Top Ten Unknown Facts about Dinosaurs. Pashto Info About Dinosaurs. Dinosaurs Facts Pashto
#د_ډایناسورانو_په_اړه_لس_جالب_حقیقتونه.
1 :- ډایناسورانو تیر کال پر ځمکه باندي پاچاهۍ کولې دا تیر کال زموږ و ستاسو کال نه بلکې تیر کهکشانی کال چې په اټکل سره یو کهکشانی کال د 230 څخه تر 250 میلونو کلونوه سره مساوی کیږي، دقیقا دا هغه وخت وو چې زموږ لمریز نظام د ځمکې سره یوځای تیره دوره پر کهکشان باندی همدلته پر همداغه ځای شتون درلود، یعنی یوه کهکشانی دوران مخکې.
2 :- میلیونونه کلونه انسانان هیڅ نه پوهېدل چې داسي د لوی جسم لرونکی حیوانات دي هم پر ځمکه ژوند تیر کړي وي، د ډایناسورانو فوسیلونه په میلیونونه کاله تر ځمکې لاندي موجود وه چې اوس یعني په 1810م کال د یوه انګلیس ډاکټر لخوا کشف سو خو اوس هم داسی کسان سته چې پر شتون یی باور نلري آیا ته خپله باور لري چې وه.
3 :- تر اوسه تر 1100 ډولونه مختلف ډایناسوران کشف شوی، چې د دې جملې څخه یي په سلګونه ډوله غوشي خوړونکی او پاته نور یي د اوږده غاړو په درلودلو سره واښه خور وه.
4 :- آیا تاسو پوهیدلاست چې دوې ډیري چیري اوسېدل، د ډایناسورانو پاته شونی او فوسیلونه په شمالی امریکا کې ډیر پیدا شوې خو سربیره پر دې د نړۍ په نورو برخو کې مثلا جنوبی امریکا او حتا په اروپا کې هم پیدا سوې نو ویلای سو چې د ډایناسورانو اصلی د ژوند ځای شمالی امریکا وه.
5 :- د دوې د لمنځه تللو علت هم یوه لویه آسمانی ډبره وه چې د اوسنی مکسیکو پر اوبو Chicxulub برخه باندي ولګیده او څه باندي 180 کیلومتره ساحه یی ونیوله، دغه کشف په کال 1991م کې وسو.
6 :- د دې ډبری تر لګیدلو وروسته هغه ساحه کې مکمل دوی لمنځه لاړل د دغې ډبری د سوځیدلو له کبله پر ځمکه باندی تور وریځ شوه چې مکمل یو کال پر ځمکه ږمۍ ښو د خوراک له نه ښتون سره مخ شول، هغه چې آلوتلای شوای والوتې او نورو سیمو ته لاړ خو د هغه نور برخلیګ پای ته ورسید.
7 :- دغه ضربه یو ستر سونامی رامنځته کړ چې ډیر د اوبو او وچی مخلوقات یی منقرض یا ختم کړ، او هغه وریځ چې د ډبری د لګیدلو په ترڅ کې منځه راغلې د ځمکې د یوه کال د تاریکی سبب وګرځید، ږمۍ او د اوبو منجمد کیدل پیل شول، او د خوړو قحطی پیل شوه لوي ډایناسورا لکه ټیریکس او نور د خوړو د نشتون له کبله لمنځه لاړل.
8 :- دا په یاد ولری چې ډایناسورانو د خوراک له پلوه دوه ډوله وه خو د فزیکی جوړښت له پلوه هم دوه ډوله وه الوتونکی او پر ځمکه د دوو پښو او دوو لنډو لاسونو په درلودلو سره ګرځیدل.
9 :- شاید باور مو ونه شي د دغه لوی ټکر څخه وروسته هم ځیني حيوانات ژوندي پاته سول چې یو یی کیشپ او بل یي تمساح یا سمساره ده ویل کیږي په الوتونکو مرغانو کې هم د دغه ډایناسورانو جنټیکی خصوصیات سته او کیدلای سي ځینی الوتونکی مرغان د ډایناسورانو د نسل څخه وي خو دا خبره تر ډیره غلطه ثابته شوې.
10 :- لومړنی الوتونکی مرغه چې تر اوسه پیژندل شوي هغه د آرکئوپتریکس په نامه د ډایناسورانو د کورنی څخه وو نو په دي خاطر اوسنی ساینس نظر ورکوي چې ټول مرغان او الوتونکی یا هم اکثره یي د ډایناسورانو د نسل څخه دي یو د دغه مرغانو څخه چرګ یا چرګه ده.
#نوټ :- آیا ته پر دې باندی باور لري چې چرګه دی هم ډایناسور وي تو خدای تاسو یواری دا خپل چرګ یا چرګی ته وګوری ښه سم.
حیات الله حدید ❤❤❤
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.