Mulla Naseeruddin, King And Donkey. Pashto Jokes
وايي
ملا نصرالدين ته د وخت پاچا يو خر سره د لس زره روپو ورکړو او ورته وويل:
چې ملا صیب په د خر کې به ماته عقل او نور کمالات اچوي.
ملا نصرالدين ورته وويل:
پاچا صیب ددی کار د کولو لپاره به ماته لس کاله مهلت راکوي.
پاچا له ملا نصرالدين خبره ومنله.
ملا نصرالدين خر راوان کړو، په لاره يو کليوال په مخه ورغي پوښتنه يې ترې وکړه. ملا صیب پدی څه کوې؟
ملا نصرالدين ورته وويل چې دا د پاچا خر ده او زه په کې عقل اچوم
کليوال ورته وويل چې ملا صیب دا خو ناشونی ده، ته څنګه کولی شي چې په خر کې عقل واچوي او عاقل ترې جوړ کړی، تا خو د پاچا سره ځان په لانجه ککړ کړو.
ملا نصرالدين ورته وويل:
ملګريه ما د پاچا سره لس کاله وخت ټاکلی پدې لسو کالو کې به يا زه مرم يا به خر مری او یا به پاچا...
مقصد باندي خو پوۍ شوۍ
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.