Imam Hussain AS Marsia. Ghani Khan Pashto Marsia. Imam Hussain By Ghani Khan Baba. Pukhto Noha Imam Hussain
د حسین علیه سلام په یاد کې د غني خان مرثیه
یو په دار، یو د اور منځ کې، حسن ولید د دلبر
بې ګناه یو په صلیب شو، د اغزو تاج یې په سر
ستا دپاره اې حسینه، دغه سپین تیغ د شمر
هم ایمان دی هم نرتوب دی، هم قسمت دی هم باور
اې دمېنې بل مشاله، رڼا راغله د سحر
دا د قهر طوفان راغی، که یزید سره لښکر
ګوره، ګوره پاکه ربه، عجیبه میدان د جنګ دی
یو خوا زور توري صفونه، بل خوا تش د حسین ننګ دی
یو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنګ په څنګ دی
بل خوا یو مئین ایمان دی، مستانه او په غورځنګ دی
ربه وګوره فرعون نن بیا موسی سره په جنګ دی
عجیبه شین زمری دی، هم بادشاه دی هم ملنګ دی
یو خوا سترګې دې د کاڼو، هر ضمیر خوړلی زنګ دی
بل خوا وړوکی خوار ټولی دی، مري د تندې په ساه تنګ دی
د هر یو نظر کې ګوره، نرتوب څه چې لیونتوب دی
د ادم د شان قیصه ده، کلک یقين د سړیتوب دی
دامغروره فرعون ناست دی، که یو مست ببر حیوان دی
یخ بې رحمه چمچمار، چجه شوی په ډیران
مري د تنديې وهي لتي، ړوکي ړوکي ماشومان
چارچاپیره ترې ولاړ دي قطارونه لښکریان
یو، یو ګل د تندې رژي، د رسول د ګلستان
او یزید ولاړ دی اوري، دا سلګۍ او های سوزان
دا بلا د کربلا وینم لیوه او نیم شیطان
په دنیا کې دي تیرشوي ډېر بې رحمه بلاګان
داسې ظلم نه دی شوی نه به وشي په جهان
د چیني په غاړه مړه شو، ټول د تندي ماشومان
اخیر چیغه کړه حسین، نر بچی زه د حیدر یم
څه که نن یم وږی تږی، زه په اصل شیر ببر یم
راشه وګوره فرعونه د حیدر د وینې اور
لږ راودانګه میدان ته، چې ښکاره کړو سره زور
خو یزید ترې شاته پټ شو، چارچاپیره جنګ شروع شو
کربلا په وینو رنګ شوه، بیابان ډک د نارو شو
دحسین جانان مرګی دی او پالنګ یې ریګستان
ظلم ظلم دومره ظلم، وران دې نه کړو پرې جهان
د حسین په زنکدن کې، د یو ګوټ اوبو ارمان
امتحان دی کور د مېنې، د حسین څه امتحان
ولې زوی د حیدر نه وو، شیر ببر مرد میدان
مکوه، مکو اې اجله دا سر نه دی د وژلو
د ادم شان و سینګار دی، تا پرې اور ولګولو
موټي خاوره، داسې مسته د زهره په شان ځلیږي
سترګې سرې یې داسې اور کې لښکرونه ترې تښتیږي
یو مثال د حوریت دی، د خپل زړه په زور بلیږي
پټ د زړه په تارخانو کې یو سرور دی چې غږیږي
حسین وکتل چاپیره، اورشوې ژونده اور شوي اور
دې بې حسه تور ماحول کې هره ساه شرم پیغور
په دې ظلم په دې اور کې یو ساعت ژوندون حرام دی
د ادی درغلم مرګیه، زور او صبر مې تمام دی
کربلا ذره، ذره ستا، وايي به چیغې تر قیامته
چې انسان به، زورور ته په هېڅ شان سرنه کړي ښکته
غلامي نه هرڅه ښه دي، داچې تیر شو او تیریږي
ربه داسې زمانه ده ژوند دمرګ په بیه کېږي
په خپل ژوند کې په هر چا به کربلا یوه جوړيږي
چې څوک ځي د جانان کورته په دې لاره به تیریږي
دایو ستړی غمګین سر دی، لوګی کومه یې له تا نه
دا روستی مړاوی سورګل دی د حیدر د ګلستانه
سر دې اور که لکه نر، شیر بچی د شیر حیدر
نه د ښایست دې څوک ثاني شته نه د توري برابر
اې بادشاه د شهیدانو، نره خانده د نرانو
ستا مرګ هغه یاد تازه که چې هیر کړی هر انسان و
ستا د ژوند او د مرګ ټول ، ماته اوښود کربلاکې
څه رنګین سرور دې واچو لا اله الا الله کې
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.