Congratulation. Afghan Cricket Team Wins Against Sri Lanka in Asia Cup 2022. Zazai Speaking Urdu
د سري لانکا له ماتې وروسته مې د افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي مرکه ولیدله، مبصر ترې په اردو ژبه کې پوښتنه وکړه او ده هم په اردو کې ځواب ووايه. اول ځل دی چې زه یو افغان لوبغاړی ګورم چې په داسې نړیوال سټیج کې په اردو خبرې کوي.
په نورو ژبو کې خبرې کول یو کمال دی او هېڅ کوم عیب نه دی، خو افغان لوبغاړي په نړیوالو سټیجونو کې که په انګلیسي خبرې نشي کولای، ښه ده چې په خپلو ملي او رسمي ژبو پښتو او دري وغږېږي او ژباړن دې وژباړي، دا هېڅ عیب نه دی. موږ افغانستان کې هېڅ اردو ژبې نلرو او نه هم اردو داسې ژبه ده چې د انګلیسي او عربي غوندې د نړیوالې محاورې ژبه وي. کرکټ بورډ دې دا مسئله افغان لوبغاړو ته وپوهوي.اردو ژبو ته په تمام احترام.
ما هېڅ پاکستانی، هندي، سريلانکايي او یا د کوم بل هېواد لوبغاړی نه دی لیدلی چې په انګلیسي نپوهېږي او د خپلو ملي ژبو پرته د بل هېواد په ژبه دې په داسې نړیوال سټیچ کې مکالمه وکړي.
کرکټ یوازې لوبه نه ده، بلکې د فرهنګونو او ژبو د تشهیر او انتقال یوه وسیله هم ده. افغان لوبغاړي باید په داسې نړیوالو سټیجونو کې خپل فرهنګ او ژبه هم تشهیر کړي، که دا مسائیل له کرکټ څخه وباسو، تش د توپ او ډنډې لوبه ده، له دې وراخوا هېڅ هم نه ده.
#افغانستان
#کرکټ
#نظر
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.