Rohila Pashtuns. Word Rohila And Pashtuns In India. Pashto Pedia
دا لفظ روهېله دے
د پښتونخوا وطن ته یې "روه" ویل نو د غزنویانو او هغې نه پس دورو کښې چې کوم پښتانۀ هندوستان ته تللي وو او څۀ یې پۀ هندوستان کښې پاتې شؤل، هغوي ته به یې روهېله ویل. د هندوستان د پخواني ریاست "اود" سره نږدې یوه سیمه د "روهېلکنډ" پۀ نامې یادېږي، ښایي چې دا نوم د پښتنو د ټاټوبي لۀ امله روهېلکنډ نومؤلے شوے دے
انګرېز تاریخپوه "الفنسټون" د "روه" پۀ اړه لیکلي چې د پښتنو وطن ته روه وايي او دا لفظ (روه) پۀ پنجابۍ کښې د غرۀ مانا ورکوي
خوشال خان خټک هم پۀ خپل یو شعر کښې "روه" ستایلے دے؛
چې د روه پۀ ملک کښې ښۀ پښتون یادېږي
نن مــومند، بنګښ، ورکزے او اپریدے دے
کاظم خان شېدا هم د روه وطن یادؤنه کړې ده؛
پۀ هندي ادا یې وکړي پۀ مــا چارې
زۀ شېدا پۀ زړۀ ساده د روه افغان یم
مېجر راورټي پۀ خپل کتاب
(Notes of the Afghans)
کښې د پښتنو ورشو د "روه" پۀ نوم یاده کړې ده
د راج ولي خټک یو کتاب د "روهالوجي" پۀ نوم دے چې د پښتنو د ژوند ژواک او اصل نسل پۀ اړه یې لیکلے دے
او پۀ وروستیبال کښې دې زما یو شعر درته ډالۍ وي؛
تصور د روهستان یې، تصور د ورک لالي یې
د بهیر د سترګو توره! د بهیر د ژوندون عیده!
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.