Skip to main content

Pandemic By Khushal Baba. Da Ghawas Da Kaal Waba.

Pandemic By Khushal Baba. Da Ghawas Da Kaal Waba.


خوشال خټک او د(غواص کال) د وباءقصیده

------------------------------------------

لطیف یاد 

د غواص دکال وباء د۱۰۹۷ هجري کال وبا وه چې په پښتونخوااو سیمه  کې رامینځ ته شوې وه .تر هغې دمخه په ۱۰۸۸ هجري کال کې په سیمې او پښتونخواکې  یوه سخته کا ختي ( قحطي )راغلې وه چې خوشال خان خټک پخپلو اشعاروکې ددغې قحطۍ او ددغې وبا ء  دواړو  یادونه کړې ده. 

دغواص دکال وباء ځکه ورته وایي چې کله غواص دابجد په  حساب تجزیه کړو نو لا ندیني کال ترې جوړیږي. په دې ډول   :

 

غ= ۱۰۰۰

و=۶

ا=۱

ص=۹۰

دا ټول چې سره جمعه شي نو ۱۰۹۷هجري  ترې جوړیږي.

دخوشال بابا دوباء دکال قصیده 

-------------------------

دغواص دکال وبا ء

خدای یې مه راوله بیا 

اکوړخیل(*)  مې پکې ومړل

لوی هلک ، مرد ونساء 

بخت  ناک  خان (**)مې پکې ومړ

موریې  بوتله هم قضا ء 

یو هلک یې و راپاتې 

ورپسې شو زرفنا 

چا ته  ژاړم له دې غمه

سود مې کوم دی دژړا 

لورپه لور په دالمبو کې 

عالم پروت په و اویلا

تر دکنه تر کا بله 

راخوره شوه دابلا

په لکونو عالم ومړ 

چې ښهرونه شول صحرا 

اول قحط بیا وباءوه 

په هرلوري وه غوغا 

سر فراز دسعا دت و 

ښه لمسی مې و زیبا 

هم حا فظ ددرست قرآن و

هم په خط و بې همتا 

دښکارسپي یې  وساتلي 

لیونی شو بې غو غا 

لاس یې وروړبې خبره 

چې ګاڼه یې  خپل آشنا 

دی یې  وچیچه په لاسو 

لا علاج شو لا دوا 

په داکال دماقضا کړو 

په ارمان ارمان جدا 

 کال حصغ شو وبا لاړه 

هم عسرت کړه راته شا 

بارانونه دې وریږي 

وداني شوه په دنیا 

نه تل غم وي نه ښادي وي 

وار په وار وي هغه دا

په هرحال شکر بایده دي 

چې بدتره نه شي لا 

---------

حصغ 

ح= ۸

ص=۹۰

غ= ۱۰۰۰


چې که داټول  سره جمعه شي نو ۱۰۹۸ هجري کیږي چې داوباء بیا په همدې کال ختمه شوه او پای ته ورسیدله.

--------------------

ما خذونه 

۱- دخوشال کلیات ۹۵۶ مخ

۲- خوشال خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل لیکنه ، دلطیف یاد ژباړه ۵۰۸-۵۰۹ مخونه

(*)اکوړخیل  = دخوشال بابا دنیکه ملک اکوړې ټبراو اولاده

(**)بخت ناک خان  دخوشال بابازوی و.



Pandemic By Khushal Baba. Da Ghawas Da Kaal Waba. Pashto Nazam Da Ghawas Da Kaal Wabaa. Pashto Poetry By Khushal Baba. Pukhto Shayrri. Pukhto Shayeri.

Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso