Za Ba Na Lewanay Kegam. Bakht Zada Danish Nazam. Best Pashto
زه به نه لیونی کیږم
چې د داسي یو ملا نه د جهاد فضلت اورم
چې بچی یې په لندن کې د خپل خیال حنت کې پروت دی
زما دغه یو بچی ولآړ شهید شو
شین طوطي شو
مبارک شه مبارک شه!
جنتي شو جنتي شو!
زما سپینه ږیره نوره اسویلو سپینه پولۍ کړه
دا دې نور بچي تیار دې
درنګ ساعت ته روانیږي
او دده دوکان چلیږي
د شرابو ګوټ حرام دی
خو د وینو ارزانې ده
د یو څو کسانو راج دی
د یو څو کسو خانې ده
دا وخت د ژرندې پل دی
او زما په مرۍ پروت دی
زه د خوار غنم دانه یم
د اوبو په زور دلیږې
زه به نه لیونی کیږم
بخت زاده
Nun Me Ledo Da Khudaya Dair Khafa wo.
Yaw So Rando Da Khuday Na Der Khafa wo.
Bakht Zada Danish Nazam Deer Khafa O.
نن مې لیده د خداے نه ډير خفه وو
يو څو ړانده د خداے نه ډير خفه وو
دا چې ولاړ وو د ړندو پۀ سترګو
هغه باڼه د خداے نه ډير خفه وو
چې ئې سایه د پلار لیدلې نه وه
هغه واړه د خداے نه ډير خفه وو
چې پښتنو نه به خداے ډير خفه وي؟
که پښتانه د خداے نه ډیر خفه وو
دانشه خداے دې خفه کېږي نه خو
زۀ او هغه د خداے نه ډير خفه وو
دانشه څۀ د خداے نه ډير خوشحال وو
دانشه څۀ د خداے نه ډیر خفه وو
ان اشعار میں اسطرح کیا ہے جو مولوٹوں نے آسمان سر پہ اٹھایا ہے۔ ان مولویوں کے ہاں بس صرف فتوے ہیں، تنگ نظری ہے، قتل ہے، اسلام سے اخراج ہے، تو کافر میں مسلمان، واجب القتل ، مار ڈالو والے فتوے ہیں۔ ان کے پاس محبّت، برداشت، رواداری، بھائی چارہ، عزت، اختلاف راے کو برداشت کرنا، مذاہب اور مسالک کی عزت نہیں ہے۔ تنگ نظری ان مولویوں کا شیوہ ہے۔
پروفیسر بخت زادہ دانش ایک بہترین انسان اور شاعر ہے ان مولویوں سے اسکی عزت اور شہرت برداشت نہیں ہوتی۔
Explanation Of Bakht Zada Danish Controvercial Nazam Da Khudai Na Deer Khafa Wo..
اهم پیغام او يو سپیناوے؛
تېره ورځ د تیمرګرې یو ملا د دانش صېب پۀ دغه لاندینې غزل د کفر فتوي ورکړه.
نن مې لیده د خداے نه ډير خفه وو
يو څو ړانده د خداے نه ډير خفه وو
دا چې ولاړ وو د ړندو پۀ سترګو
هغه باڼه د خداے نه ډير خفه وو
چې ئې سایه د پلار لیدلې نه وه
هغه واړه د خداے نه ډير خفه وو
چې پښتنو نه به خداے ډير خفه وي؟
که پښتانه د خداے نه ډیر خفه وو
دانشه خداے دې خفه کېږي نه خو
زۀ او هغه د خداے نه ډير خفه وو
دانشه څۀ د خداے نه ډير خوشحال وو
دانشه څۀ د خداے نه ډیر خفه وو
د دغه اولۍ فتوي نه پس شیخ عبدالحمید نومې بل ملا دانش صېب واجب القتل وګرځولو. دلته اوس د څو اهمو خبرو سپیناوے پکار دے.
۱) د شاعرۍ جديد تعريف داسې کېږي چې هغه منظوم يا غیر منظوم کلام چې د ژبې استعمال پکښې پۀ تخليقي ډول شوے وي، شاعري ده. د تخليقي استعمال مطلب د ژبې داسې استعمال دے چې ژبه د لغوي معنو پۀ ځاے پۀ اصطلاحي او علامتي معنو کښې استعمال کړے شي. نو دغه ملايان دې اول پۀ دې خبره ځان پوهه کړئ چې دا لفظونه پۀ شاعرۍ کښې خپلې لغوي معنې بائلي او پۀ علامتي طور استعمالېږي.
۲) که چرته وګڼو چې د استاذ محترم د خداے لفظ نه د دې لغوي معنه مراد ده نو بیا هم پۀ دې شعرونو کښې د دين او مذهب خلاف څۀ خبره نه شته. زکه چې د خداے لفظ یواځې معنه الله یا رب نه ده. درياب ډيکشنري د "خداے" لفظ معنه "صاحب" لیکلي ده. یعنې یو داسې څوک چې د يو څیز مالک او صاحب اختیار ئې. عملي اردو لغت د "خداے" لفظ منعه مالک، صاحب، اقا، او حاکم ښودلي ده.
ملا د دانش صېب پۀ دې شعر اعتراض کړے چې؛
دانشه خداے دې خفه کېږی نه خو
زۀ او هغه د خداے نه ډير خفه وو
نو د دې خو ښکاره مطلب دا دے چې زما اقا یا حاکم دې خفه کېږي نه خو مونږه ترې خفه يو. ايا پۀ دې خبره کښې څۀ بې دیني شته؟
۳) که دا هم وګڼو چې دلته د خداے نه د دانش صېب مراد الله ج دے. نو بیا هم پۀ دې اشعارو کښې داسې څۀ نشته چې د توهین مذهب شک پرې وکړے شي. بلکې پۀ دې غزل کښې خو يو شعر باقاعده حديث دے. حضور ص فرمائلې دې چې د قیامت پۀ ورځ به لیوني د الله پاک نه خفه وي.
العرض دا ملا دومره جاهل دے چې دا پته ورته هم نشته چې خداے يا خدا د فارسۍ لفظ دے او ډير شے معنې لري. او بیا ئې دا تکليف هم نه دے کړے چې د دانش صېب حمدیه شاعري ولولي چرته چې د دانش صېب د خپل رب سره مینه ښکاره ښکاري. خو د ملایانو نه مونږه نوره طمعه څۀ کولے شو؟
د دې جاهل ملا دې بیانونه نه صرف دا چې د استاذ متعلق يوه پروپیګنډه جوړه کړي بلکه د هغه د مئینانو زړونه ئې زښت ازار کړي. باید دغه ملايان پۀ ممبر د دانش صېب او د هغه د خوښونکو نه معافي وغواړي.
تاسو ته خواست دے چې دا دواړه ملايان پۀ citizen portal باندې ریپورټ کړئ چې د دوي خلاف قانوني کاروائې وشي.
نوټ؛ ټول ملګري د لاندې هيش ټیګ سره د دغه ملا پۀ ترديد کښې پوسټونه وکړئ.
#westandwithdanish
Comments
Post a Comment
Thanks for visiting Pashto Times. Hope you visit us again and share our articles on social media with your friends.