Skip to main content

Life Story Of Ahmad Shah Masood. Book On Ahmad Shah Masood. Review

Life Story Of Ahmad Shah Masood. Book On Ahmad Shah Masood. Review  Of Afghan Napoleon Pashto

By Adv Hamayun Kaasai


د احمد شاه مسعود پر ژوند مو کتاب لوستلو، نو يو دوو خبرو خوند پکشې راکړى، او لږ حېرانوونکې راته ښکاره شوې، نو د کتاب له عکس سره مو هغه خبرې زکر کړې.

بيا چې ګورم فتواګر را و غورځېدل چا څه نوم راکړى او چا څه.

حالانکې يوه کس نه دا کتاب تر دې لمخه ليدلى وو او نه يې لوستلى وو.

مسعود جنګسالار وو، د دا کتاب لويه برخه د ګوريلا وار فېر او د هغه د جنګي ستراتيژي په حقله ده.

په کتاب کشې دى، له روس سره د خپلو معاهدو او ډزبنديو زکر هوم کوي، او دا هوم وايي مجاهدینو ټولو په شمول د پېښور شورا زما پر دا پرېکړه خوابدي وو.

دى وايي چې ما اول ټرېننګ په پاکستان کشې کړى وو. دى وايي چې د پاکستان له لارې موږ ته د پېښور شورا وسلې او پېسې را برابرولې.

دى وايي چې پاکستان سره دا مرستې امریکا کولې. دى دا هوم وايي چې پاکستان به خپلې زړې او بې کاره وسلې موږ ته را لېږلې او سمې وسلې به يې خپل پوځ لره خوندي کولې.

دى وايي چې په مجاهدینو کشې پاکستان ته تر ټولو زيات ګلبدین ور نزدې وو.

دى خپل او د ګلبدين اختلافات هوم بيانوي او دا يې هوم ويلي چې د دوى دواړو خپلمنځى جنګ د روس سره د جنګ دوران هوم روان وو.

دى وايي چې د جلال آباد په آپریشن کشې يوازې د پاکستان جاسوسي ادارو او د ګلبدين حزب اسلامي برخه اخستې وه، او دا نورې ډلې ناخبره ساتل شوي وې.

دى وايي چې لامل دا وو، چې دوى غوښتل چې جلال آباد و نيسي نو د حکومت مورال به ډاؤن شي او دا رنګه به د کابل نيول آسانه شي. دى وايي چې پاکستان غوښتل چې کابل د ګلبدين له لارې و نيول شي، او دا يې نه غوښتل چې شمالي ټلواله د جلال آباد د آپریشن برخه شي.

دى وايي چې موږ کله کابل و نيولو، نو دا خبره د پاکستان له پاره د زغملو وړ نه وه، او دوى ګلبدین و لمسولى چې پر کابل راکټان و ووروي.

دى وايي چې ايران هوم زموږ د کابل په نيولو نه وو خوشاله، ځکه چې هغو تازه په تازه له ډاکټر نجیب سره ملګرتیا جوړه شوې وه.


دى وايي چې ما په اولو کشې يعنې د روس خلاف په جنګ کشې له يورپيانو او امریکا څخه مخامخ اړيکې هوم درلودې او مرستې يې هوم ځينې ترلاسه کولې.

دى وايي له يورپيانو او امریکا سرهغد ده مخامخ اړيکې پاکستان ته خوند نه ورکولې. ځکه چې د سي آئي اې او آئي اېس آئي تر منځ دا معاهده وه، چې له مجاهدینو سره به د پاکستان له لارې مرسته کوي او. مخامخ به اړيکې نه ورسره جوړوي. 

دا هوم وايي چې په ورستيو کشې يعنې د ټاليبانو  په اوله دوره کشې دوى له روس، ازبکستان، تاجکستان او ايران څخه هوم مرستې اخستې.

دى وايي چې کوم وخت ټاليبان د کابل پر لوري را روان وو، نو امریکا ورته وو ويل چې له ټاليبانو سره جنګ مه کوئ او کابل په لاس ورکړئ.

دى وايي چې امریکا وروسته هغه وخت د ټاليبانو مخالف شوه کله چې د امریکا پر سفارت خانو القاعده بريدونه و کړل، امریکا ټاليبانو ته وو ويل چې لا دوى له ملکه و شړئ او لا يې امریکا ته حواله کړئ.


په دا کتاب کشې ده د امریکا له ټاليبانو سره د اړيکو خرابېدو پس له دوى يعنې مسعود سره د بيرته د مرستې پېل کولو زکر نه دى کړى.

حالانکې امریکا خورا ډېر ډالر او نائټ ويژن ټېکنالوژي دوى ته ورکړې ده.


په اخير کشې وايم چې نظرياتي اختلاف پر خپل ځاى، خو کتاب لوستل او ځان خبرول او د بل په نظر ځان پوهېول اړين وي.

زموږ ستونځه دا وي چې په مغزو کشې را ټومبل شوي خبرې حقائق راته ښکاري او بل هر څه درواغ.

مسعود سره نظرياتي اختلاف د هر چا حق دى، مګر يوه خبره به هر څوک مني چې د ګوريلا جنګ او جنګونو تجزیه کاران دى يعنې مسعود، د جنګي ستراتيژي په حواله د نړۍ له نوموړو ګوريلا جنګياليو سره پرتله کوي، لکه ماؤ او چېګېورا



Life Story Of Ahmad Shah Masood. Book On Ahmad Shah Masood. Life Of Afghan Napoleon Ahmad Shah Massaod. Pashto Book Review  Of Afghan Napoleon Ahmad Shah Masood. Pashto Pedia Pashto Times

By Adv Hamayun Kaasai


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso