Women Role In Khudai Khidmatgar Tehrik Of Bacha Khan Baba. Zama Jwand Aw Jadujehad. Bacha Khan
"خدائي خدمت ګار تحریک کښې د ښځو کردار او برخه"
یوه ورځ چوټا صاحب راغے او خندل ئې او ماته ئې ووې چې تاته نن د یوې ښځې قیصه کوم چې دلته قېده ده ـ نن جېل خانې ته لاړم د هغې وکیل خاوند ملاقات له راغلے ؤ او هغۀ سره پینځۀ بچي وو ـ د ملاقات پۀ وخت کښې ئې خپلې ښځې ته ډېر منت وکړو چې دا دوه واړۀ تۀ واخله او دا درې لوئې به ماسره وي ـ ښځې ورته ووې چې دا ټول به تۀ ساتې، ما خو دا ټول ساتل خو تا زما خبره و نۀ منله نو اوس ئې ساته
نو چوټا صاحب ووې چې ما هغې ښځې ته ووې چې دا بچي ولې نۀ ساتې؟ نو هغې ځواب راکړو چې څۀ وخت د کانګرس د جنګ بېګل ووهلے شو نو ما دې خاوند ته ووې چې دا د ملک و قوم جنګ دے ،تۀ هم لاړ شه خو دۀ ووې چې زما یو دوه مقدمې دي چې دا ختمې شي نو بیا به لاړ شم ـ څۀ ورځې پس مې ترې پوښتنه وکړه چې مقدمې ختمې شوې که نه؟ نو دۀ ووې چې لږې غوندې پاتې دي ـ څۀ ورځې پس مې بیا ترې پوښتنه وکړه چې مقدمې ختمې شوې که نه؟ نو هغۀ دا ځواب راکړو چې دې بچو سره څۀ وکړو؟ ما وې چې دا بچي به زۀ ساتم ـ ولې بیا هم هغه قېد ته تیار نۀ ؤ او زۀ پوهه شوم چې جېل خانې ته نۀ ځي نو زۀ پخپله راغلم، پکټنګ مې وکړو او قېده شوم او بچي مې دۀ ته پرېښودل ـ
د کوم قوم ښځو کښې چې دومره قومیت او بهادري وي نو هغوي ضرور خپل منزل ته رسي او هم دغه وجه وه چې انګرېز مجبوره شو او زمونږ خاوره ئې پرېښوه ـ
کتاب؛ زما ژوند او جدوجهد
مخ پاڼه؛ ۴۵۲،۴۵۱
#د خدائي خدمت ګارو خاطرې
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.