Skip to main content

Who Was Sher Shah Suri? Pashto Article and Bio Of Sher Shah Soori.

Who Was Sher Shah Suri? Pashto Article and Bio Of Sher Shah Soori.

Biography Of Sher Shah Suri. Pashto Bio


فريد خان مشهور په شیر شاه سورې لوی واکمن ؤ چې د هند په لويې وچې يې خپله واکمني کوله 

دا د ﺯمريانو پاچاه په نوم هم ياد شوی يو ځواکمن افغان، پښتون او لومړې مغولو په لښکر کې يو سرتېری ؤ چې بيا سرلښکر او بيا د هند په بيهار ولايت کې والي شو. په ۱۵۳۷ ز  کال کې چې کله مغول پاچا همايون په سفر وتلی و، نو شېرشاه سوري بنگال د خپل ولکې لاندې کړ او په همدې توګه يې شېر شاه سورې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې د هند باچا او د سوري امپراتورۍ بنسټ کېښوده او خپل پايتخت ډهلى اعلان کړ.

شير شاه سورې ۱۵۴۰ تر ۱۵۴۵، کلونو واکمن وه. خو ۵ کاله واکمنې کې ﺯيات لښکرې او دولتې اصلاحات را وستل او پولې واحد يى معرفى کړ، سړکونه جوړ کړل ساګانى جوړي کړې، سرسخت دښمن يى همايون هغه ته د پادشاهانو معلم ويل او خپل ټول عمر جنګ کې مات نشو. 


وياړونه يى


شير شاه سورى د افغانانو هغه اتل دى چې نوم يې د تاريخ  په زرينو کرښو ليکل شوى دى.دى هغه افغان اتل دى چې هندوان اوس پرې فلمونه جوړه وي او ستايي يي.

شير شاه سورى په خپل  وخت کې پښتنو ته زيات کار کاوه تر څو وکولاى شې پښتانه د غرونو نه راکښته او دهند  په حاصل ورکونکي ځمکو کې يې ميشت کړي. په دې موده کې يې په هندوستان کې د سړکونو، ډاګ(post)  او مالياتي (ټيکس)  نظام رواجولو ترڅنګ په لومړي ځل يې  سکه (کرنسى) پیسې هم را وايستې.

دغه افغان اتل په هند کې کلداره روپۍ جوړه کړه چې اوس هم په ځينو اسيايي او افريقايي هيوادو کې دنغدو پيسو  په توګه لکه اوسني هندوستان، پاکستان بنګلديش سريلانکا نيپال کې چليږي..

دوهم يې د دولت د بوديجي نه خوارو او غريبو ته بنسټ جوړ کړ. چې وروسته اروپايانو د هند ته د تګ نه وروسته همدغه سيستم اروپا او امريکا ته ولېږ داوه لکه چې تر نن ورځى پورى په اروپا او امريکا  او ګرده نړۍ کې شته!!!

د خوارو او غريبو سره به يى مرستى کولى،


فريد خان ته شير شاه لقب څنګه ورکول شو


فريد خان د بهار خان د ځوي سره د ښکار په سبب ځنګل ته تللى وو. په ځنګل کې د بهار خان په ځوي يو  زمري حمله وکړه. فريد خان سمدستي په ﺯمرې ودانګل او لاس په لاس مبارﺯه ورسره پيل کړه. د بهار خان ځوئ خپلو نورو سرتيرو ته د همکارې د امر وکړ خو فريد خان منع کړ او په  يواځې ځان يى ﺯمرې مړ کړ. چه بهار خان د فريد خان د دى ميړاني د واقعي نه خبر شو نو هغه له يى شير خان لقب ورکړ. او دخپل حکومت ټول واک اختيار يى شير شاه سورى ته وسپاره.


د شير شاه او همايون جنګ


همايون او ورور يى کامران مرﺯا د مخالفت وجه وه همايون کمﺯورې شو. 

او همدغه وخت کې شير شاه سورې او بهادر شاه په ۹۴۵ قمری کال د موقع څخه ګټه واخيسته، په همايون حمله وکړه، همايون ته يى ماتې ورکړه.  او همايون ﺯيات لښکر د ګنګ سيند کې غرق شو.  همايون له هغه ځايه ژوندى وتختيد.  بيا ځل همايون ۹۴۷ قمری کال قنوچ کې خپل لښکر جنګ ته اماده کړ، افغانانو دويم ځل هم ماتې ورکړه. همايون خپل ژوند د نجات لپاره خپل ورور پاچاهى په لورې لاړه خو ورور يى کامران مرﺯا خپل قلمرو کې ورته اجاﺯه ور نه کړه، ايران په لور لاړ. 

                            عبدالواجد نیازی




Who Was Sher Shah Suri? Pashto Article and Bio Of Sher Shah Soori.

Biography Of Sher Shah Suri. Pashto Bio. Shir Shah Sori Sook Wo? Sher Shah Suri Koon Tha? Pashto Blog about Sher Shah Sori. Afghan Ruler Sher Shah Suri. Life story Of Sher Shah Suri. Pashto Pedia Biography.

فريد خان مشهور په شیر شاه سورې لوی واکمن ؤ چې د هند په لويې وچې يې خپله واکمني کوله 
دا د ﺯمريانو پاچاه په نوم هم ياد شوی يو ځواکمن افغان، پښتون او لومړې مغولو په لښکر کې يو سرتېری ؤ چې بيا سرلښکر او بيا د هند په بيهار ولايت کې والي شو. په ۱۵۳۷ ز  کال کې چې کله مغول پاچا همايون په سفر وتلی و، نو شېرشاه سوري بنگال د خپل ولکې لاندې کړ او په همدې توګه يې شېر شاه سورې په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې د هند باچا او د سوري امپراتورۍ بنسټ کېښوده او خپل پايتخت ډهلى اعلان کړ.
شير شاه سورې ۱۵۴۰ تر ۱۵۴۵، کلونو واکمن وه. خو ۵ کاله واکمنې کې ﺯيات لښکرې او دولتې اصلاحات را وستل او پولې واحد يى معرفى کړ، سړکونه جوړ کړل ساګانى جوړي کړې، سرسخت دښمن يى همايون هغه ته د پادشاهانو معلم ويل او خپل ټول عمر جنګ کې مات نشو. 

وياړونه يى

شير شاه سورى د افغانانو هغه اتل دى چې نوم يې د تاريخ  په زرينو کرښو ليکل شوى دى.دى هغه افغان اتل دى چې هندوان اوس پرې فلمونه جوړه وي او ستايي يي.
شير شاه سورى په خپل  وخت کې پښتنو ته زيات کار کاوه تر څو وکولاى شې پښتانه د غرونو نه راکښته او دهند  په حاصل ورکونکي ځمکو کې يې ميشت کړي. په دې موده کې يې په هندوستان کې د سړکونو، ډاګ(post)  او مالياتي (ټيکس)  نظام رواجولو ترڅنګ په لومړي ځل يې  سکه (کرنسى) پیسې هم را وايستې.
دغه افغان اتل په هند کې کلداره روپۍ جوړه کړه چې اوس هم په ځينو اسيايي او افريقايي هيوادو کې دنغدو پيسو  په توګه لکه اوسني هندوستان، پاکستان بنګلديش سريلانکا نيپال کې چليږي..
دوهم يې د دولت د بوديجي نه خوارو او غريبو ته بنسټ جوړ کړ. چې وروسته اروپايانو د هند ته د تګ نه وروسته همدغه سيستم اروپا او امريکا ته ولېږ داوه لکه چې تر نن ورځى پورى په اروپا او امريکا  او ګرده نړۍ کې شته!!!
د خوارو او غريبو سره به يى مرستى کولى،

فريد خان ته شير شاه لقب څنګه ورکول شو

فريد خان د بهار خان د ځوي سره د ښکار په سبب ځنګل ته تللى وو. په ځنګل کې د بهار خان په ځوي يو  زمري حمله وکړه. فريد خان سمدستي په ﺯمرې ودانګل او لاس په لاس مبارﺯه ورسره پيل کړه. د بهار خان ځوئ خپلو نورو سرتيرو ته د همکارې د امر وکړ خو فريد خان منع کړ او په  يواځې ځان يى ﺯمرې مړ کړ. چه بهار خان د فريد خان د دى ميړاني د واقعي نه خبر شو نو هغه له يى شير خان لقب ورکړ. او دخپل حکومت ټول واک اختيار يى شير شاه سورى ته وسپاره.

د شير شاه او همايون جنګ

همايون او ورور يى کامران مرﺯا د مخالفت وجه وه همايون کمﺯورې شو. 
او همدغه وخت کې شير شاه سورې او بهادر شاه په ۹۴۵ قمری کال د موقع څخه ګټه واخيسته، په همايون حمله وکړه، همايون ته يى ماتې ورکړه.  او همايون ﺯيات لښکر د ګنګ سيند کې غرق شو.  همايون له هغه ځايه ژوندى وتختيد.  بيا ځل همايون ۹۴۷ قمری کال قنوچ کې خپل لښکر جنګ ته اماده کړ، افغانانو دويم ځل هم ماتې ورکړه. همايون خپل ژوند د نجات لپاره خپل ورور پاچاهى په لورې لاړه خو ورور يى کامران مرﺯا خپل قلمرو کې ورته اجاﺯه ور نه کړه، ايران په لور لاړ. 
                            عبدالواجد نیازی

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso