Bacha Khan, Congress, Muslim League, Pakistan And Feroz Khan Noon. By Zahid Hussain
په لاهور کي سر فيروز خان نون باچا خان اوليد نو غږ ئي کړو دغه د هندوانو ملګري . باچا خان د لاسه اونيو چي ملک صيب په مونږ انګريز ظلم شورو کړي او زمونږ په اولس ئي زمکه تنور کړي وو. مونږ تر ټولو اول تاسو( مسلم ليګ) ته سوال اوکړو چي مونږ سره کومک اوکړئى چي تاسو انکاريان شوئى نو مونږ مجبور شو چي کانګرس ته سوال اوکړو . هغوى مونږ ته لاس راکړو
اوس يو سړي ډوبيږى او څوک د بچاو د پاره لاس ورمخته کى . نو هغه به تري پوښتنه کوى چي هندو ئي که مسلمان . اوس هم څه تلى راغلى ندى نن دي تش پنجاب مونږ ته لاس راکى د انګريز د ظلم خلاف نو مونږ سبا د کانګرس ملګرتيا پريږدو .فيروز خان نون ورته اوئيل چي زه خپلو ملګرو سره خبره کوم نو جواب به درکم . شپاړس کاله پس د تقسيم نه لږ مخکي ئي بهار کي اوليدو نو باچا خان ورته اوئيل ملک صيب زه ستا د جواب په انتظار ووم
اوس دغه د پاکستان مالکان وائى باچا خان د هندوانو ملګري وو .
Tags And Keywords.
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.