Smiling Buddha By Ghani Khan The Legend. Pashto Blog Smiling Buddha.
سمائیلنګ بدها
د غني خان سره به د چا د فلسفي په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د ادب په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د فن په واسطه تړون وي، د چا به ورسره د شعر او شاعرۍ په واسطه تړون وي او د چا به ورسره د لیکوالۍ په واسطه تړون وي، د چا به د تنقید نګارۍ په واسطه، هغه ډېر زوره ور ؤ، په هغی واسطه به د چا ورسره تړون وي او هغه به يې په زړه پوري وي زما خو هغه سره ډېره نزدې رشته ده. زه به ورته د زړه رشته ووایم، زه به ورته د مینې رشته ووایم، زه به ورته د خورولۍ رشته ووايم، داسې رشتې په دنيا کې رښتوني رشتې دي.
زما خو رښتيا چې ډېره وړه شان جولۍ ده په ادب زه نه پوهېږم، د فلسفی نه زه نا واقفه یم، شاعري مې دومره خوښه ده چې د غني خان کتابونه وایم. تنقید کوونکي زه نه یم، نقاده زه نه یم، یوه ساده د پښتنو د کور د نغري د شکري د خوا ميرمن به ورته ووایم. حالاتو، حادثاتو او واقعاتو به زه را بهر کړی یقینا یم، زه د خپل چاپېرچل نه ځان نه شم ويستې نو هغې چاپېرچل په حساب باندې زه د هغې کورنۍ وړې وړې ټوټې راټولوم، وړې وړې خبرې، وړې وړې واقعې د غني خان د ژوند د مخ د زاویو، د هر رنگ دومره رنګونه چې هغه د حساب او شمار نه دي
قوس قزح څه ته وائي، شايد چې قوس قزح هم حېرانه شي. د غني خان رنگونو ته شاعران، ادیبان او لیکوال خو حېرانه دي، دنيا ورته حېرانه ده .هغه د جهان قابل، د جهان هوښيار، د جهان پوهه، د جهان عاقل، په جهان نظر بالغ چې ځان ته ئې لېونى فلسفي ويل، د هغه لېونتوب د عقل یوه نمونه وه، د هغه فکر یوه رڼا وه، د هغه يو سوچ ؤ، د هغه يوه سودا وه، د هغه سر کې یوه سودا وه او د هغه سودا په واسطه د هغه د ژوند هغه ټول رنګونه چې سړى را ټول کړي. د غني خان ښايست دا وو چې هغه به یوې خاص طبقي له لیک نه کوو خو د غني خان لیک د لارې کوڅي، د پولې د پټي، د ګاڼۍ د وټ ليکنې هغي خلکو ته يې يو ذهن ورکړى دى، هغوي له يې هم يو شعور ورکړى، هغوي له يې هم ښکلا ورکړې ده، رڼا يې ورکړې ده او موږه هغه خلک یوو چې موږه هغه فلسفیانه خبرو باندې نه پوهېږو مونږه هغه خلق يو چې د علم او ادب نه بې بهره به ورته ووایم. مونږه هغه خلک یو چې د شاعرۍ د پاره د غني خان کتاب وایو
ډېره وروسته په دې پوهه شوم چې د غني خان شاعرۍ کې يوه ژورتيا ده هغه ژورتیا داسی ژورتيا ده، دې ته چې ته وركوزېږې داسې سمندر دى چې ته به ورښکته کېږې او غوپي به وهي يعني بخ ته به يې نه رسې. د هغه هر يو شعر چې را واخلي د هغه د ژوند د اخري وخت په مناسبت چې يو شعر هغه ليكي، وائي:
خوله مې نه جوړېږي چې ظالم ووايم رحمان ته
مرګ چې يې د جهان بادشاه کړه څه ووایم ځان ته
يعنې دې شعر کې څومره لویه فلسفه ده، د خداى لويي، د هغه رحمانیت، د هغه ربوبیت، د هغه ملوکیت، د هغه رب العالمين نمونه، د هغه په ټول جهان او په دنیا هغه قدرتونه چې بنیادم د هغې تابع هم دى نو هغه بیا دا ګېله ترې هم کوي، وايي چي ما مخلوق پېدا کړو، ته مې اشرف المخلوقات کړې. نو زما د اشرف المخلوقات هغه بیګلوت ( فرق ) څه دى زہ دې خپل استازى کړم او زه دې راولېږلم، قوم له زه دې زیرى کړم د امن نو زما او د نور مخلوق په مینځ کښې هغه فرق څه دى؟ ځکه چې د جهان بادشاه خو مرګ شو، نو دا یوه داسې کيسه ده چې ته پرې خبرې کوې خبرې کوې نو خلاصېږي خو نه، نو د هغه يو کتاب نه دى، د هغه خو يو شعر نۀ دى، د هغه د دې تصویرونه يعني خلکو ته د هغه د تصويرونو سترګو کې د ژوند رڼاګانې دي د هغه داسې تصویر هم مالیدلى دى چې هغه کله کله راغلى دى، ما ته به ئې وئیل چی راکړه یو کاغذ ، ما یو سپین کاغذ ورکړى دى، د نغري نه مې ورله سکور راوړى او په هغې يې اوبه اچولي دي او سکور ئې يخ کړ دى او سکور باندې يې يو تصویر جوړ کړى دى او چې تصویر ګورې يا چېرته يې ته کېږدي په نمايش کې نو خلق به هغه ګوري، ماستر پیس مونالیزا به د خلکو نه هېره شي نو په داسې کې د هغه په سوونو تصویرونه څه ما سره، څه اشنا سره، څه خپلو کره، په دې دومره تصویرونو باندي په دې دومره شان وخت کښې لکه چې تاسو چا ته ووایي چې سمندر راوله او منګى مې درله راوړى او په کې بند يې کړه دا ناممکنه ده ډېر داسې تصویرونه دي چې زما په مخکې هغه يو تصوير جوړوي زما یوه وړه شان لور وه، اوس لويه ښځه ده، ډاکټره ده، د دادا ډېره خوښه وه ویل يې د دې تصویر جوړوم داسې تصویر جوړوم چې دا د شلو کالو وي دا د اوؤ کالو وه يا به د اتوکالو وه، یو تصویر يې جوړ کړو چې به دې ورته کتل نو حېرانتيا وه او هغه ورله راغله و نو وویل ښه کاکا زه داسی یم ، ویل يې دا ستا تصویر نۀ دى او هغه تصویر يې زمونږ مخکې په دوه منټه کې جوړ کړو ويل يې دا اسمائلنگ بدھا دى هغه تصویر اوس هم ما سره دى او چی ورته ګورې هغه سمائلنګ بدھا دى داسې قیصې چې زۀ يې بيانوم نو زه ئې نه شم بیانولي زما په ژبه کې دومره توان نشته دى
مقاله : بيګم نسيم ولي خان
پښتون مجله، غني خان نمبر، جنوري اپرېل ١٩٩٧
کتاب : غنيات
صفحې يا پانې : ١٢٢_١٢٣_١٢٤_١٢٥
له کتاب ليکل: سيدالله جان
Pashto Times Tags, Metadata And Keywords.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.