Khushal Khattak Da Mughalo Mansabdar. Khushal Khattak As Mughal Servant.
By Noor Apriday
خوشحال د مغلو منصبدار
اکثر زمانه زما کشران دا تپوس کوي چې خوشحال بابا خو د مغلو نوکر پاتې شوے دے يا د مغلو نوکر وو ! او هم د دې کشران په نزد د بابا د مغلو نوکري کول يو غټ جرم دے ـ او ورسره دا خبره هم ور زياته کړي چې خوشحال بابا خپل پښتانه د مغلو دپاره وژل ـ زما د دې کشران په نزد دا دوه خبرې د خوشحال بابا يوه غټه ګناه دا يا دا دوه خبرې په بابا يو غټ تور دے۔
خو زما په خيال دا دواړې خبرې بابا ته په ميراث کښې پاتې وې ـ
که مونږ اوګورو د خوشحال بابا د نيکه پلار اکوړ خان ته اکبر باچا د لارې د حفاظت ذمه داري ورپه غاړه کړه او د دې په بدل کښې کښې به اکوړ خان يو قسمه ټکس اخستو او دغه لار به يې ساتله ـ
دغه سلسله شروع وه د بادشاهي لارې ذمه داري د اکوړ خان نه پس يحيي خان او بيا د خوشحال بابا د پلار شهباز خان په غاړه شوه ـ او داسې دغه منصبداري يا نوکري تر خوشحاله پورې راورسيده او خوشحال هم دغه نوکري ښه په ايماندارۍ تر سره کوله ـ
بيا د پښتنو د قتليدو خبره شوه نو د خټکو او مندړو او يوسفزو جنګونه د خوشحال په دور کښې نه وو شروع چې خوشحال بابا پښتانه قتل کړي دي بلکښې دغه سلسله د يحيي خان او شهباز خان په دور کښې شروع وه ـ دا جنګونه خټکو يوسفزو مندړو ولې خپلو کښې کول هغه ځان ته يوه غټه موضوع ده هغې کښې نه ښکيوزو ـ
د خټکو او يوسفزو يا مندړو په خپلو کښې جنګ د هغه وخت نه شروع وو کله خټک بر او کله ٸې مخالفين بر که هغه د زمکو په سر وو او که بل څه وجه چې کله يحيي خان او بيا شهباز خان ژوندي وو او دغه د پښتنو خپلو کښې جنګيدل يا پښتانه قتلول دا هم بابا ته په ميراث کښې پاتې وو ـ او د بابا دغه وخت کښې دا خيال نه وو چې زه چې دچا سره جنګيږم دا څوک دي ؟ دا زما خپل قوم دے که بل څوک او زه چې دچا دپاره دا خپل پښتانه وژنم نو ولې ؟
که مونږ نن هم وګورو چې د پښتنو يوه قبيله خپلو کښې په جنګ شي نو دا ورنه هير وي چې زه چې د دې چا سره په جنګ يم دا زما رور دے او که بل څوک ؟ يعني دې وخت کښې ورنه قوميت تربور ولي او رور ولي هيره وي ـ
نو بابا خو د شروع نه يعني پلار نيکه ٸې د خپلو پښتنو سره جنګيدلي دي د مغلو په وينا نو د بابا نه دا ګيله کول چې بابا خپل پښتانه قتلول نو بې زايه ده ـ او د هغې مثال ما بره درکړو ـ زه دا نه وايم چې بابا چې خپل پښتانه قتل کړي ښه ٸې کړي بل زما مطلب دا دے چې د بابا نيکه پلار د پښتنو سره جنګونه کړي وو او بابا سمدستي نه شو بدليدلے بلکښې څه داسې حاديثه پيښييدل لازم وو چې بابا د دې پلار نيکه د پيشې نه لاس په سر شوے وے ـ او هغه روستو اوشو چې روستو به پرې زه خبرې کوم ـ
اول به زه د بابا د مغلو په نوکرۍ يا منصبدارۍ خبره اوکړم ـ لکه چې ما بره اووٸيل چې د مغلو نوکري بابا ته په ميراث کښې پاتې وه ـ که مونږ د بابا نه دا طمعه ساتو چې بابا به سم دلاسه دا نوکري پريښودې وے نو دا هسې فضول خبره ده ـ او هغه ځکه چې د پلار نيکه نوکري سمدستي نه شي پريښودے ـ بل که بابا هغه وخت کښې سمدستي نوکري پريښودے وے نو دا مغل حکومت چيلنج کول وو ـ او مغل حکومت چيلنج کول داسې وو لکه چې نن وخت کښې څوک امريکه چيلنج کوي ـ ځکه چې د مغل حکومت مثال د هغه وخت د امريکۍ وو ـ
که په بابا باندې دا تور لګي ّچې بابا د مغلو نوکر وو يا د مغلو طرفدار وو نو بيا دا تور خو د ټولو نه زيات په اخوندرويزه باندې لګي ـ
د بابا نه د منصبدارۍ او نوکرۍ تور هغه وخت لرې کيږي کله چې بابا د مغل د نمک نه توبه اوباسي او د افغان په ننګ باندې توره تړي ـ د دې دوو شعرونو نه ٸې مونږ اندازه لګولے شو ـ
چې نمک مې د مغل خوړل ملک وم
چې نمک د مغل نشته اوس ملک يم
او بيا واٸي :
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
او د منصب نه ٸې کوم وخت کښې توبه اوباسي کله چې هيڅ بې هيڅه ورته بيړې وراچولے شي او قيدي ٸې د هندوستان په لور بوځي ـ او په رتمبور کښې ٸې قيد کوي ـ بابا دې وخت کښې په خپله ګناه نه پوهيږي ځکه خو واٸي:
په ناحق د اورنګزيب په بند بندي يم
خبر نه يم په تهمت او په بهتان
په بابا باندې ّچې په قيد کښې يعني په رتمبور جېل کښې کومې کانې کيږي هغه قلندر مومند په خپل ځان هم محسوس کړي دي لکه چې واٸي :
چې په خوشحال په رتمبور کښې اوشوې
هغه کانې په ما لاهـــــور کښــې اوشـــې
کله چې بابا په قيد کښې وي نو دا خيال ٸې په مازغو کښې اوړي راوړي چې افسوس ما د هغه خلقو دپاره تورې وهلې دي چې په ناحق ٸې بندي کړے يم خو چې د بند نه خلاص شم يا به الله الله وايم او يابه به د مغل خلاف توره پورته کوم لکه چې واٸي :
پس له بنده دے دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولے مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
د رزم نه دا مطلب نه دے چې بابا به د مغلو بيا هم خوري بلکښې د مغلو منصب ته هم لته ورکول وو ـ
کله چې بابا د قيد نه راخلاص شو که هر څو ٸې د مغلو نمک بيا هم خوړل خو د بغاوت خيال ٸې وو او چې مهابت ورته و لنګر کوټ قلعې کښې د جوړلو د مدد دپاره اووٸيل نو بابا ورنه انکار اوکړو او ورته ٸې اووٸيل چې کله زه تاسو په قيد کښې نيولے وم نو هم د مندړو او يوسفزو زما خاندان ته پناه ورکړې وه که هر څو تاسو مغلو قيد کول خو زما قوم يعني پښتنو ورته پناه ورکړه زه اوس نه شم کولے چې د لنګر کوټ قلعه په جوړيدو کښې ستاسو مرسته اوکړم ځکه چې دا زمونږ د پښتون ولې د شان خلاف ده ـ
لنګر کوټ مغلو ساز کړو
زه په ننګ بيا د افغان شوم
که يوسف وو که مندړ وو
زه د واړو نګهبان شوم
بابا نه يواځې د قلعۍ جوړيدو په مرستو کښې ترې انکر وکړو بلکښې مهابت ته ٸې اووٸيل چې دا قلعه مه جوړوه ځکه چې دا به روستو درته درد سر جوړه شي ـ
بابا تر دې ساعته د مغلو نمک خوړل لګيا وو خو چې کله مهابت بدل شو او امين خان د کابل ګورنر د مغلو لخوا مقرر شو او د خيبر واقعه پيښه شوه يعني څلويښت زره فوځ د مغلو پښتنو قتل کړل نو بابا يو دوه ننګيالي تر سترګو شو او د بابا دا طمعه پيدا شوه چې ملګري مې پيدا شو يعني دريا خان اپريدے او ايمل خان مومند نو اوس مغل شړل ګران نه دي د دې پښتنې خاورې نه ـ هم د دې جنګ نه لګ وخت پس بابا د مغلو منصبداري پريږدي ـ د منصبدارۍ پريښودل يوه حاديثه پيښودل پکار وو او هغه د خوشحال سره اوشو يعني هيڅ بې هيڅه په قيد کښې اچول ـ او بله پيښه خپل ځوے بهرام ورته په کور کښې دشمن جوړول وو که هر څو د بهرام د مخالفت نه اول يعني د خيبر د جنګ نه پس بابا باغي شوے وو او د افغان په ننګ ٸې توره تړلې وه او هغه عزم چې په قيد کښې ٸې کړے وو يعني د مغلو سره رزم رښتيا کول وو او رښتيا ٸې کړو ـ او په جار ٸې ناره کړه چې :
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم
هم دغې وخت کښې د مغلو منصب ته لته ورکوي او او د افغان يعني پښتون په ننګ توره تړي او ځان ورته فريښته ښکاريږي او هغه ځکه چې د مغلو منصب ٸې پريښودے وو
چې نمک مې د مغل خوړل ملک وم
چې نمک د مغل نشته اوس ملک يم
دا پيښه يوه داسې پيښه وه چې د خوشحال نه ٸې هغه د منصب او نوکرۍ تور لرې کړو او سوچه پښتون شوه ـ
دا داسې ده لکه چې ګاندهي چې کله بهر ملک کښې يو ټرين کښې راوان وي او څه سپين پوستي ٸې د ټرين د وي اٸي پي کمرې نه په دې وجه بهر کوز کړي او سامان ٸې ورته ګوزار کړي چې ته تور پوستے ٸې ـکه هر څو ګاندهي ورته اوواٸي چې ما خو ستاسو کوټ پتلون اغوستے دے يعني ستاسو د انګريزانو کلچر مې خپل کړے دے خو بيا ٸې هم د ريل نه بهر کړي ـ او چې ګاندهي په ريلوې سټيشن کښې ټوله شپه په يخنۍ کښې تيره کړي او د غلامې او نسلي تعصب سوچ ورشي نو دا د هغه په ژوند کښې لويه پيښه وي چې ورنه سوچه هندوستانے جوړ کړي او خپل قوم د سپين پوستو د غلامې نه خلاص کړي هم داسې د خوشحال سره هم اوشي او دغه د قيد پيښه ورنه سوچه پښتون جوړ کړي او په دې مجبوره شي چې
اور ٸې پورې په منصب په نوکرۍ شه
چې تر فهم و تر نظر د مغل کک يم
خوشحال بابا هم دلته د مغلو په منصب باندې اور لګوي او د افغان په ننګ اودريږي ـ
انشاءالله نور بيا ـ ـ ـ ـ
نور اپريدے
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.