Saghar Saddique. Tragic Life Story Of Urdu Poet Saghir Saddiqi. Pashto
په لنډو ټکو کښې د ساغر صدیقي د ژوند دردوونکي قصه
،
"خاک میں مل گئے نگینے لوگ"
-
د نړۍ په ادبیاتو کۀ نظر تېروو نو ځینې داسې شاعران په نظر راځي چې هغوي د خپل فن او فکر له وجې په صدو پس خو په ښه نامو یادیږي، ولې په خپل وخت کښې پرې زمانې داسې لوبې کړې چې بنده ئې ژوند یادوي نو زړۀ ئې غوټه کیږي ـ دا شاعران یا خو ډېر په تنکي عمر کښې مړه دي، یا ئې د بې وسۍ او غربت نه مالدارو او با اثره خلقو فائدې اخستې او یا په اخر عمر کښې د خپلو خلقو او اولاد د لاسه په لړزان ګور ته تللي دي ـ
دغه لړۍ اوږده ده د خوشحال او اشرف خان هجري نه تر خاطر افریدي پورې یادوو، یا د انګرېزۍ د جان کیټس او اردو کښې د بهادر شاه ظفر نه تر جون ایلیاء د ټولو ژوند د بېلابېلو ناوړه حادثو نه ډک دے ـ خو په دغه ټولو کښې ما تر هر چا زیات مظلوم نوموړے ساغر صدیقي محسوس کړوـ
،
زما نصیبه ګنډیریه...
نۀ دې څاروي خوري نۀ دې جونه بویوي نه...
ساغر صدیقي چې خپل نوم ئې محمد اختر خان ؤ، په کال ۱۹۲۸ کښې په امباله انډیا کښې پېدا شوےـ باقاعده زده کړې ئې نۀ وې کړې خو بیا هم د یو مشر حبیب حسن خوا له به تللو ـ د هغۀ نه ئې څۀ نه څۀ زده کړه کړې وه ـ د ۱۳،۱۴ کالو د عمر نه ئې شعرونه وئیل شروع کړې وو، وړومبۍ کښې ئې "ناصر مجازي" تخلص کوو، خو وروسته ئې ساغر صدیقي قلمي نوم خوښ کړوـ په وړوکوالي کښې ئې وړې وړې مزدوریانې هم کړې دي ـ د تقسیم هند نه پس د امرتسر نه لاهور ته راغلوـ
هسې خو ساغر په وړومبي ځل په کال ۱۹۴۴ء کښې په یوه مشاعره کښې د شرکت کولو او کلام اورولو سره په خلقو ځان منلے ؤ ـ خو دلته د راتلو نه پس د ساغر ملګرو د دۀ کلامونه په بېلابېلو مجلو او ورځ پاڼو کښې چاپ کړه ـ د کلام د خورېدو او نور مشهورېدو سره د فلم/سنیما سره تړلي خلقو په ساغر د خپلو فلمونو سندرې لیکل شروع کړل ـ د ډېرو فلمونو سندرې پرې ولیکلې شوې ـ په مشاعرو کښې موجودګي به ئې د مشاعرې روح ګڼلے کېدوـ تر ۱۹۵۵ پورې د ساغر د عروج ورځې وې دغه دوران کښې هغۀ د څو اخبارونو رسالو سره هم کار وکړوـ یا ځینې د دۀ په ادارت کښې هم وتلې ـ
د ساغر د شاعرۍ د اثر دا واقعه هم بیانیږي چې په کال ۱۹۵۸ کښې د جګر مراد ابادي په صدارت کښې یوه طرحي مشاعره وه ، د مشاعرې طرحه وه:
"سجده گاہ عاشقاں پر نقش پا ہوتا نہیں "
ساغر صدیقي پرې خپل کلام ووئیلو چې مطلع ئې وه:
ایک وعده ہے کسی کا جو وفا ہوتا نہیں
ورنہ ان تاروں بھری راتوں میں کیا ہوتا نہیں (ټول غزل)
د حاضرینو نه ئې ډېر داد وصول کړو او د دې کلام د اورېدلو نه پس جګر صاحب چې سټېج ته راغلو نو خپل کلام ئې ؤ شلولو او ؤ ئې وئیل چې د دې د پاسه بل کلام نۀ وئیلے کیږي ـ
د هغۀ څوک ورور یا خور نۀ ووـ د موره یو وۀـ ځکه به کله کله په دغه خبره هم خفګان ورتلو او وئیل به ئې :
"میں نے دنیا میں خداوندِ رحیم و کریم سے بہن بھائی کا عطیہ بھی نہیں پایا۔ یہ معلوم نہیں کہ خدا کو اِس تنہائی سے یگانہ بنانا مقصود تھا یا بیگانہ؟ بہر حال شاید میری تسکینِ قلبی کے لئے کسی کا نام بھائی رکھ دیا گیا ہوجو سراسر غلط ہے۔"
په مینه کښې ناکامۍ (یا ځینې نورو وجوهاتو) هغۀ د دنیا و مافیها نه ناخبره او په لارو کوڅو کښې په یو سخا څادر او کپړو کښې ګرځېدونکے مجذوب کړو ـ په قسماقسم نشو اخته شوـ چرته به په هدیرو، ډېرانونو، یا خوشي ځایونو ګرځېدوـ داتا دربار ته به هم ورتلو بنګ او چرس به ئې څښل یو سپے به هم ورسره ؤـ هغه یو شاعر وائي:
میرے گھر کا دریچہ پوچھتا ہے
میں سارا دن کہاں پھرتا رہا ہو
(محسن نقوي)
،
د ساغر صدیقي په اړه وئیلي شي چې هغۀ یو نظم لیکلے ؤ، یوه مصرعه په کښې داسې وه:
"کیا جو صبر ہم نے، ہمیں ایوب ملا"
دا مصرعه د صدر ایوب د نظره تېره شوې وه (یا د نورو زرائعو نه هم د ساغر د فکر نه خبر شوے ؤ) ـ هغۀ چې کله لاهور ته راغلو (بله قصه هم د دې په اړه مشهوره ده)، نو د دې شاعر سره د ملاقات خواهش ئې ظاهر کړوـ فرمان ئې جاري کړوـ چې دا سړے ما ته حاضر کړئ ـ
د سحر نه تر ماښامه پورې پسې سرکاري نفري وګرځېده خو پېدا ئې نۀ کړو ځکه چې د هغۀ څۀ مخصوص معلوم ځاے نۀ ؤ ـ د ماښام په وخت کښې ئې یو ځاے ولیدو، چې د پان واله د دکان سره ولاړ دے ، پان را اخلي ـ دوي خوشحاله شو چې اوس به د حکم تعمیل وشي ـ ورغلل او ورته ئې ووئیل چې صدر درسره مېلاوېدل غواړي ـ ساغر ورته ووئیل چې زمونږ فقیرانو سره د صدر څۀ کار؟ افسر ورته نور هم څۀ لالچونه ورکړل خو ساغر انکار وکړوـ او ورته ووئیل چې زۀ ګورنر هاوس ته نۀ ځم صدر به ما له څۀ را کړي دوه، څلور سوه روپۍ ؟ د فقیرانو قیمت د دغې نه ډېر زیات دے ـ
خلق هم چاپېره راټول شوې وو ـ ساغر قلم وغوښتوـ بیا ئې د سګریټو یو تش ډبې راوخستو کولاو ئې کړو ـ او په دننه سپین ځاے ئې ورته دا شعر ولیکلو:
جس عہد میں لٹ جائے فقیروں کی کمائی
اس دور کی سلطان سے کچھ بھول ہوئی ہے
(بقلم خود ساغر صدیقي)
او څوک دا شعر هم یادوي:
ہم سمجھتے ہیں ذوق سلطانی
یہ کھلونوں سے بہل جاتا ہے
بیا ئې ورته ووئیل دا مو صدر له ورکړئ ، هغۀ به پوهه شي ـ او داسې ترې لاړو ـ
ساغر صدیقي په تن مجذوب ؤ، خو د تخیل پرواز ئې د اسمانونو سره خبرې کولې ـ دغه وجه وه چې د هغه د بې وسۍ،غربت او بدې ورځې نه خلقو بلها مالي ګټې پورته کړې خو هغۀ ترې خبر شوے هم نۀ دے ـ
د فلم انډسټرۍ کسانو به پرې ډوډۍ،سګرټ یا نشه وکړه او خپلو فلمونو له به ئې پرې شاهکار سندرې ولیکلې ـ چا به پرې په دغه طریقه غزلې ولیکلې او بیا به ئې په کښې خپل نومونه/کسرونه ووئیل/چاپ کړل او عزتونه شهرتونه به ئې پرې حاصل کړل، خو ساغر به هم هغسې په بد حال بې کوره بې درکه ګرځېدوـ بله زړۀ دردوونکي المیه دغه وه چې د هغه شپږ کتابونو " خشت میکدہ، لوح جنوں‘ شب آگہی‘ شیشہ دل‘ غم بہار‘ مقتل گل" د هغه په ژوند پبلشرانو د خپلې فائدې د پاره چاپ کول خو ساغر صدیقي ته ترې روپۍ فائده نۀ رسېده ـ د نشې د ستنو یا نورو نشو د پاره به ئې د یو بل نه پیسې غوښتلې ـ
په جنوري ۱۹۷۴ کښې دې په ایرو کښې لعل، بدنصیبه شاعر ته فالج وشوـ د فالج د علاج کوشش ئې په نورو تېزو نشو سره د کولو کوشش وشوـ څۀ قدرې ښۀ شو خو یو لاس ئې د همېشه د پاره معذوره شو ـ دغه دوران کښې ئې خوراک څښاک کم کړے ؤ ـ وجود ئې بیخي کمزورے شوے ؤ، صرف څرمن او هډوکي ښکارېدل ـ او داسې په ۱۹ جولائي ۱۹۷۴ د دې عظیم لیکوال "مړ وجود" او زمونږ د معاشرې جنازه د سړک په غاړه مېلاوه شوه ـ ملګرو ئې په میاني صاحب قبرستان لاهور کښې خاورو ته وسپارلوـ
ـ
زندگی اک جبر مسلسل کی طرح کاٹی ہے
جانے کس جرم کی پائی سزا یاد نہیں
-
د ساغر مشهور زمانه قلندري دهمال کلام "هو لعل میرے پت رکهیو بهلا جهولے لعلن" د هندوستان، پاکستان مشهورو سندرغاړو وئیلے دے او اوس هم په استانه وئیلے کیږي ـ
د نور کلام نمونې:
رہبروں کے ضمیر مجرم ہیں
ہر مسافر یہاں لٹیرا ہے
معبدوں کے چراغ گْل کر دو
قلب انساں میں اندهیرا ہیں
زندگی حادثوں کی دنیا میں
راہ بھولی ہوئی حسینہ ہے
،
کوئی تازہ الم نہ دکھلائے
آنے والی خوشی سے ڈرتے ہیں
لوگ اب موت سے نہیں ڈرتے
لوگ اب زندگی سے ڈرتے ہیں
،
ساقیا تیرے بادہ خانے میں
نام ساغر ہے مے کو ترسے ہیں
،
چند غزلوں کے روپ میں ساغر
پیش ہے زندگی کا شیرازہ
،
(اوس ئې ټول کلام په کلیات کښې چاپ شوے ـ د ادبیاتو زده کوونکي پرې د ایم.اے، ایم.فل یا نورې مقالې لیکي) ـ
د "روزنامه جنګ" د یو خبر تر مخه حکومت پاکستان د ساغر صدیقي د مرګ نه "۴۸" کاله پس هغۀ ته د "سول انعام" ورکولو فیصله کړې ده ـ😢
/
لیک/لټون: عدنان خیالي
۱۷ جولائي ۲۰۲۲
ــــــــــــــــــــــــــــــ
ضروري نوټ: د انعام د خبر لوستلو نه پس مې ضروري وګڼله چې د پښتو ژبې او ادب زده کوونکي ملګري د دغه بدنصیبه شاعر د دوزخ دوزخ ژوند نه د خبرولو کوشش وکړم ـ تاسو کولے شئ چې د کتابونو یا نورو زرائعو نه ځان د هغه د ژوند او شاعرۍ نه نور په تفصیل سره خیر کړئ ـ ځکه چې دا واقعات به تاسو ته جدا جدا هم مخې ته راځي ـ بحرحال ما ئې د ژوند حال مختصر بیان کړو ـ تاسو ئې په ډېر څۀ قبول کړئ ـ مننه🌻
ـ
For more Like and Share⬇
Adnan Khyalee Official 👈👍
Tags, Metadata And Keywords.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.