Class, Caste, Profession Of Mian, Sayyed, Khans, Maliks And Qazis. Khan, Malak, Qazi Aur Sayed Loog. By Waqas Esapzai.
«کسب، رتبه او قومي شناخت»
***
رتبه او کسب وخت سره بدلېږي رابدلېږي' خو قومي پیژندګلو تل ژوندۍ وي. په رتبو او عهدو کې نواب، خان، ملک، قاضي، سید او میا دا پخوانۍ رتبې دي؛ لکه څنګه چې څنګه نن د "ایم این ای، ایم پي ای، سپېکر، اپوزیشن لېډر، جنرال، حوالدار، وکیل، ډاکټر، انجینر، جج او پټواري وغېره رتبې او عهدي دي.
په کسبونو کې ملاتوب، ترکاڼتوب، کولالي، بزګري، درزیتوب، لوارتیوب، مکینکي او نایتوب وغېره دا پیشې دي. خو دا دواړه (رتبې او کسبونه) وخت سره بدلېږي رابدلېږي؛ لکه څنګه چې نن موږ د وکیل زوی ته وکیل او د بزګر زوې ته بزګر نۀشو ویلای' نو بیا موږ څنګه او ولې د سلګونو کلونو راهسې د سید اولاد ته سید، د میا اولاد ته میا، د خان اولاد ته خان، د ملک اولاد ملک، د نواب اولاد ته نواب، د قاضي اولاد ته قاضي وایو او د نوابانو، ملکانانو، سیدانو، میاګانو، خانانانو او قاضيانو اولادونه اټومیټک په دهغه رتبو او پیشو څنګه شول؟
کیدای شي' په ډېرو رتبو او پیشو کې به ځینو دا پروسه په موروثي توګه پرمخ وړې وي؛ خو اوس جدید دور کې ډېرو خپلې موروثي پیشې او رتبې پالل پرېښي دي.
ډېر کسان وینم' چې نوم سره به خامخا سید، ملک، میا او قاضي وغېره لیکي؛ خو خدمات به یا په سرکاري نوکرۍ او یا په بهرنۍ مزدورۍ کې ترسره کوې' نو دوې په کوم حیث ددې رتبې وړ او اهل شول؟
که نۀ د فارسۍ د ضرب المثل په اصطلاح; «پدر ما سلطان بود.»
دوې له هم د سلطان په زین کړې ټټو سپرلې ډېره خوند ورکوي؛ خوا که په خیال او یا افسانه کې ولې نۀ وي؛ خو دا خیال نۀ کوې' چې اوس وخت بدل دی' رتبه په موروثیت نۀ بلکي په لیاقت او صداقت ده.
یو شمېر کسان وینم' چې د نومونه سره بخاري، ترمذي، ثمرکندي، مکي، مدیني، قرېشي، جېلاني او ګېلاني وغېره نومونه لیکي؛ دا خلک د ډېر وخت نۀ په پښتنه خاوره ژوند کوي' خو چرته یې هم ذهن کې دا راؤنۀستل' چې موږ د کومو ښارونو یا ځایونو نومونه خپلو نومونو سره د وروستاړې په توګه لیکو او یا پرې خپله پیژندګلو جوړوو' نو ایا دا نومونه د پښتنې خاورې سره څومره تړاو لري؟
ایا د پردیو ښارونو او شجرو نومونه د خپل نوم سره اوچ په زوره لیکل په دې خاوره او دې خلکو کې ځان اوچ په زوره پردی کول نۀ دي؟
ښۀ به نۀ وي' چې ددې پر ځای د پښتنو د هغۀ سیمو نومونه خپلو نومونو سره ولیکلی شي' چرته چې دوې د سلګونو کلونو راهسې استوګن دي. دا به دې خاورې سره د تړون او پیوستون معنا ورکړې؛ ځکه چې د انسان بین المللي شناخت دده ژبه، جغرافیه، کلتور او قوم جوړوي' نه چې کسب، رتبې، پردې ښارونه او جعلي و فرضي شجرې ....
کسب او رتبې یو محدود ځایي شناخت ضرور جوړولای شي؛ خو قامي شناخت بلکل نۀشي جوړلای، قامي شناخت; ژبه، جغرافیه، کلتور او قومیت جوړوي!
(وکاس ایسپزی)
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.