Skip to main content

Mehmood Khan Achakzai In Taliban Event In Islamabad & Afghanism.

Mehmood Khan Achakzai In Taliban Event In Islamabad & Afghanism. By Advocate Hamayun Kaasai.


له مجا-هد-ینو او طا-ليبا-نو سره بنيادي اختلاف پر څه دى?

1.د افغانستان استقلال.

 2. ارضي تماميت / ملي وحدت

3. اولسي مشروعیت ترلاسه کول، او له زورواکي ډډه کول.


زما په نظر دغه درې بنيادي اصولونه دي د ملاتړ کولو او لا د اختلاف کولو.


له سردار داؤد راواخلې بيا تر خلقيانو پورې او له خلقيانو راواخلې بيا تر مجا-هد-ینو.

 له مجا-هد-ینو بيا تر طا-ليبا-نو، له طا-ليبا-نو بيا تر مجا-هد-ينو او له مجا-هد-ينو بيا بيرته تر طا-ليبا-نو زما بنيادي او اصولي اختلاف پر دغه درو نقطو دى.


اختلاف دا نه دى، چې د چا ږيره غټه او د چا وړه ده،او څوک له سره نه ږيره لري او نه برېتونه.

د چا لونګۍ پر سر ده او د چا لنګوټه.

چا پتلون اغوستى دى او که وطني جامې.


له سردار داؤد سره اختلاف پر دا دى، چې د زور له لارې واکمن شوى وو، باچا يې په زور لېرې کړى وو، د اولسواکۍ غږ يې پورته کړى وو، خو بيا پخپله ډکټېټر جوړ شوى وو او د حقيقي اولسواکۍ هغه ژمنه يې نه وه ترسره کړې.


خلقيان د زورواکۍ له لارې راغلي وو، او بيا يې يو د بل سرونه غوڅ کړل، څه د پرديو په وېنا او څه د خپلمنځي اختلافاتو پر بڼست.


مجا-هد-ينو له اولې ورځې د افغانستان له دښمنانو سره لاسونه ټينګ کړل او خپل وطن يې د پرديو د ګټو له پاره لوټي لوټي کړى.


دغه کار طا-ليبا-نو و کړى، د افغانستان د دښمنانو پر وږو سپاره افغانستان ته ولاړل، او اولسونه يې غلامان و ساتل.

او دغه سلسله يې په دا دويمه دوره کشې هغسې داوم لري.


خبره د اصولي اختلاف ده، کنې که خبره د اصولي اختلاف نه وايي نو په دوه زره يو کشې به مو څله هغه پخواني مجا-هد-ينو ته هرکلى کولو، چا چې وطن لوټي لوټي کړى وو.


چونکې تر نړیوال او افغان قانون لاندې د جرګې له لارې د افغانستان د سباوون پرېکړه و شوه، موږ يې ملاتړ و کړى ،هغه پخواني مجاهدین موږ پر دغه درو اصولو قبول کړل او شل کاله مو ملاتړ ورسره و کړى.


نن بيرته طا-ليبا-ن پر افغانستان واکمن دي او د اختلاف لاملونه بيرته دغه درې بنيادي اصولونه دي، او که سبا يې ملاتړ کوو، هوم دغه درې اصولونه به يې لامل وي.


طا-ليبا-ن که د دښمنانو واشکى له غاړې پرې کړي، د افغانستان استقلال، ارضي تماميت / ملي وحدت، او اولسي مشروعیت ته غاړه کشېږدي او له زورواکي څخه لاس واخلي، نو بيا زموږ اختلاف ورڅخه نه شته.


په دا کشې شک نه شته چې، که د پروند مجا-هد-ين وو او که د نن طا-ليبا-ن، دا په خټه افغانان دي.

او که په فکر هوم افغانان شي بيا اختلاف د څه دى?


ځکه دا زموږ د سياسي مشرتابه ملي وظيفه جوړېږي چې د مکالمې او جوړ جاړي لاره برابره کړي.

د مسلسل مکالمې له لارې د افغانستان د شه سباوون بنيادونه کېښودل شي. دا جنګونو ته بايد د پايي ټکى کېښودل شي. فکري اختلاف د ټولنې ښائست وي، ملګر دا باید د زغم له لارې او د مکالمې له لارې له منځه يو وړل شي.


پر فکري اختلاف يو د بل سرونه پرې کول، د وطن د استقلال او ارضي تماميت سره لوبې کول، د دښمن آله کار جوړېدل. دا د افغانستان او افغانانو د بربادۍ او بدې ورځې اصل لاملونه دي.


شدت پسندي او رجعت پسندي پخپل فکر کشې تغیر نه راوړل او خپله خبره اټل ګڼل او د زور له لارې په خلقو منلو ته ويل کېږي.


د نړۍ يوه ټولنه هوم همفکره نه ده، فکري اختلاف د هرې ټولنې برخه دى. خو هغه ټولنې چې د برداشت لاره يې خپله کړې ده، او خپلمنځي اختلافاتو لره يې د مکالمې لاره هواره کړې ده، هغه ټولنو پرمختګ کړى دى. او د سيالانو ژوند تېروي.


موږ افغانانو ته هوم د مکالمې هنر زده کول او خپلول پکار دي، بې له دا هنره د خلاصون بله لاره نه لرو.


تل به جنګونه وي او زورواکي به وي، چې هر چا ټوپک پر وږه و درلود واک به د هغه وي.


دا سلسله له سردار داؤد څخه را پېل شوې او تر دا ننه پورې داوم لري. تاوان يې ټول موږ افغانانو او زموږ وطن افغانستان وړى دى، او ګټه يې د پرديو ده.


هغه ملت چې يو وخت د نړۍ ستر طاقت پاته شوى دى، نن په مکمله توګه بېواکه پاته دى. دا وخت د وجود له خطر سره مخامخ دى. بله خوا د تاريخ کمزوري او تل غلام پاته شوي قامونو پرمختګ کړى دى، او نن خپلواکه او د سيال ژوند کوي.


زموږ د سياسي ګوندونو او سياسي مشرتابه دا وظيفه جوړېږي، چې سنجيده هڅې و کړي، چې دا فکري واټن کم شي، او داسې د منځ لاره و ټاکل شي، چې د ټولو افغانانو پکشې بريا وي.


زموږ د خلاصون واحده لاره په ملتپالنې کشې ده. دا نور ټول ايزمونه والله که يوه نتیجه ورکړي. هغه ځکه چې په ملتپالنه کشې دا ټول ايزمونه ځائيدلى شي، او ژوند سره کولى شي.


د ملتپالنې لمن پراخه ده، ځکه د افغان د ملتپالنې لمن پراخولو ته اړتیا لري. او دا کار د سنجيده مکالمې له لارې کېدلى شي.


که يوه ډله پر يوه خره سپره وي او بله ډله پر بل خره. او د مکالمې ګنجايش نه وي، نو بيا به کله د يوې ډلې غاړه او د بلې ډلې چاړه وي او کله به د بلې.


دا رنګه به دښمنان خوندونه اخلي او موږ به يو د بل مرۍ پرېکوو.


پروند د ملا محمد عمر زوى ملا يعقوب د افغانستان د ملتپالنې ستر مجاهد غازي امان الله خان قبر ته ورغلى او دعا يې ورته کړې ده.

دا ښه زېرى دى.


کومه ورځ چې ملتپاله، مزهبپاله، او له نورو ايزمونو سره تړلي ټول افغانان سوچه ملتپاله شو، هغه ورځ به دا توره تياره رڼا شي.



Mehmood Khan Achakzai In Taliban Event In Islamabad & Afghanism. By Advocate Hamayun Kaasai. Mehmood Khan Achakzai Attended Taliban Event Organized In Islamabad Pakistan On 19 August 2022. Pashto Pedia Pashto Columns.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso