Sati Rasam In Hindus. Sati Rassam Explained In Pashto. Research By Waqas Espazai.
«ستي»
څېړونکی: وکاس ایسپزی
***
چې په يار پسې روغ ځان سېځي په اور کښې
زۀ پـــــه دا رســــم مئيــن يــــم دَ هـنـــــدوانـو
*خوشحال بـابـا
د ستي دود په اړه دا ویلای کېږي' چې دا دود مغل اکبر ختم کړی وو' حالانکي داسې نۀ ده' وړومبی خو دا دود په عامو هندوانو کې شتون نه درلود' بلکي د لوړې طبقې هندوانو کې دود وو ـ خو پر دې دود سلاطین دهلي (دهغه پاچهان هم زیاتره افغانان ول) د واکمنیو پر مهال سخت بندیز وو او دا دود به هاغه چا ترسره کاوه' چا څخه به چې د باچا له اړخه رسمي اجازت نامه وه او ظاهره ده' د باچا له دربار څخه به هر چاته او بیا عام هندو ته اجازه نه ترلاسه کېدۀ ـ ابن بطوطه پخپله سفرنامه کې د ستي دود په اړه لیکي:
«یو ورځ ما ولیدل' چې یوې هندوې ښځې ځان سمبال کړو او پر اسپه سوارۀ شوه؛ نور هندوان او مسلمانان ددې شاته شاته روان وو؛ مخکې مخکې نغارې غږېدلې؛ بامبړان (براهمڼ) چې ددوې مشران وو' ورسره ورسره وو ـ چون د باچا سیمه وه' نو ځکه د باچا د اجازت نۀ بغیر یې سېځل نۀشوی کولای
باچا د سېځلو اجازت ورکړ' نو بیا یې وسېځل ـ
/
څۀ موده پس یو ځل بیا اتفاق وشو' زۀ چې په کوم ښار کې وم! زیاتره وګړي یې هندوان وو او دوۍ په نوم ابرهي وو' ددوۍ واکمن د سامره (سومرو) قوم مسلمان وو' د واکمن د سیمې په خواوشا کې هندوان ددۀ تابع نه ول' یو ځل يې نافرماني وکړه' نو مالداره هندوانو د ځان سره مسلمانانو بوتلل او دوۍ پر ضد وجنګېدل
جګړه خو ډېره سخته وشوه او د رعیت ۷ هندوان پکې ووژلی شول! په دې کې درې ښځې وې' چې هغوي د ستي کیدو هوډ وکړ؛ ستي کیدل په هندوانو کې واجب نۀ دي' خو چې کومې کونډې د خاوند سره ځان وسېځي' نو د هغوي کورنۍ درانۀ شمېرلی کېږي او دهغه ښځې وفاداره ګڼلی کېږي؛ خو چې کوم کونډې ستي نۀشي' نو په هغوي غټ غټ ځړوکي (جامې) اغوندل کېږي او دهغه شان په خوارۍ ژوند تیروي؛ خو د ستي کیدو لپاره هیڅ څوک دا حق نۀلري' چې دې کار ته دوۍ اړې کړي ـ
کومو ۳ کونډو چې د ستي کیدو لپاره هوډ کړی وو' نو ۳ ورځې وړاندې داسې په سندرو او په ډنګه ډونګه بوختې وې؛ ګوندې د نړۍ څخه په رخصتۍ روانې دي، دوۍ څخه به هر رنګه ښځې راتللې او په څلورمه ورځ سهار یې دوۍ پسې یوه یوه اسپه راووسته; هرې یوې کونډې ځان ښۀ سېنګار کړو ـ خوشبوي یې ولګوله او په اسپو سپرې شوې
ددوۍ په سم لاس کې کوپره وه او په اړولې لاس کې یې هېنداره وه؛ کوپره به یې په لاسو کې اوچتوله راخلاصوله او په هېنداره کې به خولې ته کتل!
بامبړان ددوۍ څخه ګیر چاپیره وو او خپلوان هم ورسره وو. مخکې به نغارې غږېدلې' هر یو هندو به دوۍ ته ویل: زما سلام زما مور، پلار، ورور او ملګرې ته وایه!
دوۍ به په ځواب کې وخاندل او ښۀ به یې ورته وویل!
زۀ هم خپلو ملګرو سره د سوزېدو کیفیت لیدلو ته لاړم؛ موږ لږ لرې لاړو او یو داسې ځای ته ورسیدو چرته چې اوبه ښې پرېمانه وې، د ګڼو ونو د سیورې په وجه تیارۀ وه. په مینځ کې څلور ګومبتونه وو' په هر ګومبت کې یو یو پژی (بت) وو، د ګومبت په مینځ کې د اوبو تالاو (تالاب) هم وو، پر دې د اوبو له سیورې له کبله لمر نۀ لګیدۀ؛ په تیاره کې دا ځای د دوزخ کومه ټوټه برېښیده ـ
کله چې ښځې ګومبتونو ته ورسیدې' نو تالاو ته ښکته شوې' لومړی یې غسل وکړ' بیا یې پکې غوپه ووهله! خپل ځړوکي (جامې) او کالې پترې (زېور) یې له ځانله جلا کېښؤدل! ددې پر ځای یې یوه غټه ساړهي ووهله ـ
د تالاو څخه نږدي ښکته اور بل کړی شوی وو؛ پر هغي د شړشمو تېل واچولی شول' نو هغې سپرغۍ ډېرې کړې؛ د ۱۵ خواوشا سړو د لرګیو د دړو ګېډۍ تړلې وې او د لسو خواوشا سړو د لرګیو دړو ګېډو ته اوګه ورکړې وه، د نغارې او تماشې کونډې په انتظار ولاړې وې' د اور مخې ته یوه بړستنه د پنایۍ لپاره نیولې وه' چې د ښځو نظر په اور نۀ لګي!!!
په دې کې یوې ښځې بړستنه ددوۍ د لاسو نه راښکله او ویې ویل:
ولې زۀ نۀ پوهېږم چې دا اور دی؟
ما ولې ویروئ؟
ددې نه پس هغي د اور اړخ ته وکتل او ورته یې ودانګل! ورپسې بیا نغارې پېل شوې او خلکو چې کوم نرې کڼکي (بالڼ) په لاسونو کې نیولې وو' د اور د پاسه اچول پېل کړل او ددې د پاسه یې د لرګیو د ګېډو غټې دړې هم کېښودې' چې ښځې ورنه حرکت ونۀکړې
تماشګیرو ډېر شور جوړ کړی وو ـ ما چې دا هر څۀ ووکتل' نو بې هوښه شوم او د اسپې څخه په راپرېوتو کې وم' چې ملګرو سمبال کړم او زما خوله یې په اوبو ووینځله او بیا له هلته نه راغللم ـ
/
ابوالفضل لیکي؛ چې د هندوانو په شاستر کې امر (حکم) دی' چې متوفي کې چې څومره ډېرې ښځې وې' دوۍ خلاص تندي سره د خپلو مېړونو سره وسوځي؛ خو دوۍ ته پند پکار دی؛ چې داسې ونۀکړې! خو په کونډو چې څومره سخته وي؛ هغوي ددې پر ځای ځان سېځلو ته خوښې وي
د ابن بطوطه د لیکنو څخه هم جوتېږي؛ چې دهغه مهال کومه ښځه د باچا د اجازت څخه بغیر ستي کیدای نۀشوه او دا هم د ستي د ودرولو یوه لویه هڅه وه' ځکه چې د باچا څخه د ستي لپاره اجازه اخېستل اسان کار نۀ وو' په کوم صورت کې به چې اجازت ترلاسه کیدو' نو وړومبی به باچا ته دا اطمینان ورکولای کېدۀ' چې ښځه په خپله خوښه ځان ستي کول غواړي ـ د اجازت نه پس به د ښځې ماتم کمېدو. ابوالفصل د ستي کیدو والا پنځه ډوله یادوونه کړې ده
(۱) د ماتم له سوبه به بې هوشه شوه او خپلوانو به په اور کې وسېځله
(۲) د مینې له سوبه به په خوشالۍ خوشالۍ ځان وسېځه
(۳) د کونډوتون له شرمه به یې ځان وسېځه
(۴) د دود دستور مطابق به یې انکار نۀ شؤ کولای
(۵) د مېړه ځایناستو به بغیر له پوښتنې وسېځله.
لږ تر لږه د باچا اجازت او سزا له وجې دومره وشوه' چې د دویم ډول والا به ستي کېده' له دې نه سربېره نورو ډولونو والا ښځه نۀشوه ستي کیدای
د کال ۱۸۲۹ په دسمبر میاشت کې لارډ بنټنګ د ستي کیدل او ددې مرسته کول دواړه جرم وګرځول او دا بې رحمه دود یې ختم کړو ـ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.