Skip to main content

IMF, Brazil, Amazon, World Powers, Pakistan, Sri Lanka And Default

IMF, Brazil, Amazon, World Powers, Pakistan, Sri Lanka And Default.



ماته د IMF او پاکستان راتلونکى روښانه نه ښکاري. د نړئ مالياتي چلبازه له يوې اوږدې مودې راهیسي د پاکستان د قبضه کولو کوشش کوي، پاکستان د هغوى له منګولو د وتو لپاره خپلي هڅي کوي خو دا مهال د شطرنج په بستر کي موږ ډېر کمزوري يو هر کله ماتېدى شو. 

د نړۍ ډېر هيوادونه له داسي حالاتو سره مخامخ سوي دي، راځئ وګورو چي د ماتي خوړو څخه د ژغورلو لپاره هغوى څه وکړل، لومړى يو نظر په برازیل اچوو. 

غالباً په برازیل باندي 130 بيليونه ډالره قرض و، هغوى قسطونه نسو ادا کولى او د سقوط په لور روان و، برازیل امريکا، يورپين يونين او

 IMF

 ته واضح وويل چي موږ په يوه داسي حالت کي نه يو چي قرض ادا کړو يا د قرض سود ادا کړو. 

دا چي دا اداره د کمزورو هيوادونو د اقتصادي ودي لپاره جوړه سوې خو له هغوى سره د کار کولو باوجود هم زموږ حالات ښه نه سول نو ځکه زموږ قرضونه بايد ختم شي. امریکا او نورو قوتونو برازیل ته واضح وويل چي تاسو بايد قرض د سود په ګډون ورکړئ ستاسو لپاره هيڅ کوم بل اپشن نسته. 

برازیل په ملي سطح يوه پرېکړه وکړه او وې ويل: سمه ده موږ تاسو ته سرمايه له سود سره درکوو، خو د قرض د ادا کولو لپاره له موږ سره يوازي د امازون ځنګلونه دي، موږ به ددې ځنګلونو وني پرې کړو له خرڅولو وروسته به ستاسو قرض ادا کړو. 

لويو قوتونو نيوکه وکړه چي که د ايمازون ځنګلونه غوځ شي نو په نړۍ کي به ډېر لوى موسمي بدلونونه راشي، نړۍ ته له همدې ځايه آکسيجن رسي، د همدې ځنګلونو له امله بارانونه اوري، تاسو نه شئ کولى دا ځنګلونه غوڅ کړئ. 

برازیل وويل : دا چي ځنګلونه د نړۍ سږي دي، خو دا ممکنه نده چي موږ ددې ځنګلونو خاوندان يو او د قرض له امله له مرګ سره لاس و ګرېوان يو او نړۍ په تازه او پاکه هوا کي تنفس کوي. له ډېر فکر وروسته د سرمايو خاوندانو د هغوى قرض لس کاله وځنډوى، يعني برازیل تر لسو کلونو پوري ددې قرض هيڅ سود ورنکړ. 


زموږ مخي ته يو بل مثال د ايکواډور پروت دى، په هغوى باندي غالباً 120 بيليونه ډالره قرض و او هغوى هم نژدې و چي سقوط وکړي. له ډيوالي کېدو څخه د ژغورني په خاطر حکومت له پارلمانه يو داسي بل پاس کړ چي له

 IMF 

نه ټول قرضونه پخوانيو په فساد ککړ حکومتونو اخستي دي او دا سرمایه په ولس باندي نده مصرف سوې، د ځينو خلکو په ذاتي ګټو کي مصرف سوې يا ځينو خلکو له ملک نه بهر وړې ده، کوم قرض چي تېرو حکومتونو اخستى دى د هغوى د شخصي ګټو له نظره سوى دى، موجوده حکومت د هغه د ورکولو ذمه دار ندى، دا قرضه دي له هغوى واخستل شي چي هغه وخت په واک کي و. د ايکواډور حکومت همدا کېس د انصاف نړيوالي محکمې ته يووړ او هلته يې خپل کېس وګټى، په دوى چي څومره قرضونه و هغه ختم کړل سول. 


 څه موده مخکي ارجنټاين کي په زرګونو خلک د

 IMF

 په خلاف سړکونو ته راووتل، دا پېښه هغه وخت وشوه کله چي 

IMF 

ارجنټاين  ته د تاريخ تر ټولو لوى قرص 56 بيليونه ډالره ورکړل. ددې ماملې معلومات له خلکو پټ ساتل شوي وو، ولس په دې خبره هم شکمن و چي 

IMF 

غريبو هيوادونو ته په قرض ورکولو سره د هغوى په خلاف پاليسۍ جوړوي، خو بلخوا بيا اميرانو ته بهر ته د همدې سرمايې د وړلو اجازه ورکوي.

احتجاجونو دا غوښتنه کوله چي ارجنټاين دي د

 IMF 

په خلاف قضيه نړيوالي محکمې ته يوسي، 

IMF 

له دې ويري چي ارجنټاين هم نړيواله محکمې ته لاړ نشي له هغوى سره يوې روغي جوړي ته ورسېد. 


له يونان سره هم 

IMF 

همداسي چل وکړ، ماته هغه وخت ياد دى چي د يونان له ATM 

ماشينونو تر 60 زيات يورو نه سو ايستل کېدى، خو هلته چي کوم احتجاج وسو هغه د کوم انقلاب غوندي و. 

هلته هم IMF اړ سو خپله رويه بدله کړي. 

که ملتونه متحد وي او له هيواد سره مخلص وي نو هيڅ کوم کار مشکل ندى. 


دا وخت په دې د غور کولو ضرورت دى چي 

IMF

 به په راتلونکې کي له پاکستان سره څنګه سلوک کوي؟  اکثره وخت د IMF شرطو ته په کتو فکر کوم چي د IMF په غوښتنو کي د ټيکس لګولو غوښتنه ډېرى په تنخوا لرونکې طبقې يا د غريبانو د استعمال په څيزونو باندي ولي وي؟ هغوى په اميرانو باندي ولي د ټيکس زياتولو غوښتنه نه کوي؟

 په امریکا او برتانیا کي 50 زره ډالره عايد لرونکي بايد له 40 فيصده زيات ټيکس ورکړي حال دا چي په پاکستان کي په کروړونو روپۍ عايد لرونکو باندي 40 سلنه ټيکس هم نه لګول کېږي. 

نن پاکستان په ډېر نازک پوزيشن کي دى، په دوامداره توګه د روپو د ارزښت د غورځېدو له امله په يوه کال کي زموږ قرض درې چنده زيات سو، يوازي د يوه بيلين ډالرو قرض ادا کولو لپاره IMF پرېشانه کړي يو. داسي شرایط يې راباندي منلي چي زموږ خپلواکي تر سوال لاندي راولي. موږ بايد فکر وکړو، موږ بايد له ترکيې، ايران، چين او روس سره کېنو، يو طريقه کار جوړ کړو، د IMF په خلاف بايد د انصاف نړيوالي محکمې ته لاړ شو، د ژوند کولو لپاره بايد اوس کوم داسي قدم پورته کړو چي له امله يې بايد IMF تر لس، پنځلسو کلو پوري زموږ قرض معطل کړي، په دې هم بايد فکر وکړو چي دا په ميلياردونو ډالر چي موږ قرض اخستي دي هغه چېرته لاړل.

ژباړه Muhib Rahmati

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso