډو دروغژنه هرکلی وو
خلاص مړی چا د زړه د قلا ور نه وۀ مرشده!
دې مرګ چې لۀ کافورو جولۍ ډکه وه راوړې
دا ټول کلی خبر وۀ ، خو خبر نۀ وۀ مرشده!
خبر چې شۀ د هجر د کېميا لۀ خاصيته
تسنيم خاوري ايرې وۀ ،بيا سرۀ زر نه وۀ مرشده!
_______________
تسنيم خدامست
د رياض تسنيم کليات مخ ۱۷۲
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.