What Is Manjeela? Manjeela Sa Ta Waye? Pashto Pedia. Explanation Of Ghani Khan Poetry Verse. Pashto
منجیلا
څه ته وايي
چي ادم خاؤرو کښې کښيني څه زرغُن کړي
منجيلا چې په دولت شي نو ښامار شي
غني خان
Answer Of What Is Manjeela.
يو پړی يا کپړه چې تاو را تاو شي هغې ته منجيله وئیل شي.ځوک چې په سر څه پېټی ږدي نو اول ورته منجيله په سر ږدي.دا عارصي طور هم جوړېږي او کورونو کښې پخې هم موجود وي.مار هم ځان منجيله کوي
مطلب چې عاجزي اختيار کړي نو لوے مقام به حاصل کړي
او چې لکه د مار د خزانې نه تاو راتاو شي نو دا مال نۀ مار خوري او نۀ يې بل چاته خوړو ته ورکوي ،
دغسې بخيل سړے هم د دولت دپاسه لکه د ښامار منجيله ناست وي ، نګراني ، څوکيداري يې کوي نۀ يې خپله خوري ، نۀ يې خېرات کوي نۀ يې په خپل اولاد باندې خوروي ، نو دا مال نۀ دۀ ته فايده ورکوي او نۀ ددۀ اولاد ته اخر دے مړ شي او دغه دولت بل ته پاتې شي .
دلته د شعر معني ده چه لکه مار د خزاني نه راتو شي او د پاسه پري پروت وي
نوکه کله چه مار تاو پروت وي هغه ته منجيله واي هسي خو که هر څه دي. او تاو وي هغي ته منجيله واي
خو دلته غنی بابا د آدم خبره کوي چه که ادم خاوري سره ځان خاوري کړي اومقصد ي صرف دولت نه وي نو ډير سه به مومي چه په هغي کي د خداي مونتل او رضا هوم شامل ده
بيا ي د دولت خوښونکو تشبيح د منجيله خامار سره ورکړي ده که تش په دولت سړي پروت وي مقصد ي دولت جمع کول وي او راغونډول وي نو دي هيڅ نه شي مونتي مسال ي دمنجيله خامار دي چه په خزانو پروت وي
منجيله۔ دکپړے نه جوړ وى د منګى يا د وزنى څيزلاندے ايښودلے شى چه سر ته زور نه ورکوى مونږ ورته په خپله لهجه کښې انغاړے وايو
منجيله له مالوچو او رخت څخه جوړ شوی دايروي شکله شی دی چې په انځور کې يې وينی.
دا اوس هم په اطرافي سيمو کې کارول کيږي، کله چې نجونې اوبه او يا کوم بل شی وړي نو دا ورته په سر ږدي او د دې د پاسه بيا لوښی ږدي ، نو يو او بل خوا نه ترې ښوييږي او سر هم نه خوږوي.
دکشمالو منجيله وکړه
چي خوشبوئ دے دمنګي دغړئ زينه
مطلب چې عاجزي اختيار کړي نو لوے مقام به حاصل کړي
او چې لکه د مار د خزانې نه تاو راتاو شي نو دا مال نۀ مار خوري او نۀ يې بل چاته خوړو ته ورکوي ،
دغسې بخيل سړے هم د دولت دپاسه لکه د ښامار منجيله ناست وي ، نګراني ، څوکيداري يې کوي نۀ يې خپله خوري ، نۀ يې خېرات کوي نۀ يې په خپل اولاد باندې خوروي ، نو دا مال نۀ دۀ ته فايده ورکوي او نۀ ددۀ اولاد ته اخر دے مړ شي او دغه دولت بل ته پاتې شي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.