What Is Secularism? Secularism Explanation. Secularism Explained In Pashto.
What Is Secularism? Pashto
پوښتنه مې دا ده چې سيکولرزم څه ته وايي او ده کله نه شروع شو؟؟؟
سیکولرېزم ځینې خلکو د "لادینیت" پۀ معنا اخیستے دے خو د سیکولر لپاره لازم نۀ ده چې لادین وي. لادین مطلب خو دا شۀ چې دین یا مذهب بېخي نۀ مني چې پۀ بله ژبه ورته ملحد یا Athiest ویلے شي. حال دا چې سیکولرزم د هغې نظریې نوم دے چې پۀ هغې کښې د یوې ټولنې د وګړیو ترمنځ د مذهب نه اوچت پۀ مشترکو مفاداتو یو نظام جوړ کړے شي.
مولانا وحیدالدین خان لیکلي دي؛ سیکولرزم کومه مذهبي عقیده نۀ ده. د سیکولرېزم مطلب لامذهبیت نۀ دے بلکې د مذهب پۀ اړه بې پلوه پالیسي غوره کؤل دي.
د مولانا وحیدالدین خان کتاب
"True face of islam"
چې پښتو ژباړه یې شفیع الله تاند کړې ده، پۀ دویم ټوک کښې یې د سیکولرېزم تر سرلیک لاندې داسې شننه کړې ده؛
"سیکولرېزم څۀ دے"
د سیکولرېزم پۀ اړه د بې پلوې رایې ورکؤنې لپاره پۀ دوه څیزونو کښې توپیر اړین دے. یو دا چې سیکولر فلسفه ده او بل سیکولر پالیسي ده. څوک چې پۀ دې دواړو ونۀ پوهېږي، د سیکولرېزم پۀ اړه سمه رایه نۀ شي ورکؤلاے
د سیکولر فلسفې ابتدا د هغو خلکو د ذهن زېږنده وه چې د ملحدانه فکر ښکار وو خو وروسته لۀ فلسفې پۀ بیلېدو، سیکولرېزم د جمهوري نظام عملي پالیسي وګرځېده. د عملي پالیسۍ پۀ توګه ددې مطلب دا دے چې ... مذهبي چارې د خلکو د انفرادي ازادۍ معامله ګڼل او ګډې مادي ګټې د ریاست د دایرې څیز ګڼل.
پخوا زمانه د مذهبي جبر زمانه وه، پۀ ننۍ زمانه کښې مذهبي ازادي د خلکو د یو ناقابل تنسیخ حق ګڼل شوے دے. سیکولر پالیسي پۀ اصل کښې د خلکو د همدې مذهبي ازادۍ یوه برخه ده. پۀ وړومبیو زمانو کښې دا طریقه وه چې یوه مذهبي ډله د بلې مذهبي ډلې د ازادؤنې لپاره نۀ اماده کېده. د مذهبي تعذیب
Religious) persecution)
ښکار به یې ګرځؤله. پۀ نوي جمهوریت کښې ددې اپوټه، سیکولر پالیسي غوره کړل شوه، یعني ګډې مادي چارې د ریاست پۀ دایره کښې ساتل، د مذهب او کلتور پۀ معامله کښې خلکو ته پوره ازادي ورکؤل
هره ټولنه اړتیا لري چې هلته دې د امن ماحول وي، لۀ امن پرته هېڅ ډول پرمختګ نۀ شي کېدے. سیکولرېزم د یوې عملي پالیسۍ پۀ توګه د امن راوستنې تدبیر دے. همدې تدبیر پۀ اوسنۍ زمانه کښې پرمختللي هېوادونه د پخوا طرز لۀ مذهبي جنګونو ژغورلي دي. دا چې لۀ هند نیولې تر امریکې او برتانیې پورې یې د "سیکولر ریاست" اصول غوره کړل. ځکه خو پۀ دې هېوادونو کښې هرې مذهبي ډلې ته پوره ازادي ترلاسه ده. پۀ دې هېوادونو کښې چې کوم څیز ممنوع دے هغه یوازې تشدد دے، نۀ پۀ خپل مذهب عمل
د سیکولرېزم پۀ اړه منفي نظر لرونکي خلک د یوې تېروتنې ښکار دي. هغوي سیکولر پالیسي یوازې تر مشترکو مادي چارو محدوده نۀ ساتي، بلکې د مذهبي مخالفت ګډه معنا یې ګڼي. پۀ داسې حال کښې چې پۀ اوسنۍ زمانه کښې د سیکولر حکومت مطلب مخالف مذهب حکومت نۀ دے بلکې ددې مطلب یوازې دا دے چې حکومت پۀ مذهبي چارو کښې د "نۀ لاسوهنې"
(Non-interference)
پالیسۍ پابند دے. پۀ دې اړه ټولې تېروتنې ځکه پیدا شوې دي چې دې خلکو "'عدمِ مخالفت" د "مخالفت" پۀ معنا اخیستے.
د جاګیر دارۍ به اخیری ورخو کې د مارکیټ منډهۍ اغاز اوشو او تجارتي ډله يا یو دریم غنصر پیداشو ضرورت جوړ شو چې وړې وړې تنستې کډۍ او دمارکیټ دپاره اجناس بیدا شی چې د جنس په خاے په پبسو خرڅ شی ددې عمل تایید تجارت کونکو مرسته کوله جاګیر داری بادشاهی سرداری ورکه شوه د او د سرمايه دارئ په نوم بدلون اوشو وس د سرمايې د بقاء او دوام د پاره د حکومت شکل او د ریاست وجود مخې ته راغې سرمايه دارې طبقې د جمهوریت نغره میدان ته کړه چې د جاګیر دارۍ اثرات ورک شی او دمزهب په خاے د سیاست عمل پيل شو د مزهب او ملایت خاوندان د کیتهو لک نه پروټسټنټ ته بدل ملا او مزهب کمزورې شو نو دنورو مزهبونو د تقدس او ساتنې اغلان حکومت او ریاست په خپل سر واخیستو اغلان اوشو چې هر څوک به د خپل مزهب تايید او ساتنه کوی خو دبل مزهب به اخترام کوی نو د سیکولرازم تعریف او تشریح دا ده چې هیڅ څوک دبل د مزهب داختیارولو تابع نه دې ازاد دے چې کوم مزهب یې خوښ وی اختیار کړی خو په بل مزهب او دهغې مزهب په منونکو به جبر نه کوی که مزهب منی که نه منی خو ملکی قانون به منی سیکولرازم بې دينی یا لا دینی نه ده بې دینی ایتییزم دےد ټولو مزهبونو دا اخترام نامه سیکولر ازم دے دا دجدید دور مظهر دے
سيکولم لاطينى لفظ دى او دنيا ته وييلى شى سيکولرازم يو پوره مفکوره نه ده بلکى يو معاشرتي ضرورت نظريه او د انساني فطرت عين مطابق رويه ده دا تکثريت ته وده ورکوي او تکثريت اختلاف دى او اختلاف ښايست دي او اختلاف ټولني ته او انساني فکر ته پرمختګ ورکوي او د ايجاداتو عمل مخ په وړاندي بوزي حسن منټو ليکي چى الله هم سيکولر ذات دى د دنيا جوړيدو سره الله شيطان له ازادي ورکړه چى ځه په خپله نظريه انسانان اماده که، دى اصلاحى رويى له ھولى اوک په 1830 کښ کتابي شکل ورکو چى موقف يى پر پينځو خبرو مشتمل دى
1 د دنيا رښتوني لارښود سائنس دى
2 د علم او ادراک يواځينۍ تله او سند عقل دي
3 اخلاق د مذهب نه بيل او پخواني حقیقت دى
4 هر چاته د وينا او فکر ازادي ورکول پکار دي
5 مونږ د دي دنيا د ښي رنګيني جوړولو هڅې پکار دي
سيکولم لاطينى لفظ دى او دنيا ته وييلى شى سيکولرازم يو پوره مفکوره نه ده بلکى يو معاشرتي ضرورت نظريه او د انساني فطرت عين مطابق رويه ده دا تکثريت ته وده ورکوي او تکثريت اختلاف دى او اختلاف ښايست دي او اختلاف ټولني ته او انساني فکر ته پرمختګ ورکوي او د ايجاداتو عمل مخ په وړاندي بوزي حسن منټو ليکي چى الله هم سيکولر ذات دى د دنيا جوړيدو سره الله شيطان له ازادي ورکړه چى ځه په خپله نظريه انسانان اماده که، دى اصلاحى رويى له ھولى اوک په 1830 کښ کتابي شکل ورکو چى موقف يى پر پينځو خبرو مشتمل دى
1 د دنيا رښتوني لارښود سائنس دى
2 د علم او ادراک يواځينۍ تله او سند عقل دي
3 اخلاق د مذهب نه بيل او پخواني حقیقت دى
4 هر چاته د وينا او فکر ازادي ورکول پکار دي
5 مونږ د دي دنيا د ښي رنګيني جوړولو هڅې پکار دي
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.