Skip to main content

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story.

Latif Yaad


بیا هغه ماښام دی 

دبخت منیر دجرمنۍ ټکه راځينه 


 زما په یاد دي ،  زه وړوکی ماشوم وم، ارواښادې ګلناربیګم  به داسندره په اغلب ګومان د۱۹۶۰ او ۱۹۶۵ کلونو تر منځ  ویلې وي . دبخت منیر  په اړه چې ما اوریدلي  دي  ویل کیږي چې دی  دباجوړ یوځوان و او په قام سالارزی پښتون و. پلار یې الماس خان نومیده . دی دباجوړ دګل بیلې په کلي کې اوسېده . دده اودتربورانو ترمنځ یې دجایداد او ځمکې پرسر  شخړه ، لانجه اودښمني وه 


بخت منیر  په هغه وخت کې ووژلی شو چې دباجوړ دپشت دخان سره  یې جکړه کوله . . ویل کیږی چې دده سره یوه جرمنۍ تمانچه هم وه چې ده ته په تحفه  ورکړل شوې وه .وایي چې بخت منیر په نښه ویشتلو کې ډیر مهارت درلود .ده هم دخپلو دښمنانو سره پرخپلې جرمنۍ تمانچې ډزې کړي دي او بیا هلته وژل شوی دی .ویل کیږي چې دده په وژلو  کې یوه ښځه هم ملوثه وه چې قریشه نومیده .دیو ه بل روایت  له مخې  مولانا خانزیب چې د(باجوړ دتاریخ )لیکوال او زما دفیسبو ک ملګری هم دی پخپل تاریخ کې دبخت منیر په اړوند لیکلي دي : چې بخت منیر په اصل کې دافغانستان دکونړ ولایت د اسمار دسیمې اوسیدونکی او دپلارنوم یې غلام خان و اودبهرام خیلو پښتنو نه و. وروسته دی له اسماره  دباجوړ دپشت سیمې ته لاړ ،دهغه ځای خان  چې نوم یې عبد السبحان و  او په صوبه خان سره یې شهرت درلود د بخت منیرډیر درناوی او عزت وکړ او  د (ټیا ) په نوم په یوه کلي کې استوګن کړ.


 . تر څه مودې وروسته بیا ددې کلي خلکوبخت منیر ته وویل چې ستا اصلي ځای  دانه دی، پشت دی ته ورشه او دهغه ځای دخان عبدالسبحان خان سره وجنګېږه او موږ به  ستا ملاتړ کوو. دی چې کله هلته لاړ نو بیا دعبدالسبحان خان دکلا برجونو ته وروخوت او پر کلایې برید وکړ چې څو هغه خان ووژني ، خو دپشت خان نوکرانو دی ونېوه اومړ یې کړ اوقبر یې هم په پشت کې دی.  مولانا خانزیب داپېښه د۱۹۳۸ زیږدیز کال پېښه(واقعه)  بولي 

 د پشت خان هغه تاريخي کلا اوس هم پۀ پشت کې شته : دادي هغه ټپې چې دبخت منیر په اړه ویلې شوي دي   ستاسو سره یې  شریکوم :


 

بیا ماښام به راشي

بو لا(۱) په  تمانچو برجونه چا اخیستي دینه  

بیا ماښام به راشي 

دبخت منیر دجرمنۍ ټکان راځينه 

بیا هغه ماښام دی 

بخت منیر نشته دی  چې وسپړي ګلونه

موریې  تودې وریژې سړې کړې

د بخت منیر د غم استازي ګرځېدنه 

د بخت منیر دا ښایسته څڼې

د ګل بېلې مارغان ترې ځالې جوړوینه

بخت منیر بیا له زینه کوز شو

د ګل بیلې په چینه اس اوبه کوینه

چې بخت منیر یې ورته راووړ 

موریې ړنده شه په بازو خوله لګوینه 

څلورکوټې څلور دالانه 

دبخت منیر ویر یې په سرو غرمو کاوه نه 

د قرېشې نه ډمه نشته

د پشتوال سره د چرسو چيلم څکينه

د قرېشې صلاح که نه واې

د بخت منير مرگی به ولې جوړېدنه

۱- بولا، بهولا  = احمق ، نادان ،کم عقل 

په دې اړوند لاندینۍ ویډیو هم وګورئ چې دارواښادې ګلنار بیګم په غږ کې ویل شوې ده :


Latif Yaad



Bia Hagha Makham Day. Bakht Muner Bajawar Pashto Folk Story. Pashto Folk Song By Gulnar Begam, Gulnar Begam Pashto Folk Song Bia Hagha Makham De, Da Bakht Muner Da Germanai Taqa Razina. Pashto Songs Lyrics. Bajaur Pashto Songs.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso