Skip to main content

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto

Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto




امریکا د چين او تهائيوان تر منځ هغسې شېطاني روانه کړې، لکه د روس او يوکراين تر منځ چې کوله.
پوټين تېروتنه و کړه او په يوکراين کشې شکېل شو.
د جنګ اتمه مياشت روانه ده، او روس لا د يوکراين په مشرقي سيمه کشې شکېل دى. زيات تاوانونه يې د روس، يوکراين او يورپ دي. بله خوا امریکا په دا جنګ کشې تر دا اوسه خورا ډېره ګټه کړې ده. 
د روس ګمان وو، چې دا جنګ به د څلور پنځه هفتو لوبه وي، خو اوس جنګپوهان وايي چې دا لوبه تر کلونو پورې غږېدلى شي.

چين تهائيوان خپله برخه ګڼي، او امریکا هوم د متحده چين د پالیسي حمايتي پاته شوې ده.
خو اوس امریکا په خوله خو وايي چې د متحده چين پالیسي ملاتړي ده، خو په عمل کشې داسې اقدامات کوي، چې د متحده چين د پالیسي زد کارونه دي.
د بېلګې په توګه له تهائيوان سره کاروباري او دفاعي تعلقات ساتل او اوس خو يې حد دا و کړى، چې د امریکا د پارلېمان سپيکر نېنسي پيلوسي د تهائيوان باقاعده دوره و کړه. معنا دا چې په عمل کشې امریکا ثابته کړه، چې دوى تهائيوان د چين برخه نه، بلکې يو آزاد رياست يې ګڼي.
اوس چې دا دوره ختمه شوې ده، نو چين لکه د لېوني سپي جنګي عمليات پېل کړي دي او د تهائيوان خو او شا يې جنګي ماحول جوړ کړى دى. بلکې که دا وو وايم چې تهائيوان يې له هرې خوا محاصره کړى دى.
دا به کتل وي چې چين دا کار څومره موده کوي، او که دا لوبه اوږده شوه، نو تهائيوان به دې ته اړ ووځي چې غبرګون ښکاره کړي او باقاعده جنګ پېل شي.
تهائيوان د يوکراين او روس په شانتې د ځمکې له لارې له چين سره نه دى تړلى.
چين به هوايي او سمندري ځواکونه زيات کاروي او که ځمکني ځواکونه کاروي، نو هغه به د تهائيوان جزيرې ته رسوي.
بله خوا د تهائيوان لويه برخه ښارونه دي او په ښارونو کشې روايتي جنګ نه شي کېدلى، ځکه چې په روايتي جنګ کشې انسانانو ته مرګ ژوبله زياته رسېږي.
دا خبره هوم مهمه ده چې چين له کال نولس سوه دوه شپېته پس د باقاعده جنګ تجربه هوم نه لري، هغه جنګ د چين او هند تر منځ شوى وو. نو نه يې پوځیان د عملي جنګ تجربه لري او نه يې وسله په عملي جنګونو کشې تجربه شوې ده.
دا جهګړه که چېرې کېږي، نو د دوى د پوځیانو د جنګي مهارت او د وسلو د ټېکنالوژي امتحان به وي.
جنګي عملیات او په عملي جنګ کشې ډېر توپېر وي. د روس او يوکراين په جنګ کشې دا خبره ثابته شوه، چې د روس د وسلو، ټېکنالوژي او پوځيانو اعداد او شمار زيات وو، خو هغومره مؤثره نه وو لکه اندازې چې لګېدلي وې.
د چين او روس په مقابل کشې امریکا له دويم نړيوال جنګ را په دې خوا مسلسل په عملي جنګ کشې پاته شوې ده، او اکثره خو يې د خيلو وسلو او پوځيان د تجربې او نورو ستراتیژیک احدافو په خاطر جنګونه هوم تخلیق کړي دي، لکه د عراق او افغانستان جنګونه يې کلاسيک مثالونه دي،چې دوى خپل جنګي ستراتيژيانې، جنګي وسلې او جديده ټېکنالوژي ټول پکشې تجربه کړو.

په تهائيوان کشې چې تېرې ټولټاکنې وې نو چين دغسې د پوځي مشقونو او جنګي الوتکو له لارې فشار واچولو، چې موجوده اولسمشره و نه ټاکي.
ځکه چې دا زنانه په بشپړه توګه ډېموکرات ده او د چين مخالف ده. خو د تهائيوان اولس د دې ټولو ګواښونو باوجود د دغه زنانې په حق کشې د چين پر زد ووټ و کارولو.
د تهائيوان جنګ د يوکراين تر جنګ څو چنده پېچيده دى، ځکه چين ته به دا جنګ ډېر ګران تمام شي.
اوس به ګورو چې چين هوم د روس په شانتې د امریکا له خوا خور کړل شوي دام کشې را ګير شي، او که له جنګ څخه ډډه کوي.

د يو کور تر څنګ که د پرديو جنګ وي هوم تاوان کوي.
او که يو ملک پخپله په جنګ اخته وي، نو تاوانونه يې زر چنده شي.
فلحاله چين تهائيوان له څلورو خوا راشکېل کړى او جنګي عملیات يې پېل کړي دي.
ګوا د تهائيوان رابطه له هرې خوا ختمه شوې ده، نه د اوبو له لارې تګ راتګ امکان لري او نه د هوا له لارې.
که دا جنګي عملیات تر ډېره موده دوام و لري نو که چين جنګ نه کوي، هوم به تهائيوان جنګ ته اړووځي.

جنګ که له هرې خوا پېل شو، تاوان يې د دوى دواړو يعنې تهائيوان او چين دى.

امريکا به لېرې ورته ناسته خوندونه ورباندې اخلي او خپلې وسلې به ورباندې خرڅوي، لکه د روس او يوکراين تر منځ په جهګړه کشې.

يوه مهمه خبره دا ده چې د روس او يوکراين د جنګ په نتیجه کشې چې کوم نړیوال معاشي بحران رامنځته شوى دى، دا بحران به د چين او تهائيوان د جنګ په نتیجه کشې څو چنده شي.

ځکه سياسي او جنګي تجزیه کاران دا وايي چې امکان زيات دى چې چين به د روس په شانتې تېروتنه و نه کړي او هڅې به کوي چ جنګ و نه شي. خو د جنګ امکان په بشپړه توګه نه ردوي او دا وايي چې د جنګ امکان شته


Taiwan, China And United States. Taiwan Issue Explained In Pashto by Adv Hamayun Kaasai. Pashto Explainer Of Taiwan And China Crises. US Role In Taiwan China Crises In Pashto. Pashto Info Blog About China Taiwan Crises.


Comments

Popular posts from this blog

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text.

New Pashto Poetry Lines And Lyrics. Pashto Tappay In Written Text. Pashto Poetry Two Lines. Pashto Tappay In Text. ‏د خوېندو لوڼو سوداګره کږه شمله چې په سر ږدې خندا راځينه ټپه# که د پیزوان خاطر دې نه وے تابه زما د غاښو زور لیدلې وونه #ټپه ‏ستا یارانۍ ته مۍ زړه کیږۍ په څه خبره به اشنا درسره شمه خلک پېزوان خونړی بولي تا په نتکۍ د کلا برج ونړونه  Pashto New Tapay On Images 2022. Pashto Tappay In Text. Eid Mubarak Pashto Tapay. Pashto Eid Poetry. اختر ته ځکه خوشالیګم چی مسافر جانان می کلی ته راځینه Eid Mubarak In Pashto Tapa. Folk Songs Akhtar. اختر پرون وو پرون تیر شو تا تر څنګلو پوري نن سره کړل لاسونه Akhtar Janan Aw Pukhto Tapay. Eid Mubarak Poetry Pashto. خلکو اختر کښی غاړی ورکړی زه بی جانانه ګوټ کښی ناست ژړا کوومه خپل د راتلو لوظ دې ياد دے؟ سبا اختر دے انتظار به دې کومه Eid Mubarak In Pashto Language. Akhtar Di Mubarak Sha. اختر دی مبارک شه مورې څلور کمڅۍ مې وکړه دوه مې د خيال او دوه د کچ اختر ټالونه په ما دې ورځ د لوی اختر کړه چې دې په سترګو راله کېښودل لاسونه يوه روژه بله غرمه ده جا

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings

Zama Zargiya Meaning In Urdu. Pashto Words Meanings. Learn Pashto Words and Meanings. Info Different Contextual Uses Of Pashto Phrase Zama Zargiya or Zama Zargia. Pashto Language Words Internet Is Searched For Pashto Words Meaning Daily as People Speaking Languages Other Than Pashto Want To Learn Some Basic and Most Used Phrases. Search For Pashto Phrase " Zama Zargiya " Increased By 1150 % Today. Zama Zargiya Meaning In Urdu.  میرا جگر یا میرے دل کا ٹکڑا میرا جگر،  میرا محبوب یا میرے محبوب The Phrase Simply Means My Darling Or Sweetheart In English. Pashto. Zama Zargiya زما زړګیه English. Darling Or My Darling Or My Dear Or My Sweetheart. In Urdu Zama Zargiya Means " Meray Aziz " Meray Mehboob" Or Meray Humnasheen. Best Phrase For Zama Zargiya In Urdu. Meray Jigaar Or Jiggar Pashto Word Zama Means Mera Or Meray.  Pashto Word Zargay Means Dil Or Jigar.  Pashto Language Words زما زړګیه میرے محبوب میرے ہم نشین میرے جگر کا ٹکڑا "Zama Zargia Endearment Urdu&qu

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto

Pashto Calendar. Calendar Of Months In Pashto. Pashto Names Of Calendar Year 2022, 2023, 2024, 2025 Pashto Calendar: Names Of Months And Its Span In Pashto بېساک              Besak       (Apr—May) جېټ                Jheet       (May—Jun) هاړ                  Harh           (Jul—Jul) پشکال.            Pashakal         (Jul—Aug) بادرو               Badro        (Aug—Sep) اسو                Asu         (Sep—Oct) کتک               Katak         (Oct—Nov) مګن               Magan        (Nov—Dec) پوه                Po         (Dec—Jan) ما                  Ma       (Jan—FebF) پکڼ               Pagan        (Feb—Mar) چېتر             Chetar         (Mar—Apr) Pashakal Starting Date Is 14 July 2022.  Pashakaal Ending Date Is 14 August 2022. د پشکال ګرمي پۀ زور ده  زلفې دې غونډې کړه چې نۀ دې تنګوينه ټپه۔ په مخ یې پَشم دَ خولو دې دَ لمر په خوا دَ ملغلرو پړک وهینه۔ په اننګو کښي قوتۍ دي د پشکال خولي پري ډنډ ولاړي دینه Badro Starting Date Is 15 August 2022. Badro Ending Date Is 14 September 2022. Aso